د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وړمه ورځ ویلي چې ټرمپ غواړي د امریکا د ۲۰۲۰ ز کال تر ولسمشریزو ټاکنو مخکې له افغانستانه د خپلو سرتېرو د ایستلو لړۍ پیل کړي. ارګ دغه خبر ته غبرګون ښودلی دی. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي چې د امریکا په ستراتېژۍ کې تغیر نه دی راغلی او د سرتېرو کمول به د افغانستان شرایطو ته په کتو وشي. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پر خپل ټوېټر لیکلي، پامپیو دغه ډاډ ولسمشر غني ته په وروستيو ټلیفوني خبرو کې ورکړی دی.
که امریکايي چارواکي ريښتیني وي او خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي، دا ښه بدلون دی او پکار ده چې ملاتړ یې وشي، خو موږ د دې لپاره څه تیاری لرو؟
که امریکا رښتیا غواړي له طالبانو سره سوله او سیاسي جوړجاړی وکړي، نو د طالبانو تر ګردو لومړنی او مهم شرط دا دی چې بهرني ځواکونه باید له افغانستان څخه ووځي. که څه هم امریکا هڅه وکړه چې پر طالبانو یوه یا څو اډې ومني، خو له زیاتو سیاسي او نظامي فشارونو سره سره، طالبان حاضر نه شول چې امریکايي نظامي حضور ومني. د دې لپاره چې امریکا غوښتل له طالبانو سره سیاسي جوړجاړی وکړي، نو بله لاره نه وه، مجبور شول چې د خپلو ځواکونو د وتلو په اړه له طالبانو سره وغږېږي او بیا ومني چې د یوه ټاکلي مهالوېش له مخې به خپل ټول ځواکونه وباسي. که څه هم په رسمي ډول نه دي ویل شوي چې په څومره وخت کې به امریکايي ځواکونه وځي، خو ځینې سرچینې وايي چې امریکايي ځواکونه به په اتلسو میاشتو کې له افغانستانه ووځي. که څه هم په دې اړه لا شکونه او بحثونه شته چې امریکا به په ټاکلې موده کې له افغانستانه ونه وځي او له طالبانو سره د شوي هوکړه لیک د ماتولو هڅه به وکړي، خو دا روښانه ده چې له طالبانو سره په رسمي هوکړه لیک کې به مني چې خپل ځواکونه به د یو مهالوېش له مخې وباسي. ټاکل شوې چې دا هوکړه لیک په همدې اګسټ میاشت کې وشي.
زموږ حکومت لا هم د معلوماتو پر ځای تحلیل کوي او هغو ګواښونو ته پام نه کوي چې له دغه بدلون سره تړلي دي. پکار ده چې د امریکايي ځواکونو د وتلو مسئله جدي وګڼل شي. که ټول ځواکونه هم ونه وځي، همدا چې د ځواکونو وتل پیل شي، دا به پر افغانستان او افغان حکومت ژور اغېز پرېږدي. دې چارې ته باید د یو فرصت په سترګه هم وکتل شي، د امریکایانو د وتلو هرکلی دې وشي، خو ورسره سم باید داسې ګامونه واخیستل چې د افغانانو ترمنځ فاصلې را کمې شي. کله چې د ځواکونو وتل پیلېږي، نو ورسره به اوربند کېږي او بیا به هم جګړه کمېږي چې دا یوه بدلون دی او پوره ګټه باید ترې واخیستل شي. له بده مرغه داسې نه ښکاري چې حکومت به دې چارې ته پام کوي او ګټه به ترې اخلي. دلته چارواکي لا هم فکر کوي چې ټاکنې به کېږي، دوی به یې ګټي او پنځه کاله به بیا دوی پر افغانستان واکمني کوي.