مقدمه
د ولسمشرۍ ټاکنو له مهالوېش سره سم د زمري په ۶مه د ۱۸ کاندیدانو ترمنځ ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې او ۶۰ ورځې به دوام وکړي.
د ټاکنیزو سیالیو په لومړۍ ورځ محمد اشرف غني، عبدالله عبدالله او عنایت الله حفیظ خپلو پلویانو ته ویناوې وکړې. ښاغلي غني له خلکو غوښتنه وکړه چې ده ته رایه ورکړي، څو دا پیل کړی فصل په راتلونکو پنځو کلونو کې بشپړ کړي، سوله یې خپل اولویت یاد کړ؛ خو د سولې تر سره کول یې په راتلونکي حکومت پورې وتړل. همدارنګه ښاغلي عبدالله د کمپاین په لومړۍ ورځ په اشرف غني باندې توندې نیوکې وکړې چې په تېر پنځه کلن حکومت کې هغه څه چې ما او ملت غوښتل، د هغه پر وړاندې به ده مخالفت کاوه، د حکومت واګې یې داسې چاته سپارلې ده چې هغه اوسمهال په څارنوالۍ کې د فساد دوسیې لري. راتلونکو ټاکنو ته بل نوماند عنایت الله حفیظ هم د ملت خدمتګاران تر شعار لاندې د سړکونو په پاکولو سره خپل کمپاین پیل کړ. ولسمشریزو ټاکنو ته د کمپاینونو په پنځمه ورځ نوماند ګلبدین حکمتیار هم له خپلو پلویانو سره رسماً خپل کمپاین پیل کړ.
راتلونکې ټاکنې او احتمالي پایلې، کړکېچن حالات او ستونزمنې ټاکنې، د هېواد روان وضعیت، د امریکا – طالبانو خبرې او د ټاکنو کمېسیون ظرفیت ته په کتو، د ټاکنو برخلیک، هغه مسایل دي چې دلته یې په اړه شننه شوې ده.
راتلونکې ټاکنې او احتمالي پایلې
په افغانستان کې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره ۱۸ کسانو ځانونه نوماند کړي دي. په دغو ټاکنیزو ډلو کې ځینې ډلې ځواکمنې ښکاري او کولای شي د ټاکنو په میدان کې ښه سیالي وکړي؛ خو ځینې نورې ډلې بیا په خلکو کې د نفوذ او سیاسي مخینې درلودو له اړخه کمزورې ښکاري، په ټوله کې دغه ۱۸ ټاکنیزې ډلې په لاندې دوو برخو وېشلی شو:
لومړی: د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره په ۱۸ نوماندانو کې ځینې داسې ټاکنیزې ډلې رامنځته شوې، چې ځانونه د ولسمشرۍ حقدار ګڼي او ولسمشرۍ ماڼۍ ته به د رسېدو په موخه رښتینې مبارزه وکړي. په دې برخه کې د محمد اشرف غني، عبدالله عبدالله او محمد حنیف اتمر ټاکنیزې ډلې یادولی شو، دوی به په راتلونکو ټاکنو کې د بریا په موخه کلکه مبارزه او یو د بل سیالي وکړي.
دویم: د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره په رامخته شوو ټاکنیزو ډلو کې د ځینو ډلو د بریا چانس کم برېښي. اوسمهال هم ښایي په دغو ۱۸ ټاکنیزو ډلو کې ځینې ډلې مخکې له ټاکنو له خپلې نوماندۍ د نورو ډلو په ګټه تېرې شي او ځینې ښایي چې په ټاکنو کې هم خپل بخت و ازمویي.
سیالۍ کوونکې ټاکنیزې ډلې
د محمد اشرف غني ټاکنیزه ډله: محمد اشرف غني له امرالله صالح او محمد سرور دانش سره یو ځای د «دولت جوړوونکې» ټاکنیزې ډلې په نوم د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د سیالۍ میدان ته را مخته شوی دی.
امرالله صالح په راتلونکو ټاکنو کې د اشرف غني لومړی مرستیال دی، خو په مختلفو ټاکنیزو ډلو کې د جمعیت اسلامي وېشل شوي حالت ته چې ګورو، ښایي امرالله صالح دومره رایه غني ته را نه وړي. همدارنګه سرور دانش یې د هزاره قوم د رایې د تر لاسه کولو په موخه له ځان سره درولی؛ خو په اوسمهال کې د هزاره قوم رایه هم تر ډېره وېشل شوې ښکاري؛ ځکه محمد محقق له حنیف اتمر او کریم خلیلي له عبدالله عبدالله سره ولاړ دي او په هزاره قوم کې همدا دوه کسان تر نورو د ډېر نفوذ خاوندان بلل کېږي.
پر دې ټولو سربېره، کوم څه چې د اشرف غني ډلې د بریا چانس زیاتوي، هغه د ده د حکومت په رأس کې قرار لرل، په مرکزي ریاستي نظام ټینګار او د اجرایه ریاست له منځه وړل دي. بل مهم او اساسي ټکی چې د اشرف غني د بریا چانس یې ډېر کړلو هغه د شنونکو په آند د ټاکنو ځنډ دی، اشرف غني په ټاکنو کې ځنډ د څو عواملو لپاره راوست؛ اول دا چې خلکو ته وښیي چې په ۱۳۹۷ لمریز کال کې د افغانستان داخلي عواید ۱۹۳ میلیارده افغانیو ته لوړ شوي چې د تېر کال په پرتله ۱۲ سلنه زیاتوالی ښيي. همدارنګه په تېر ۱۳۹۷ لمریز کال کې حکومت ۹۳ سلنه بودجه مصرف کړې چې د دې ساری په تېرو اتلسو کلونو کې نه لیدل کېږي او د یادولو وړ ده چې د افغانستان صادرات د بل هر وخت په پرتله لوړ شول او په ۱۳۹۷ لمریز کال کې ۸۰۰ میلیونو ډالرو ته ورسېدل، د دولتي ادارو د کمپلکس افتتاح، د ازادۍ د ورځې لپاره د پراخو ترتیباتو او په ډېره بېړه باندې د دارالمان قصر رغول او داسې انګېرل کېږي چې په راتلونکې میاشت کې افغان حکومت د پیسو له نړیوال صندوق ( IMF) نه 8.3 میلیارد ډالره پور اخلي چې په دې پیسو باندې ځینې لویې پروژې، تر ټاکنو مخکې جمهور رییس محمد اشرف غني افتتاح کړي، نو حالاتو ته په کتو سره د اشرف غني د ټیم د ګټلو چانس ډېر ښکاري.
د عبدالله عبدالله ټاکنیزه ډله: راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته عبدالله عبدالله د جمعیت اسلامي، جنبش اسلامي او وحدت اسلامي ګوندونو له لوري رامخته شوی نوماند دی. د ده په ټاکنیزه ډله کې جنرال دوستم، محمد کریم خلیلي او صلاح الدین رباني قوي سیاسي او قومي ملاتړ لرونکې څېرې دي.
د جنرال دوستم او کریم خلیلي له ملګرتیا ورهاخوا، د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې د قوت درېیم ټکی د جمعیت اسلامي په انسجام پورې اړه لري. که څه هم په اوسمهال کې د جمعیت اسلامي مهم غړي د راتلونکو ټاکنو لپاره په مختلفو ټاکنیزو ډلو کې تیت او غیر منسجم ښکاري، خو د دغه حزب اجرایي مشر صلاح الدین رباني بیا عبدالله عبدالله د جمعیت اسلامي یوازینی رسمي نوماند اعلان کړی. که په رښتیا هم جمعیت اسلامي ته هر منسوب غړی د خپل ټیم لپاره صادقانه کار او کمپاین وکړي، بیا نو له اشرف غني سره د عبدالله عبدالله سیالي سخته ده. پر دې ټولو سربېره، کوم څه چې د عبدالله عبدالله ډلې ته ځواک ورکوي او د بریا چانس یې زیاتوي، هغه په برحاله حکومت کې د ده شتون دی.
د محمد حنیف اتمر ټاکنیزه ډله: ولسمشریزو ټاکنو ته د ۱۸ نوماندانو په منځ کې ظاهراً د حنیف اتمر د ټاکنیزې ډلې جوړښت تر نورو ځواکمن ښکاري. د «سولې او اعتدال» تر شعار لاندې ټاکنیزه ډله کې د اتمر لومړی مرستیال محمد یونس قانوني د جمعیت اسلامي مطرح غړی دی او محمد محقق بیا د اجرایه ریاست دویم مرستیال او په هزاره قوم کې ډېر نفوذ لرونکی شخص دی. همدارنګه د «سولې او اعتدال» په ډله کې عطامحمد نور، اسمعیل خان، وحیدالله سباوون، حضرت عمر زاخېلوال، سید حامد ګیلاني او ځینې نورې مطرح سیاسي څېرې هم ګډون لري، چې دغه ډله یې نوره هم ځواکمنه کړې ده، خو په دې وروستیو کې د عطامحمد نور او یونس قانوني له حنیف اتمر سره جدي اختلافات منځ ته راغلي، داسې انګېرل کېږي چې کېدای شي د سولې او اعتدال له ټیم نه عطامحمد نور او یونس قانوني لاره بېله کړي چې په دې سره د سولې او اعتدال ټیم د بیا وېشل کېدو امکان هم شته دی.
د ګلبدین حکمتیار ټاکنیزه ډله: د حزب اسلامي افغانستان رهبر، ګلبدین حکمتیار چې په ۱۳۹۶لمریز کال کې یې د افغان حکومت او بهرنیانو پر ضد خپله وسله واله مبارزه پرېښوده، اوس ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند دی. حکمتیار د افغانستان په سطحه یو اسلامپاله جهادي او سیاسي رهبر دی او لا هم د افغانانو ترمنځ څه ناڅه محبوبیت لري، پر همدې اساس ښایې یوه اندازه رایې په ځانګړې توګه د اسلامپالو رایې له نورو نوماندانو څخه را کسر کړي، خو د بریا چانس یې په مجموع کې کم ښکاري.
دا ځل ټاکنې په داسې وخت کې کېږي چې د طالبانو او امریکا تر منځ مخامخ خبرې روانې دي او د سولې راتلو ته د هر بل وخت په پرتله هیلې زیاتې شوې دي. تېره اونۍ د افغانستان پخواني جمهور رییس حامد کرزي وویل: «د هېڅ کومې ډلې نه حمایت نه کوم، ماته سوله لومړیتوب لري، لومړی باید سوله وشي بیا ټاکنې او له دوی (ټاکنیزو ټیمونو) نه مې هم دا غوښتنه ده چې په سوله باندې تمرکز وکړي». همدارنګه ډېری افغان سیاسیون هم په دې نظر دي چې سوله لومړیتوب ده. باید د ټاکنو پر ځای سولې ته لومړیتوب ورکړل شي. یوازې حاکم ټیمونه غواړي چې ټاکنې تر سره شي او وایي چې سوله زموږ هم لومړیتوب ده؛ خو سوله به راتلونکی حکومت کوي. پورته ذکر شوي عوامل هغه څه دي، چې د ټاکنو پر پیل شوي کمپاین باندې یې سیوری غوړولی دی.
ستونزمنې ټاکنې او کړکېچن وضعیت
۱– ټاکنیزې ستونزې
الف- د ټاکنو کمېسیون
د ۱۳۹۳لمریز کال له جنجالي ټاکنو را وروسته، د ملي یووالي حکومت د مشرانو ترمنځ له شوو هوکړو څخه یو هم په ټاکنو کمېسیون کې د نوو کسانو ګومارل وو. دغه کمېسیون د ۱۳۹۷لمریز کال د ولسي جرګې ټاکنې له دری کلن ځنډ وروسته په ډېر خراب شکل او وضعیت کې وکړې. د ولسي جرګې د ټاکنو پر مهال کمزوری مدیریت، فساد او پراخې درغلۍ ټول هغه موارد وو چې له کبله یې پایلې پنځه میاشتې وروسته اعلان شوې او د دغه کمېسیون د رهبرۍ ضعف په ښه توګه ترې معلوم شو چې د دغو ستونزو له کبله جمهور رییس محمد اشرف غني د یوه فرمان له مخې په کمېسیون کې تغیرات راوستل. په پایله کې نويو کسانو د کمېسیون چارې په واک واخیستې او کار یې پیل کړ، خو دا تغیرات هم داسې ښکاري چې د حاکمو (دولت جوړونې او همپالنې) ټیمونو لخوا خپل کسان پکې ځای پر ځای شوي دي. نو دې حالت ته په کتو، د راتلونکو ټاکنو پر وړاندې یو ستر خنډ د ټاکنو اوسنی کمېسیون دی.
ب- ټاکنیز نظام
د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې له بایومټریک دستګاوو څخه کار واخیستل شو، خو د ټاکنو کمېسیون ونه توانېد چې دغه سیسټم په سمه توګه مدیریت کړي. په دې برخه کې د بایومټریک دستګاوو تخنیکې ستونزې او د بایومټریک په اړه د خلکو نه پوهاوی، هغه موارد وو چې دغه سیسټم یې له ستونزو سره مخ کړی و. د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو پر وړاندې یوه لویه ستونزه همدا ده. که د ټاکنو کمېسیون بیا هم په دې برخه کې د ولسي جرګې د ټاکنو په شان ناکام پاتې شي او بایومټریک سیسټم منظم نه کړای شي، د ولسمشریزو ټاکنو جنجال به هم د ولسي جرګې له تېرو ټاکنو کم نه وي.
د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې اوسنۍ کاغذي تذکرې د نوملیکنې لپاره اصلي سند ګڼل کېده، چې له کبله یې زیاتو درغلیو ته لاره هواره شوه او د ولسي جرګې په ټاکنو کې زرګونو کسانو جعلي تذکرې وکارولې. دا ستونزه یوازې د برېښنایي تذکرو د وېش په واسطه حل کېدونکې ده، خو دا چې تر اوسه ډېرو کمو افغانانو برېښنایي تذکرې تر لاسه کړې دي او د وېش لړۍ یې محدوده او ورو ده، خامخا به په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې هم له دغې ستونزې سره مخ اوسو.
۲– د ملک حالات
الف- د امریکا- طالبانو خبرې
په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو په موخه له تېرو څو میاشتو راهیسې د امریکا او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې روانې دي. تر اوسه پورې د امریکا او طالبانو تر منځ اووه ناستې شوې دي چې دواړه لوري د پرمختګ خبره کوي او وایي چې په ډېری برخو کې د نظر توافق شته او هیله یې ښودلې چې د سپټمبر تر اوایلو پورې به نسبي پایلې ته سره ورسېږي. د سولې په دغو خبرو کې که امریکا او طالبان د جګړې د پای ته رسولو هوکړې ته رسېږي، نو ښایي ټاکنې ونه شي. تر اوسه پورې طالبانو له افغان حکومت سره مخامخ خبرې رد کړې دي. تېره اونۍ د طالبانو ویاند په خپره کړې اعلامیه کې وویل چې دوی له حکومت سره د حکومت په حیث نه، بلکې د یو جهت په ډول له امریکایانو سره تر توافق وروسته خبرو ته کېني.
همدارنګه د زمري په ۸مه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په واشنګټن کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې چې ټرمپ ورته امر کړی، چې د ۲۰۲۰ ز کال تر ټاکنو پورې چې په امریکا کې کېږي، په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شمېر را کم کړي. هغه زیاته کړه: «ټرمپ په دې برخه کې هېڅ شک نه دی پرېښی او هغه راته ویلي چې دا جنګ ختم کړه». کله چې جمهور رییس ټرمپ د افغانستان لپاره خپله ستراتېژي اعلان کړه، هغه وویل: «دا ستراتېژي به پر حالاتو باندې تکیه ولري، نه پر کوم تقسیم اوقات باندې»، خو نن ورځ نوموړی خپل د بهرنیو چارو وزیر ته امر کوي چې تر ټاکنو مخکې باید خپل سرتېري له افغانستان څخه وباسي. له دې معلومیږي چې سپینه ماڼۍ هم سولې ته لومړیتوب ورکوي، نه ټاکنو ته؛ نو له همدې کبله ډېر امکان شته چې ټاکنې ونه شي.
ب- خراب امنیتي وضعیت: پر دې سربېره، د هېواد روان امنیتي وضعیت د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو پر وړاندې یوه لویه ننګونه ده. د سیګار د راپور پر اساس، اوسمهال د افغانستان شاوخوا ۴۵ سلنه خاوره د حکومت له کنټروله وتلې ده. دغه راز د دولت تر کنټرول لاندې سیمو کې هم پوره امن نشته، دا وضعیت به د ټاکنو سرتاسري والی او شفافیت تر پوښتنې لاندې راولي.
ج- مالي ستونزې: د ټاکنو د تر سره کېدو ټولټال مصرف ۱۵۰ میلیونه ډالره اټکل شوی. په لومړیو کې د حکومت هڅه او هیله دا وه چې د ټاکنو د تر سره کېدو مصرف له بهرنیو مرسته کوونکو هېوادونو څخه تر لاسه کړي، خو یوازې په افغانستان کې د امریکا سفارت، ملګرو ملتونو او نړیوال بانک ورته ۶۰ میلیون ډالره ومنل؛ پاتې ۹۰ میلیون ډالره حکومت د هغو ۱۵۴ پراختیايي پروژو بودجه ټاکنو ته ځانګړې کړه، چې په ۱۳۹۸ لمریز کال کې یادو پروژو ته ځانګړې شوې وه، خو ولسي جرګې د ۱۳۹۸ لمریز کال د نیمایي کال بودجه رد کړه او له مالیې وزارت نه یې په دې اړه د وضاحت غوښتنه وکړه، نو په مالي برخه کې هم حکومت د ټاکنو په تر سره کېدو کې له مشکلاتو سره مخ کېدلای شي.
د- همغږی نشتون: د حکومت، ټاکنیزو ډلو، ملي شورا او خلکو ترمنځ د همغږۍ نشتون هغه څه دي، چې کېدای شي د ټاکنو پر وړاندې خنډ شي. د افغانستان ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوونکې ټاکنېزې ډلې او د اجرایه مشر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې په خپلو کمپایني غونډو کې له دولتي سرچنیو او امکاناتو ګټه اخیستې چې په وینا یې، دا له ټاکنیزو اصولو ښکاره سرغړونه ده. همدارنګه د کاندیدانو شورا چې ۱۲ ټیمونه یې غړیتوب لري، په خپره کړې اعلامیه کې ګواښ کړی چې که د دولت جوړونې او همپالنې ټاکنیزو ډلو له لوري په خپلو کمپایني غونډو کې له دولتي سرچینو او امکاناتو ګټه اخیستنه دوام وکړي، دوی به له ټاکنو سره پرېکون اعلان کړي.
همدارنګه د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني له خلیلزاد سره په لیدنه کې ویلي چې اوسمهال د افغانانو لپاره تر هرڅه اړینه سوله ده او د خلیلزاد په مشرۍ یې د امریکایانو خبرې له طالبانو سره هیله بښونکې وښودې او ډاډ یې ورکړ چې ولسي جرګه د دې خبرو پوره ملاتړ کوي.
په ټوله کې افغانان د ټاکنو تېرو برخلیکونو ته په کتو، د جګړې زیاتوالی او په اوس کې د امریکا –طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو اترو پیل ته خوښ ښکاري. ډېری یې په دې نظر دي چې سوله په ټاکنو مقدمه ده، باید ټول لوري په دې اړه کوټلي ګامونه واخلي.
پایله
امریکا او طالبان؛ دواړه لوري د بل هر وخت په پرتله د سولې خبرو ته لېواله دي. د امریکا جمهور رییس د افغانستان د جګړې ختم غواړي، علت یې هم د ۲۰۲۰ ز کال ټاکنې دي او طالبانو که څه هم په کوچني اختر کې په دری ورځني اوربند سره وښوده، چې په روانه جګړه کې لا هم تر ټولو پياوړی ځواک او مهم لوری همدا ډله ده، خو بيا هم په سیمه کې روان تغیرات او په نړیواله سطحه د داعش ډلې لپاره کمپاین چې په افغانستان کې پراخ حضور لري، دا او دې ته ورته موضوعات هغه څه وو چې له امله یې طالبان د جګړې په ډګر کې د خپل رول د پيکه کېدو په وېره کې دي. دا په داسې حال کې ده چې امریکا له طالبانو سره پایلې ته د رسېدو لپاره د سپټمبر میاشتې لومړۍ نېټې ټاکلې چې پایلې ته به رسیږي. په ورته وخت کې د ولسمشریزو ټاکنو ټاکنیز کمپاینونه پیل شوي چې حاکمو ټیمونو په ډېره تېزۍ سره خپل کمپاینونه روان کړي او د ټاکنو تر سره کېدو ته ژمن دي او سوله په راتلونکي حکومت پورې تړلې بولي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې جګړې زور اخیستی، د يوناما د راپور په اساس چې د اسد په اتمه یې خپور کړی، د روان زېږديز کال په لومړيو شپږو مياشتو کې ۳۸۱۲ ملکيان مړه او ټپیان شوي دي. يوناما وايي، د ۲۰۱۹ ز کال په لومړۍ نیمايي کې د طالبانو لخوا د ملکي کسانو وژنه د ۲۰۱۸ ز کال د لومړۍ نيمايي په پرتله ۴۳ سلنه لږه شوې، خو د حکومت پلوه ځواکونو لخوا د ملکي کسانو د وژنې کچه ۳۱ سلنه لوړه شوې چې تر ډېره د هوايي بریدونو له امله ده.
نو دې ټولو حالاتو ته په کتو، دا جوتېږي چې په موجوده وخت کې د افغانستان لپاره لومړیتوب سوله ده، نه ټاکنې. هیله ده چې حاکمه ډله د واقعیت په پام کې نیولو سره، ټاکنې د سولې پر وړاندې د یوې وسیلې په حیث ونه کاروي.