د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ پرون بیا په قطر کې خبرې پیل شوې او ویل کېږي چې دا به برخلیک ټاکونکې خبرې وي. له وروستیو بدلونونو ښکاري چې په راتلونکو څو ورځو کې به د طالبانو او امریکايانو ترمنځ یو هوکړه لیک لاسلیک شي. د دواړو اړخونو ترمنځ له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهالوېش او د چا پر ضد د افغان خاورې پر نه استعمال هوکړه کېږي چې ځینې فرعي مسایل هم پکې شامل دي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ توافق کېدونکی دی، خو بینالافغاني خبرې او ربړه به څه وخت او څنګه حل کېږي؟
د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه کې دا بحث شته چې طالبان به په زور د واک اخیستو هڅه نه کوي، بلکې په سوله ییز ډول به له افغانانو سره بحث او د افغانستان پر راتلونکي موافقه کوي. په دې چاره کې یوه ستونزه دا ګڼل کېږي چې طالبان لا هم له حکومت سره د حکومت په حیث خبرې نه کوي، خو حاضر دي چې د نورو سیاسي اړخونو په شان یې یو اړخ وګڼي او خبرې ورسره وکړي. دا یو بدلون دی، ځکه چې طالبانو پخوا حکومت د یوه سیاسي اړخ په توګه هم نه مانه او یوازې حکومتي چارواکي یې په شخصي حیثیت د خبرو لپاره منل. حکومت لا هم ناراضه ښکاري او پر دې ټینګار کوي چې طالبان دې ورسره د حکومت په حیث خبرې وکړي او د افغانستان اساسي قانون په ګډون دې د تېرو اتلسو کلونو لاسته راوړنې ومني.
اوس ټول دا درک کوي چې امریکا له طالبانو سره جوړجاړی کوي، خو دا هم ښکاره ده چې کله امریکا د زور لارې پرېږدي او جوړجاړی کوي، نو نور افغان لوري دې هم د زور، وژنو او کرکې خبرې پرېږدي. داسې شرطونه دې نه ږدي چې ستونزې او فاصلې زیاتوي. ښايي د عملي سولې په برخه کې یوه دسیسه هم دا وي چې د امریکا او طالبانو د خبرو له بریا سره سره، افغانان خپلمنځي ستونزه حل نه شي کړلی، په خپلو کې سره جوړ نه شي او له ښکېلو اړخونو داسې شرایط او دریځونه را ښکاره شي چې ورسره جګړه دوام کوي. دا کېدای شي، یو پلان شوی کار وي او یا ښايي ځینو اړخونو ته دنده هم ورکړل شوې وي. کله چې افغانان خپلمنځي ستونزې نه شي ختمولی او پر یو نظام او قانون نه شي سره جوړېدلی، نو بهرنیانو ته به یو ځل بیا د مداخلې زمینه برابرېږي او هغوی به د خپلو موخو لپاره زموږ ستونزې پراخوي.
همدې وېرې ته په کتو سره پکار ده چې ټول ښکېل لوري سولې ته پوره تیار وي. د کرکې، جګړې او وژنې ادبیات پرېږدي. ټول ښکېل لوري باید له خپله اړخه مثبت غبرګونونه وښیي، د سولې خبرې دې وکړي او جوړجاړي ته دې لاره برابره کړي. همدا چې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه لاسلیک شي، ورسره سم دې افغاني خبرې پیل شي. په کوچنیو پلمو دې د دغو خبرو مخه نه نیول کېږي او ښکېل لوري دې هم سولې ته ژمن او مثبت کسان معرفي کړي. اوس به دا د ښکېلو لورو او ټولو افغانانو لپاره یوه ازموینه وي چې څنګه کولی شي له دې چانس څخه ګټه واخلي او په واقعي مانا جګړه ختمه کړي.