له سیاسي پلوه اوسمهال افغانستان له دوو سترو او مهمو مسایلو سره مخ دی چې د خلکو ترمنځ د دواړو په اړه شکونه شتون لري. یوه یې ټاکنې او بله یې سوله ده. په دې لیکنه کې د سولې او ټاکنو پر لومړیتوب نه غږېږو؛ ځکه ټول پوهېږو چې واقعي سوله له ټولو نورو پروسو مهمه ده او د نورو ټولو سیاسي موضوعاتو په پرتله لومړیتوب لري.
په دې لیکنه کې یوازې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو اړوند بحث کېږي او هغه دلایل څرګندېږي چې د ټاکنو د تر سره کېدو شونتیا له شکونو سره مخامخوي، خو دا خبره باید واضح شي چې سره له دې چې داسې ډېر لاملونه شته چې موږ د ټاکنو په نه تر سره کېدو باوري کوي، خو په افغانستان کې سیاسي وضعیت تل د وړاندوینې وړ نه وي او پېښې دومره ژر بدلېدونکې وي، چې نه شو کولای د ټولو موضوعاتو په اړه مطلق نظر ورکړو، خو بیا هم ټولیز نظر دا دی چې ګواکې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې به د ځانګړو لاملونو له امله ونه شي. په دې برخه کې باید دوه ډوله (تخنیکي او سیاسي) لاملونه په پام کې ونیسو.
تخنیکي لاملونه چې د راتلونکو ټاکنو د تر سره کېدو په اړه شکونه راولاړوي، دری ډوله دي؛ د بودجې نشتون، د نوماندانو کمرنګه کمپاینونه او پر ټاکنو د خلکو بې باوري ده. کوم تخنیکي لاملونه چې د ټاکنو د نه کېدو شکونه را زېږوي او دا یقیني کوي چې یا خو به ټاکنې ونه شي او که کېږي هم، په خپل وخت کېدنه یې له امکانه لرې برېښي.
لومړی تخنیکي لامل د بودجې اړوند موضوعات دي. څرنګه چې څرګنده ده د تېرو نږدې شپږ ځلو ټاکنو زیاته برخه بودجه او د ټاکنو لګښتونه د نړیوالو مرستندویانو له خوا برابر شوي، خو دا ځل په ټاکنو کې د بهرنیانو د بودجې برخه بېخي کمه ده، که څه هم دا یو ښه زېری کېدای شي چې ټاکنې موږ په خپلو پیسو تر سره کړو او د بهرنیانو له مداخلې یې وژغورو، خو په اوس وخت کې چې موږ د افغانستان اقتصادي حالت ته ګورو، دا ډېره ستونزمنه ښکاري چې افغان دولت دې له خپلې بودجې د ټاکنو لوړ لګښت ورکړي او دا موضوع به هله بیا ډېره ستونزمنه کېږي چې که ټاکنې دویم یا آن درېیم پړاو ته ځي. په دې برخه کې یوه بله ستونزه هم شته چې باید په پام کې ونیول شي. که حکومت د دغه بودجې د برابرولو جوګه هم وي، خو تر اوسه د ملي شورا لخوا د ټاکنو بودجه نه ده تصویب شوې او دا په داسې حال کې ده چې ټاکنو ته د ګوتو په شمېر ورځې او شپې پاتې. که د پارلمان لخوا بودجه تصویب هم شي، د افغانستان د مالي سيسټم د بېروکراسۍ په پام کې نیولو سره، د ټاکنو کمېسیون به ونه توانېږي چې تر راتلونکې یوې میاشتې بودجه په اختیار کې ولري، چې دا کار پخپله د نورو چارو د خنډ لامل کېږي.
بله تخنیکي موضوع چې د ټاکنو د تر سره کېدو په اړه شکونه زیاتوي، له ټاکنیزو مبارزو سره د نوماندانو نه لېوالتیا ده. دا دي یوه اونۍ وشوه چې د ټاکنیزو مبارزو وخت پیل شوی، خو تر دې مهاله یوازې څو نوماندانو په کابل کې خپلې ټاکنیزې مبارزې پیل کړې، په کابل کې هم د ټاکنو مبارزې بېخونده ښکاري، په ډېرو ولایتونو کې لا تر اوسه هېڅ د ټاکنیزو مبارزو څرکونه نه لیدل کېږي. که وي هم، د یو نوماند یا دوو نوماندانو یو څو تصویرونه نه شي کولای خلک په ټاکنو کې برخه اخیستو ته وهڅوي. د دې تر څنګ چې ټاکنیزې مبارزې کمرنګه دي، خپله د ولسمشرۍ ډېری نوماندان هم پر دې باور دي چې د ټاکنو تر سره کېدل به ممکن نه وي او هماغه دي چې په دې برخه کې لګښتونو ته زړه هم نه ښه کوي، نو په داسې حال کې چې خپله نوماندان د ټاکنو پر تر سره کېدو باور نه لري، عام ولس به څنګه دا باور وکړي؟ لنډه دا چې ډېری خلک پر دې نظر دي چې ممکن ټاکنې تر سره نه شي او که تر سره هم شي، د باور وړ به نه وي.
که تېرو ولسمشریزو ټاکنو ته وګورو، خلکو له مینې پورته د حماسې په شکل په ټاکنو کې برخه واخیسته، خو پایلو ته په کتو، داسې ذهنیت رامنځته شوی دی چې ګواکې رایه ورکول ارزښت نه لري. دا ډول په دې وروستیو کې د پارلماني ټاکنو تر سره کېدل او اړوندې ستونزې او د درغلیو ادعاګانو ډېری خلک ناهیلي کړي دي او ستونزمنه به وي چې خلک بیا پر ځان مشکلات وګالي او په لېوالتیا سره د رایو صندقونو ته ورشي. د نوماندانو ژمنې چې تر سره نه شوې، دا بل لامل دی چې د خلکو بې باوري زیاتوي؛ ځکه داسې یو احساس رامنځته شوی چې ټاکنې یوازې قدرته د رسېدو په وسیله بدلې شوې او هېڅ ډول اخلاص او خدمت پکې نشته. د ټاکنو د ورځې تخنیکي ستونزې، د ټاکنیزو مرکزونو ناامني، د درغلیو او تقلب هڅې هغه څه دي چې خلک یې د ټاکنو پر وړاندې شکمن کړي دي.
که له پورته تخنیکي ستونزو راتېر شو، نو سیاسي بدلونونو او بهیرونو هم د خلکو او نوماندانو ترمنځ د ټاکنو د تر سره کېدو په برخه کې جدي شکونه رامنځته کړي دي. په دې برخه کې د سولې روان بهیر او دا چې امریکايي او طالب لوری هوکړې ته نږدې شوي، داسې یو فکر رامنځته کړی دی چې که سوله راځي، نو ټاکنې به حتمي ځنډېږي او ځینې شنونکي پر دې باور دي چې که ټاکنې تر سولې مخکې تر سره کېږي، نو باید جګړه پنځه کاله نور هم دوام وکړي. له همدې امله ډېری افغان سیاستوال، د مدني ټولنو غړي، ځوانان او قومي مشران پر دې باوري دي چې که ټاکنې د سولې خنډ کېږي، باید هېڅ تر سره نه شي او حکومت دې سولې ته لومړیتوب ورکړي. پخپله د زلمي خلیلزاد خبرې هم چې د سولې او ټاکنو په اړه يې کړې، په ښکاره توګه دا بیانوي چې امریکایانو ته د سولې مسئله مهمه ده او غواړي ژر په دغه برخه کې پرمختګ وکړي. داسې خبرونه هم شته چې شاید د څو ورځو په ترڅ کې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ یو هوکړه لیک لاسلیک شي، نو کله چې د سولې هوکړه لیک لاسلیک کېږي او طالبان په نظام کې را ګډېږي، نو بیا خو دلته د ټاکنو د تر سره کېدو هېڅ چانس نه تر سترګو کېږي.
خو که د ټولو پورتنیو احتمالاتو سره سره، افغان حکومت وغواړي چې پر خپل دریځ د ټینګار په ترڅ کې ټاکنې وکړي، نو بیا به یو بل ډول بحران ته لاره هواره شي. تر ټولو لومړی خو به د ناامنۍ له امله څرنګه چې مو په تېرو پارلماني ټاکنو کې ولیدل، د هېواد پر نږدې له ۴۰ تر ۵۰ سلنه خاوره کې ټاکنې ونه شوې او ممکن د ولسمشرۍ ټاکنو کې دا فیصدي نوره هم را کمه شي، نو کله چې ټاکنې کېږي او د هېواد ۴۰ سلنه وګړي پکې ګډون ونه شي کړای، دا ډول ټاکنې به په نړیواله سطحه د رواني مشروعیت له پلوه د منلو وړ نه وي، ځکه د ټاکنو د سراسرۍ اصل پکې تر پښو لاندې کېږي. د ثبوت لپاره کولای شو یوه ډېره څرګنده بېلګه وړاندې کړو.
په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې په لویه پکتيا (خوست، پکتيا او پکتيکا) ولایتونو کې له یو میلیون زیاته رایه کارېدلې وه، خو په تېرو پارلماني ټاکنو کې دا شمېر نږدې یولک او پنځوس زرو ته راښکته شو، چې دا یو لوی توپیر دی، سره له دې چې په لویه پکتيا کې قومي جوړښتونه او د خپلوۍ سیسټمونه ډېر پیاوړي دي او ډېری خلک له پارلماني نوماندانو سره د ملګرتیا، خپلوۍ او قومي اړیکو پر اساس د رایې مرکزونو ته لاړل، بیا هم د رایه ورکوونکو کچه ډېره ټیټه وه، خو په راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو کې چې په اړه یې په لسګونو شکونه هم شته، ممکن د رایه ورکوونکو شمېره نوره هم راټيټه شي.
کله چې له دې ټولو ستونزو سره بیا هم ټاکنې وشي، لویه ستونزه د پایلو منل دي. اوسنيو حالاتو په کتو سره یو نوماند هم چمتو نه دی، چې په ټاکنو کې خپله ماتې ومني، دری یا څلور خو ډېر پیاوړي ټاکنیز ټیمونه دي او په زیات احتمال سره چې دوی به خپله ماتې ونه مني او د ټاکنو پایلې به بحران ته ولاړې شي. د تېرو ټاکنو د پایلو نه منلو خو د اجرایه ریاست په نوم جوړښت رامنځته کړ او نابریالی نوماند هم قدرت ته ورسېد، دغه تجربې ته په کتو سره کېدای شي، دا ځل بحران نور هم شدید وي. د ټاکنو د کمېسیونونو مدیریتي کمزورتیا او د درغلیو تورونه به د پلمې په توګه وکارول شي.