زردالو په خوند او رنګ سربېره ډېرې روغتیایي ګټې لري چې ځینې یې په لاندې ډول دي:
د وینې د کموالي مخنیوی کوي
کم خوني هغه حالت دی چې په بدن کې د وینې سره کرویات کموي او یا هم هیموګلوبين د وینې په سرو کرویاتو کې تر ټاکلې اندازې کمېږي، چې د اوسپنې له کموالي څخه پېښېږي. په زردالو کې د اوسپنې موجودیت د دې لامل کېږي، چي په وینه کې سره کرویات ډېر شي.
قبضیت له منځه وړي
د هغه چا لپاره چې اوږدمهاله قبضیت ولري، د ورځې له ۶- ۸ زردالو خوړل ډېره ګټه لري؛ ځکه چې په زردالو کې په زیاته اندازه فایبر موجود دي. زردالو په خپل ترکیب کې الکالین (alkaline) هم لري چې د هاضمې له سیسټم سره پوره مرسته کوي.
د سترګو لید زیاتوي
زردالو د سترګو لید زیاتوي او د شبکورۍ له ناروغۍ څخه مخنیوی کوي. دا ځکه چې زردالو په خپل ترکیب کې په زیاته کچه ویټامین A لري چې د سترګو لید د زیاتوالي لپاره اساسي عنصر دی.
تبه له منځه وړي
د زردالو جوس د تبې لپاره غوره علاج دی؛ ځکه چې زردالو د انسان بدن ته مهم ویټامینونه، منرالونه، کالوري او اوبه انتقالوي چې د انسان د سترګو، معدې، ینې، زړه او رګونو د یخنۍ او آرامتیا سبب کېږي.