پرون د ولسمشریزو ټاکنو ټاکنیز کمپاین پیل شو. په لومړۍ ورځ کمه احساسېدله چې ټاکنیز کمپاین دې پیل شوی وی. یوازې څو غونډې وې، خو په ټولنیزو رسنیو کې بیا یو څه تبلیغات وو. له دې سره پرون د ناامنیو رپوټونه هم وو او په کابل کې د محمد اشرف غني د ټیم د لومړي مرستیال امرالله صالح په دفتر هم ډله ییز برید وشو.
د ټاکنیزو سیالیو د لومړۍ ورځې سړه فضا او د امرالله صالح پر دفتر برید څه مانا لري؟
داسې ښکاري چې د سولې روانو خبرو پر ټاکنیزو منډو ترړو ژور سیوری غوړولی دی. که څه هم د کاندیدانو شورا وايي چې دوی ټاکنیزې سیالۍ دری ورځې ځنډولې دي او له حکومت څخه ځینې غوښتنې لري، خو پر کاندیدانو د سولې د خبرو ژور سیوری پروت دی. که څه هم ولسمشر غني پر ټاکنو ټینګار کوي او ډاکټر عبدالله هم د سیالۍ لپاره هڅې کوي، خو ښکاري چې ډېری نور کاندیدان باور نه لري چې ټاکنې به وشي، نو له همدې امله یې ټاکنیزې هڅې سړې دي. د ټاکنیزو هڅو او ټاکنو کومې خبرې او فضا چې خلک یې محسوسوي، هغه هم حکومت او د اشرف غني ټیم جوړه کړې ده. یوازې کاندیدان هم ساړه نه دي، بلکې خلک هم ساړه دي. خلک له یوه اړخه پر ټاکنو او ټاکنیزو سیالیو باور نه لري. خلک درک کوي چې پخوا یې هم پر رایو معاملې شوې وې او د دوی د رایو او خوښې خلاف حکومت جوړ شو. له بله اړخه په کاندیدانو کې هم داسې څوک نه ویني چې د دوی د زړونو او ذهنونو خبره او دریځ ولري او ولسي اراده تمثیل کړي. له بله اړخه خلک غوره ګڼي چې تر ټاکنو وړاندې سولې وشي. له همدې امله په ټاکنو او ټاکنیزو سیالیو کې د برخه اخیستو پر ځای غوره ګڼي، چې د سولې غږ ته هرکلی ووايي او په دې برخه کې مرسته او کار وکړي.
بلخوا د امرالله صالح پر دفتر برید هم واضح پیغام لري. د دې مانا دا ده چې که سوله ونه شي، نو نه به ټاکنیز ټیمونه خوندي وي او نه به هم هغه خلک چې په ټاکنو او ټاکنیزو چارو کې ښکېل دي. کله چې د امرالله صالح په شان د یوه پوره امنیتي او استخباراتي کس پر دفتر برید کېږي، نو نور کاندیدان او عام خلک په هېڅ ډول خوندي نه دي. په داسې سخت امنیتي حالت کې ټاکنې خورا ستونزمنې دي او که حکومت ټاکنې وکړي، بیا به هم خورا کم خلک په کې برخه واخلي او له پراخو ستونزو سره به مخ وي.
د سولې د خبرو او هلو ځلو په سیوري کې سړې ټاکنیزې هڅې، له ټاکنو او ټاکنیزو چارو سره د خلکو نه لېوالتیا او لوړ امنیتي ګواښونه هغه څه دي، چې پکار ده جدي ونیول شي. لا هم وخت دی، پکار ده چې سولې ته کار وشي او روانه جګړه ودریږي. له سولې پرته ټاکنې، د درغلیو، فساد، وژنو، ناامنیو او ګډوډیو یوه ټولګه چې زموږ ستونزې لا پراخوي او د حالاتو له سمون سره هېڅ مرسته نه کوي.