د نولسمې پېړۍ تر پایه او د شلمې هغې په لومړیو لسیزو کې د خپلواکۍ تعریف دا و چې یوه جغرافیه دې له هر ډول باندنۍ ولکې او نفوذ څخه خلاصه او په خپلو چارو کې ازاده وي او د خپلې خاورې هر اړخیز واک دې ورسره وي.
همدا لامل و چې د استعمار پر ضد د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د خپلواکۍ لپاره خوځښتونه پیل شول چې هېوادونه له استعماره ازاد شي او پر خپله خاوره د واک چلولو اختیار تر لاسه کړي.
خو پوښتنه دا ده چې د نړیوالتوب په پېر کې ایا اوس هم د ازادۍ هغه مفهوم چې د شلمې پېړۍ تر دویمې یا ان درېیمې لسیزې پورې و، هماغسې پاتې دی؟
په ۲۱مه پېړۍ کې به خپلواکي څنګه تعریفوو او کوم ارزښتونه به زموږ خپلواکي او یا هم بې واکي ثابتوي؟
له دویمې نړیوالې جګړې را وروسته د نړۍ نظام د یو ژور بدلون پر لور خپل مزل پیل کړ.
ټولنې د خپل نظام برابرولو وسایل وموندل، د ملګرو ملتونو او ورته جوړښتونو په وجود کې یې د نړیوالتوب پر لور لومړي ګامونه واخیستل.
د شلمې پېړۍ په دویمه نیمايي کې دا سفر خورا ګړندی مخ ته لاړ او د ۲۱مې پېړۍ په اوږدو کې دا پرمختګ خپل اوج ته ورسېد. دغو پرمختګونو په نړۍ کې د هېوادنو پر یو بل د تېري پدیده تر ډېره له منځه یوړه.
نن د هېوادونو ګټې د نړۍ د اوسني نظام په چوکاټ کې په خپلو کې سره داسې اوبدل شوې دي چې کابو هر هېواد پر بل هېواد په یو نه یو ډول تکیه کوي او اړتیا ورته لري.
د عصري نړۍ د نوي نظام په رڼا کې هېوادونه اوس د نورو خاورې نه لاندې کوي او دغه راز انسانان اړ نه دي چې د خپلو جغرافیو د خلاصون او خپلواکۍ په موخه هلې ځلې وکړي.
هېوادونه پر یو بل تکیه کوي او د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د راکړې ورکړې پر اساس پر یو بل اغېز لري.
دغه اغېز یو هېواد اړ باسي چې د خپلو اړتیاوو له کبله د بل هېواد له غوښتنو او هیلو سره سم خپلې چارې سمبال کړي.
په بل عبارت، د خاورې د مخامخ واک تر لاسه کولو پر ځای، زورور هېوادونه د کمزورو هېوادونو له محتاجۍ ګټه اخلي.
ځواکمن هېوادونه له دې لارې کمزوري هېوادونه تر خپل اغېز لاندې راولي او دغه راز هلته په غیر مستقیم ډول خپل واک یا نفوذ پراخوي.
د اوسني نړیوالتوب د چوکاټونو ارزونه دا ثابتوي چې د ازادۍ کلاسیک او پخوانی تعریف اوس بدل شوی دی.
په ۲۱مه پېړۍ کې خپلواکي یوازې دا نه ده چې د یو هېواد په خاوره کې دې د بل هېواد پوځونه شتون ونه لري.
د خپلواکۍ پخوانی مطلق تعریف هم نور شاید په عام حالت کې د تطبیق وړ نه وي. پخوا به یو هېواد په مطلق ډول ازاد و او یا به هم مستعمره و.
خو اوس د هېوادونو د خپلواکۍ کچه له دې مالومېږي چې څومره د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره نورو ته اړ دی یا هم څومره پر ځان بسیا دی.
یو هېواد چې هر څومره نورو ته اړ وي، هماغومره یې د خپلواکۍ کچه ټیټه وي او څومره چې د نورو له احتیاجه خلاص وي او خپلې اقتصادي، سیاسي او ټولنیزې اړتیاوې په خپله پوره کولی شي، هماغومره ډېر خپلواک وي.
افغانستان روانه اګست میاشت کې له برېټانوي استعماره د خپلې «بشپړې خپلواکۍ» سلمه کلیزه نمانځي.
د غازي امان الله خان په دوره کې د خپلواکۍ مفهوم هماغه پخوانې و چې پورته یې یادونه وشوه.
د شلمې پېړۍ په پیل کې یوازې هغه هېوادونه خپلواک ګڼل کېدل چې د خپلې خاورې واک او اختیار یې له ځان سره درلود، خو پوښتنه دا ده چې موږ د یو ملت په توګه او د خپلواکۍ د معاصر تعریف په رڼا کې څومره پر ځان بسیا یو؟
افغانان د یو ملت په توګه ازادي خوښوي او ورته مهمه ده او تل په دې توانېدلي چې د نړۍ په نقشه کې ځان د یو ازاد هېواد په توګه ثابت کړي.
خو اوس اړینه ده چې افغانان د ملت په توګه له ځانه پوښتنه وکړي چې څنګه په نړۍ کې د ازادۍ د نوي تعریف او تصور په چوکاټ کې ځان را برسېره او مطرح کولی شي؟
د غازي امان الله خان د واکمنۍ په کلونو کې هم ښایي په نړۍ کې د خپلواکۍ مفهوم په بدلېدو و.
د نوموړي له سیاستونو او تګلارو داسې ښکاري چې د راتلونکي عصر اړتیاوې یې درک کړې وې.
په همدې موخه یې هلې ځلې کولې چې افغانستان د پردیو له احتیاجه خلاص کړي او د نړۍ له تجربو یې په زده کړې غوښتل چې د خپلې ټولنې د پرمختګ وسایل برابر کړي.
امان الله خان تعلیمي ادارې رامنځته کړې، عصري تعلیم یې رواج کړ او د افغانانو له نړۍ سره د نښلولو لپاره یې بهرني سفرونه وکړل.
دی پر دې پوهېدلی و چې له نړۍ د استعمار ټغر د ټولېدو په حال کې دی او نړیوال نظام یو نوي پړاو ته ننوځي، داسې یوه دور ته چې د هېوادونو د محتاجۍ کچه به یې د خپلواکۍ کچه ټاکي.
خو د امان لله خان پیل کړی سفر او تګلاره نیمګړې پاتې شوله او افغانان تر ننه پورې په عصري نړۍ کې د خپلې بشپړې ازادۍ ګټلو په تکل کې دي.
د نړیوالو بدلونونو په رڼا کې موږ افغانان باید بدلېدونکي حقیقتونه درک کړو او ځانونه ورسره عیار کړو.
یوازې د خاورې اختیار درلودل د خپلواکۍ بشپړ مفهوم نه دی او اړینه ده چې له اقتصادي احتیاجه ځان خلاص کړو، د خپلې پوهې پر مټ د نړۍ په سیاست کې د هېواد په توګه ځان مطرح کړو او د یوې ټولنې په توګه په نړیوال دریځ ځان ته ځای پیدا کړو.
که داسې ونه کړو، نو خپلواکي او ورسره به د غازي امان الله خان ارمان هم نیمګړی پاتې وي.