وسله والو طالبانو راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې رد کړې او ګواښ یې کړی چې مخه به یې ونیسي. د طالبانو لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا یوه نمایشي پروسه ده چې واک یې له بهرنیانو سره دی او د افغانانو خوښې ته پکې ارزښت نه ورکول کېږي. طالبانو پر ټاکنیزو هڅو د بریدونو ګواښ کړی او له خلکو یې غوښتي چې په دغو فعالیتونو کې ګډون ونه کړي.
طالبان دا اعلامیه داسې مهال خپروي چې ټاکل شوې په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ ژر د سولې یو هوکړه لیک لاسلیک شي. دا هوکړه لیک به د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهالوېش او د چا پر ضد د افغان خاورې پر نه استعمال را څرخي. له دې سره په څنګ کې به طالبان اوربند ته غاړه ږدي او د افغانستان د راتلونکي نظام او نورو اړوندو مسایلو په اړه به له افغانانو سره خبرې پیلوي.
ټاکنو ته د سولې پر وړاندې د یو خنډ په سترګه کتل کېږي. ځینې کسان فکر کوي چې ولسمشر غني او ملګري یې په سوله کې خپل سیاسي ژوند پای ته رسېدلی ګڼي، نو له همدې امله غواړي ټاکنې وکړي، صندقونه ډک کړي او خپل واک وغځوي. دا نظر یوازې د ولسمشر غني په سیاسي مخالفینو کې نه دی، بلکې دا دي طالبان هم په واضحو ټکو وايي چې ټاکنې د واک د غځولو یوه هڅه ده. له دې روښانه معلومېږي چې طالبان هم ټاکنې د سولې پر وړاندې خنډ بولي او ان د مخنیوي لپاره یې د بریدونو ګواښ هم کوي.
ټول پوهېږي چې راتلونکې ټاکنې به نه سراسري وي، نه به عادلانه وي او نه به هم شفافې؛ خو بیا هم پرې ټینګار کیږي. که د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک کېږي، که طالبان اوربند کوي او بینالافغاني خبرې پیلوي، نو ولې باید ورته ټاکنې ونه ځنډول شي؟
که تصور دا وي چې طالبان دې راشي او د ولسمشر غني تر مشرۍ لاندې حکومت کې یوه برخه واک دې واخلي، دا له یوه اړه اړخه ناشونې ده او له بله اړخه په واضح ډول د سولې مخالف دی. طالبانو ته خو اتلس کاله همدا چیغې وشوې چې راشئ، اساسي قانون ومنئ، په ټاکنو کې برخه واخلئ، د تېرو اتلسو کلونو لاسته راوړنې ومنئ، په حکومت کې به ونډه درکړو… خو طالبانو بیا بیا دا چاره رد کړه. اوس د ولسمشر غني دریځ د همدغو غوښتنو تکرار دی چې طالبان یې نه مني. کله یې چې طالبان نه مني، مانا یې دا ده چې جګړه به دوام کوي.
که عقلانیت وي، که څوک رښتیا سوله غواړي، که څوک د افغانستان په اړه فکر کوي، که د واک د دوام لېونۍ مینه نه وي، نو حللاره ساده ده. پکار ده چې پر سوله ټینګار وشي. د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له هوکړې وروسته دې پر بینالافغاني مذاکراتو ټینګار وشي، ټاکنې دې وځنډول شي او چې کله افغانان هوکړې ته ورسېدل، نو بیا په رښتینې مانا په ټول هېواد کې سراسري، عادلانه او رڼو ټاکنو ته لاره هوارېدلی شي.