د ولسمشرۍ لپاره د ټاکنیزو هلو ځلو دویمه ورځ هم سړه وه. په دویمه ورځ هم نه کاندیدانو لوی او ګرم پروګرامونه لرل او نه هم خلکو له دې چارې سره لېوالتیا ښودلې ده. په کابل او نور ولایتونو کې کمه محسوسېږي چې د ولسمشرۍ لپاره ټاکنې روانې دي. یوازې په ټولنیزو رسنیو کې د حکومت له خوا ګومارل شوي فیسبوک چلوونکي په اصلي او مستعارو نومونو باندې ټاکنیز کمپاین مخکې وړي او د یوه کاندید په ګټه او د نورو په تخریب په ټولنیزو رسنیو کې فعال دي.
د ټاکنیزو سیالیو په دې ساړه موسم کې دا خبرې هم رابرسېره شوې دي، چې د اګسټ میاشتې په نمايي او یا وروستیو کې به د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه لیک لاسلیک شي. ورسره سم کار روان دی چې یو افغاني پلاوی جوړ شي، څو په ناروې کې له طالب استازو سره مخامخ خبرې وکړي. په دې پلاوي کې به حکومتي استازي او له حکومت څخه د باندې د سیاسي ګوندونو او سیاستوالو استازي هم وي. د ناروې غونډه به د امریکا او طالبانو ترمنځ له توافق وروسته، د بینالافغاني مذاکراتو لومړنی ګام وي. که څه هم تر دې وړاندې دوه ځله په مسکو او یو ځل په دوحه کې بینالافغاني غونډې شوې وي، خو هغه یوازې د نظریاتو تبادله وه او کومه رسمي مذاکره پکې نه وه شوې. دا ځل ټاکل شوې چې په بینالافغاني غونډه کې رسمي مذاکره وشي او د مشخصو پایلو لپاره متمرکز بحثونه وشي. دا به لومړنی ګام او په دې سره به رسمي بینالافغاني مذاکرات پیلېږي. له دې غونډې وروسته به پر نورو غونډو او د غونډې پر اجنډاوو بحث کېږي.
که دا هر څه همداسې مخ ته ولاړ شي، لکه چې پلان شوي دي، نو واضح خبره ده چې د سولې په اړه مثبت ګامونه اخیستل شوي او د دې لپاره اړتیا ده چې د ټاکنو او ټاکنیزو چارو روانه پروسه ودرول شي. که د امریکا او طالبانو توافق وشي او د بینالافغاني خبرو لړۍ هم پیل شي، نو بیا موږ په رښتیا سولې ته نږدې شوې یو او ټاکنې بیا د سولې پر وړانډې واقعي خنډ دی. له همدې امله به ټاکنې هغه وخت له عملي خنډ او ځنډ سره مخ شي، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ توافق وشي. د ټاکنو له لغوه کولو جدي او اغېزناک غږ به هغه وخت وشي چې د بینالافغاني خبرو لومړۍ غونډه وشي. دا هغه څه دي چې په همدې اګسټ میاشت کې یې د کېدو شونتیا زیاته ده.
د سولې په پروسه کې د جدي پرمختګونو تمه شته او ډېری خلک هیله من دي چې دا کار به وشي. همدې چارې پر کاندیدانو او عامو خلکو هم ژور سیوری غوړولی دی. نه کاندیدان هغسې کمپاین کوي لکه څنګه چې پکار ده د ولسمشرۍ کاندیدان یې وکړي او نه هم خلک په ټاکنو کې برخې اخیستو ته لېوال دي. دوی ټول انتظار کوي چې ډېر ژر د طالبانو او امریکا ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شي او بیا بینالافغاني مذاکرات پیل شي. دا هغه چاره ده چې خلک یې غواړي، ملاتړ یې کوي او له همدې امله له ټاکنو او ټاکنیزو چارو سره لېوالتیا نه ښيي.