جګړې له اوږدې مودې راهیسې افغانان ځپلي او سوله په افغانستان کې د ټولو خلکو ګډه غوښتنه ده. د افغانستان موضوع د ټولو اړخونو لپاره یوه اندېښنه پاتې شوې، خو له دې کبله چې پېچلې او حساسه ده، ښکېل اړخونه تر اوسه هم د سوله ییز حل لپاره هر اړخیزې اجماع ته نه دي رسېدلي. اوسمهال په افغانستان کې د سولې او پخلاینې بهیر په حساس پړاو کې دی او افغانان په تېرو ۴۰ کلونو کې هېڅکله سولې ته دومره نه وو نږدې شوي لکه اوس. په افغانستان کې سوله د بینالافغاني مذاکراتو له لارې ممکنه ده او نړیواله ټولنه باید له دغه بهیر سره هر اړخیزه مرسته وکړي. څو اړخیز مکانیزمونه لکه د چین-افغانستان- پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرانو ناستې د افغانانو ترمنځ د خپل منځي خبرو لپاره د زمینې برابرولو مهم پلټفورم جوړېدلی شي.
د افغانستان په وضعیت کې وروستی تر ټولو مثبت بدلون د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو پیل دی. په افغان کړکېچ کې د دوو اصلي لورو په توګه د دوی ترمنځ مذاکرات خورا ارزښتمن دي. د ۲۰۱۸ ز کال له اکټوبر راهیسې امریکایانو د طالبانو له استازو سره اووه پړاوه خبرې کړې دي. سره له دې چې د دواړو اړخونو غوښتنې یو ډول نه دي، خو دواړه اړخونه د وروستي هدف په توګه د جګړې ختمولو لپاره کار کوي. د عامو شویو معلوماتو له مخې، دواړو لورو پر څلورو موضوعاتو بحثونه کړي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې ژمنه، د امریکايي ځواکونو وتل، بینالافغاني مذاکرت او دایمي اوربند په کې شامل دي. د طالبانو ویاند په دې وروستیو کې ویلي چې دواړه لوري د دې موضوعاتو په تړاو په اصولو کې اجماع ته رسېدلي دي. د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ټینګار کړی چې امریکا د ځواکونو د وتلو لپاره د یوې ساده هوکړې پر ځای، د سولې د یوې هر اړخیزې هوکړې په لټه کې ده. باید وویل شي چې په افغانستان کې د سولې سپېدې د ښکاره کېدو په حال کې دي، له همدې کبله اړتیا ده چې ټول اړخونه پام وکړي.
افغانستان د حکومتولۍ په برخه کې هم مهمې لاسته راوړنې لري. سره له دې چې د ولسي جرګې د رییس د ټاکلو په برخه کې ځینې ستونزې وې، خو د پارلمان لپاره ټاکنې په بریالیتوب تر سره شوې. په افغانستان کې له ۲۰۰۱ ز کال راهیسې د ولسمشرۍ څلورم ځل ټاکنې د روان کال په سپټمبر میاشت کې تر سره کېږي. پر دې سربېره، افغان ټولنې په ښوونځیو کې د شاملو زده کوونکو، د ښځو د حقونو د خوندیتوب او کتلوري رنګارنګۍ په برخو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.
له دې سره پر یوه وخت د افغانستان د سولې بهیر ته د سیمې او نړۍ د هېوادونو پام بې ساري حد ته رسېدلی دی. د چین او پاکستان په ګډون سیمه ییز هېوادونه، له سیمې د باندې هېوادونه او نړیوال بنسټونه هڅه کوي چې د افغان سولې لپاره منځګړیتوب وکړي. دوی د سولې له بهیر سره د مرستې لپاره خپله ټوله هڅه کوي. په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې د هېوادونو لپاره ډېر ارزښتمن دي. چین مکرراً ټینګار کړی چې په افغانستان کې بدلونونه د بیجېنګ لپاره د اندېښنې وړ دي او تل یې د سولې د ترویج په برخه کې فعال رول لوبولی دی. چین تل د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د بهیر ملاتړ کړی دی.
په افغانستان کې د سولې بهیر برخلیک ټاکوونکي حالت ته رسېدلی دی. په جګړه کې ښکېل افغان لوري باید له دې فرصته د بینالافغاني مذاکراتو د پیل او له مهمو ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو د پياوړتیا لپاره ګټه پورته کړي. دا په افغانستان کې سولې ته د رسېدو یوازینۍ لار ده.
لومړی باید د افغانستان ټول سیاسي لوري او قومي ډلې پر راتلونکي تمرکز وکړي او د تفاوتونو له ساتلو سره سره شریک ټکي پیدا کړي. افغانستان داسې هېواد دی چې ډېر قومونه په کې ژوند کوي او پر دې سربېره، له بهرنیو اشغالګرو سره د مقاومت او د سیاسي پرمختګ په بهیر کې ډېرې سیاسي ډلې هم په کې رامنځته شوې دي. ټولې قومي ډلې او سیاسي خوځښتونه یو هدف لري چې هغه په ملي کچه سولې ته رسېدل دي، خو د ځانګړو موضوعاتو په تړاو لا هم مخالفتونه شته. باید وویل شي چې هېڅ سیاسي لوری هم په راتلونکي کې د حکومتولۍ له سیسټم څخه مطلق امتیاز نه شي تر لاسه کولی. حکومت باید د بېلابېلو قومي ګروپونو او سیاسي ډلو مشروع اندېښنو ته ځواب ووايي او د پخلاینې په بهیر کې د هغوی قانوني غوښتنې په پام کې ونیسي. د مهمو موضوعاتو لکه له طالبانو سره د مذاکراتو په تړاو دریځ باید یو شي، تر څو د مرکزي حکومت همغږي نوره هم پیاوړې شي.
دویم دا چې افغان دولت او وسله وال طالبان باید څومره چې ژر کېدای شي، مخامخ خبرو ته کېني او د بینالافغاني مذاکرتو له لارې د خپل هېواد د راتلونکي په تړاو د اجماع په لټه کې شي. له پوځي او سیاسي دواړو اړخونو د طالبانو حضور یو واقعیت دی. پر پوځي عملیاتو اتکا طالبان په بشپړ ډول له منځه نه شي وړلی. دغه راز طالبان هم باید د منتخب افغان دولت قانوني حالت ومني او له هغه سره د سولې د یوه غیرې قابل انکار لوري په توګه چلند وکړي. د افغانستان د سولې بهیر بالاخره د افغانانو خپله پخلاینه ده. دا اړینه ده چې یوې اجماع ته د رسېدو لپاره پر بینالافغاني مذاکراتو تمرکز وشي او د اجماع پرېکړې باید خپله افغانان عملي کړي. افغان لوري باید واقعیت ومني، همدې اصل ته ژمن پاتې شي، په خبرو کې انعطاف وښيي او په دې ډول افغانستان د کورنۍ جګړې د سرېښو په ډنډ کې له لوېدو وژغوري.
درېیم دا چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دوه اړخیز باور باید نور هم پیاوړی شي، څو امنیتي ستونزې له منځه ولاړې او یوه خوندي ټولنه رامنځته شي. پاکستان د افغان سولې او پخلاینې په بهیر کې اساسي رول لوبوي. پاکستان له ترهګرۍ سره په جګړه کې ډېرې قربانۍ ورکړې او له دې جګړې سره یې په لویه کچه مرسته کړې ده. افغانستان او پاکستان له یو بل سره تړلي، له همدې کبله د افغانستان ثبات پر پاکستان مثبت اغېز لري. د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیز باور نور پياوړتیا نه یوازې په افغانستان کې د سولې او پخلاینې له بهیر سره مرسته کوي، بلکې د پاکستان پر شاوخوا چاپېریال هم اغېز لري. دا په وضاحت هغې وینا ته ورته حالت دی چې وايي: «یووالي کې بریالي کېږو او په تفرقه کې ناکامېږو».
افغانستان د منځنۍ آسیا، سویلي آسیا او لوېدیځې آسیا په څلورلارې کې پروت دی او له یوه مهم جیوسټراټیژیک امتیاز څخه برخمن دی. د افغانستان موضوع له دې اړخه هم حساسه ده چې هېڅکله یوه ساده کورنۍ ستونزه نه وه. له همدې کبله باید د سیمې هېوادونه او نړۍ له افغانستان سره مرسته وکړي چې سوله او پخلاینه ترویج کړي. د افغانستان د ټولو ګاونډیانو ترمنځ یوازې چین د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړی دی. چین په افغانستان کې د ټولو سیاسي اړخونو د باور وړ شریک او د سولې سرسخت ملاتړی دی. افغانستان له پاکستان سره ۲۰۰۰ کیلومتره پوله، ورته کلتور، اړیکې او ګټې لري. چین او پاکستان هم دایمي دوستان دي چې په افغانستان کې د سولې او پخلاینې په اړه ټینګ او دوامداره دریځ لري. چین او پاکستان له بېلابېلو لارو، په ځانګړي ډول د چین-افغانستان-پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرانو د ډیالوګ او د شانګهای د همکاریو د سازمان له لارې، په افغانستان کې د سولې د رامنځته کېدو لپاره هڅه کړې ده.
د دریو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ دوه ځله بریالۍ ناستې تر سره شوې دي. د افغانستان د پخلاینې بهیر له مهم فرصت سره مخ دی. دری واړه لوري هڅه کوي چې همکارۍ پیاوړې کړي او طالبان څومره چې ژر کېدای شي، له افغان دولت سره د مذاکراتو مېز ته کېنوي او په دې ډول دا ډله له روان سیاسي بهیر سره یو ځای کړي.
د شانګهای د همکاریو سازمان ډېری غړي له افغانستان سره پولې لري یا په جغرافیوي لحاظ نږدې ورته پراته دي. د افغانستان موضوع د هغوی پر ثبات تر بېلابېلو کچو اغېز لري. چین او پاکستان د دغه سازمان غړي او افغانستان یې څارونکی دی. له پیله د افغانستان موضوع د دوی لپاره یوه مهمه اندېښنه ده. د ۲۰۱۹ ز کال په جون کې د «د افغانستان لپاره د شانګهای سازمان د تماس د ډلې» غونډه په بېشکېک کې جوړه شوه چې د افغانستان په تړاو د دغه سازمان همکاري نوره هم پیاوړې شي. چین د افغانستان په قضایاوو کې د شانګهای سازمان له فعال رول څخه په تکرار ملاتړ کړی او دغه راز یې د سازمان په چوکاټ کې د افغانستان د عملي همکارۍ غوښتنه کړې ده. په افغانستان کې کورني بدلونونه تل د شانګهای سازمان د توجه په محراق کې اوسېدلي دي.
په تاریخي لحاظ افغانستان د ورېښمو د لارې په مسیر کې یو مهم هېواد او د ترانسپورټ ستر مرکز و چې چینايي او لوېدیځ مدنیتونه یې سره نښلول. له همدې ځایه د ورېښمو لار د سوېل پر لور سویلي آسیا او هند ته او د لوېدیځ پر لور لوېديځي آسیا، عربي هېوادونو او آن اروپا ته غځېدله. کابل، بلخ، کندهار او هرات د ورېښمو د تاریخي لارې په مسیر کې ستر سوداګریز ښارونه وو. پر دې سربېره، افغانستان د طبیعي منابعو غني زېرمې هم لري. د امریکا پوځ او جیولوجسټان وايي چې د افغانستان د طبیعي زېرمو ارزښت تر (یو ټریلیون) ډالرو اوړي. افغانستان داسې خزانه ده چې باید پراختیا ورکړل شي. مهمه خبره دا ده چې افغان لوری د چین له لوري د یو کمربند یوې لارې له نوښت سره یو ځای کېدو ته پياوړې لېوالتیا لري. افغانستان هیله لري چې په بشپړ ډول له سیمه ییز اقتصاد سره مدغم شي او د آسیا په لویه وچه کې د (پله) رول ولوبوي. لکه زموږ د دریو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو چې تېر کال د دری اړخیزې غونډې په پای کې وویل چې دریو واړو هېوادونو هوکړه کړې، چې د یو کمربند او یوې لارې د پروژې او د سیمه ییز اتصال او همکارۍ لپاره به ګډ کار کوي. چین او پاکستان د افغانستان د جغرافيايي امتیاز او د چین او پاکستان د اقتصادي کوریډور په څېر د سیمه ییزو پروژو ملاتړ کوي.
په چین کې یوه معقوله ده: «نږدې ګاونډی تر لرې خپلوان غوره دی». د چین خلکو تل د افغانستان او پاکستان د خلکو لپاره ښه نیت لرلی او درناوی یې کړی. موږ باوري یو چې د ګډو هڅو پر مټ په سیمه کې د ټولو اړخونو اندېښنې ژر له منځته تللی شي.