ویل کېدل چې پرون به د منځنۍ او سهیلي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس ویلز د افغان سولې په اړه د خبرو لپاره اسلام اباد ته لاړه شي، څو له پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې په برخه کې پر وروستیو پرمختګونو او خنډونو خبرې وکړي. له دې سره جوخت دې نیوز په نوم پاکستانۍ ورځپاڼې ویلي، چې د پاکستان د ملي امنیت شورا د عمران خان په مشرۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې هند هڅه کوي، څو د افغان سولې خبرې ګډوډې کړي، نو په همدې موخه یې په کشمیر کې د ځواکونو ځای پر ځای کولو ته ملا تړلې ده او هلته یې پر خلکو ظلمونه پیل کړي، څو د پاکستان پام له افغان سولې خپلې کورنۍ موضوع (کشمیر) ته واړوي.
تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي هم د افغان ـ امریکا جګړې د حل یوه کیلۍ د کشمیر مسئله یاده کړې وه، چې په تازه ګام کې له ټرمپه د کشمیر په کشاله کې د منځګړیتوب غوښتنه یې جدي او نوې هغه ده.
په تاریخي کچه د پاکستان مخینه او تجربه په افغان کشالو کې تل د ستراتيژیکې ژورتیا پر بحثونو ولاړه ده، هغه چې په لستوڼي کې د مار رول يې لرلی دی. د افغان شوروي جهاد او ملي مبارزو پر سر له امریکا سره له معاملو نیولې بیا په ۲۰۰۱ ز کال کې د (۸۸ ورځې تر کندهاره) او د مشرف کتاب (اور کرښې) د روایاتو پر بنسټ، کړنې د دغو دښمنانه تګلارو او زموږ په وینو، وژنو او تباهۍ کې ولاړو سیاستونو بې شرمه بېلګه ده.
اوس چې د امریکا ـ افغان جګړې په روان کړکېچن څپرکي کې افغان طالبانو د هغو پروپاګندونو او دسایسو خلاف چې فکر یې کېدو طالبان د پاکستان لښکرې دي او د هېڅ خپلواک دريځ نیولو واک او اختیار نه لري، خپلواک کردارونه او ثابت دریځونه يې د دې ښوودنه کوي چې پر طالبانو هېڅ نفوذ څه چې اغېزه هم نه لري. ولې پاکستان پر دې هرڅه سربېره، په دې هڅه کې دی چې د شرارت، فساد او ناروا ګنګوسو پر مټ، له امریکا د کشمیر له کشالې نیولې بیا تر اقتصادي پنډ جلبولو او ستراتيژیکو بحثونو د افغان سولې په روان بهیر کې د مغرضانه حرکتونو له لارې تازه خنډونه راولاړ او تر خپلې وړتیا پورته امتیازونه تر لاسه کړي او دا یعنې د پاکستان په اوړو کې شګه شته.
د دې ترڅنګ، د الیس ویلز د سفر بله موخه له دغه سفر څخه په راتلونکې سپټمبر کې د ډونالډ ټرمپ سفر پاکستان ـ افغانستان ته دی او پر دې اړوند د سولې له لومړنۍ هوکړې وروسته تفاهمات، ولې دېخوا د افغان سولې او افغان امریکا جګړې په یو بل بحث کې د زلمي خلیلزاد وروستیو ټویټونو او مشروطو څرګندونو نه یوازې تازه اندېښنې راپارولې؛ بلکې د امریکايي ځواکونو د وتلو مهالوېش د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د سولې د لومړۍ هوکړې پر وړاندې اوس تر ټولو لویه ننګونه ګرځېدلې.
امریکایان غواړي چې لږ تر لږه دوه کاله وخت دې ورکړل شي، څو دوی له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي، ولې طالبان بیا د نهو میاشتو او نهایت کې له یوه کال څخه د زیات وخت ورکولو ته چمتو نه دي.
د طالبانو منطق په یو کال وخت کې دا دی چې که د سولې هوکړه وشي، نو د امریکایي پوځیانو د وتلو لړۍ به له سپټمبره پیل شي او تر بل سپټمبره به پای ومومي، په دې کې به د امریکا ټاکنو ته دوې میاشتې وخت پاتې وي او ټرمپ به د عسکرو وتلو په ټس کې د یوې لاسته راوړنې په توګه په هوکړه عمل وکړي او د سولې روان مذاکرات به له ناکامۍ وساتي.
دا ځکه د ځواک او برابرۍ له اړخه افغان لوری په هغه دریځ کې نه دی چې د امریکا په څېر له زبرځواکي سره بیا د سولې د هر ډول هوکړې د تر سره کولو په برخه کې ډغره ووهي.
په پښتو کې متل دی، وايي: «د زورورو اوبه پاس په لوړه هم خېژي».
د دې ترڅنګ، امریکایان د ګټو خلک دي، دوی چې څنګه او کله يې ګټي وغواړي هغسې دريځ نیسي، نړیوال ژمنلیکونه او بنسټونه ورته هېڅ ارزښت نه لري. د بېلګې په توګه، دوی له روسیې سره د نږدې واټن ویشتونکو مزايلو تړون مات کړل، د لندن د اقلیمي بدلونونو له تړونه په ډېرې سپین سترګۍ ووتل، له ایران سره د برجام په عنوان د اټومي کنټرول له هوکړې څخه د ټولو نړیوالو اصولو، معیارونو او ژمنو سره په ټکر کې په یو اړخیز ډول ووتل، له شمالي کوریا سره د کړيو ژمنو ترڅنګ یې پخوا او همدا اوس په یو اړخیزه توګه یوازې د خپلو ګټو په خاطر تعهدات مات کړل او پر خلاف یې ګامونه واخیستل.
پر همدې بنسټ، طالبان کوښښ کوي چې د ځینو زماني محدودیتونو په چوکاټ کې یوې داسې هوکړې ته ورسېږي، کوم چې تر پیله مخکې ماته نه شي.
اوس داچې ولې امریکایانو ته تر یو کال زیاته یعنې دوه یا څه کم دوه کاله وخت ورکړل شي، زما په فکر د طالبانو تحلیل دا دی چې یو لور ته به ټرمپ ټاکنې ګټلې وي او شعار به ورکوي چې هغه ده دې سولې هوکړه شوې او زموږ عسکر کور ته راځي. ولې له بریا سره سم به په داسې حال کې چې ځینې پوځیان به يې دلته لا پاتې وي، د داعش، القاعدې او د امریکا ګټو ته د ګواښ په پلمه د عسکرو د وتلو بهیر به لومړی ټاکنې او وروسته بیا دا هرڅه په ټپه ودروي او دلته به وي چې د خپلو ستراتيژیکو موخو او سیاستونو تعقیب ته یوځل بیا به مخ را وګرځوي.
په داسې یو وضعیت کې به د افغانانو د سولې او سیاست تجربه په لوی لاس ناکامه شي، داعش به پراخ کړای شوی وي، مذهبي جګړو او د امام زمان د مسجد په څېر چاودنو به داسې یو وضعیت رامنځته کړی وي، چې ولس ته به د عزت، مال او سر د امن خاطر هر ډول مامله جایزه او په خير ښکاري، په داسې یوه حالت کې به ټرمپ د سهیلي اسیا په شان د وینو، باروتو او افغان وژنې یوه بله طرحه اعلان کړي او ګران افغانستان به یوې بلې بې پایه څارګریزې او وینه بهوونکې جګړې ته چې د سوریې، عراق او لیبیا برخلیک ده، ور لاهو کړای شي.
د دې ترڅنګ به د طالبانو ترمنځ د باور فضاه ختمه شي او د انشعاب نوې څپې چې تر اوسه خیال او مهال دي، قوت واخلي.
پر همدې بنسټ، زما په عقیده طالبان به هېڅ داسې هوکړه لیک لاسلیک څه چې طرحه به يې هم ونه مني، په کومه کې چې د امریکایانو تر یوه عسکره د وتلو مسئله تر یو کاله په کمه او یا په نهایت کې تر يو کال پورې هغه هم د امریکا د ۲۰۲۰ ز کال تر ټاکنو وړاندې نه وي وروستي شوي.
له دې دريځ څخه ځکه باید ملاتړ وشي چې له یوې خوا د سولې ممکن چانس به ضایع نه شي، بل لور ته د سولې هر ډول هوکړه به رښتینی ثبات ولري او تر دې ټولو مهمه دا چې جګړه به پای ومومي، د یوی بلې جګړې امکانات به کم کړي، افغانانو به د پردیو له مداخلو پرته د لومړي ځل لپاره ګټونکی دریځ نیولی وي او په ټوله کې د امریکا وحشت او د پاکستان شرارت به پای ومومي.