پر ډېرو ګټو سربېره، انګور وېټامین اې او وېټامین سي، معدني مواد لکه کلسیم، اوسپنه او پوتاشیم هم لري. دغه مواد د انسان د روغتیا لپاره اړین بلل کېږي. د انګورو له استعمال سره د ساه بندۍ ناروغي له منځه ځي، چې پر دې سربېره، د هډوکو په پیاوړي کولو کې هم خاص ارزښت او اهمیت لري. انګور کولی شي د انسان هډوکي پیاوړي او غښتلي کړي. په دغه میوه کې په زیاته اندازه انتي اکسیدان هم شته، چې انسان د لویو کولمو له ناروغۍ، سرطان، زړه ناروغۍ، عصبي ناروغیو او الزایمر له ناروغیو څخه ژغوري.
همدا راز په انګورو کې شته اوسپنه، مس (Copper) او مګنیزیم انسان د وینې له کمښت څخه ژغوري. انګور د ځینو ځانګړو خواصو په درلودلو سره د سرطان په څېر د خطرناکې ناروغۍ مخه هم نیسي، بدن د دې ناروغۍ پر وړاندې مقاومت پیدا کوي او د سرطان تولیدوونکې حجرې له منځه وړي. یوې څېړنې ثابته کړې چې په ورځني ډول انګور خوړل په ښځینهوو کې د سینې د سرطان مخه نیسي چې پر دې سربېره، د سرطان له نورو ډېرو ډولونو څخه هم مخنیوی کوي.