پرون الجزیزې ټلوېزیون د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړ چې په قطر کې طالب او امریکايي استازو پر ۱۴ میاشتني انتقالي حکومت هوکړه کړې ده. الجزیزې د خپلو سرچینو په حواله زیاته کړې وه چې اوس طالبان او امریکا د دغه حکومت د تمویل پر لارو چارو بحث کوي، خو طالبان له دې سره مخالف دي چې دا حکومت دې د امریکا په مرستو وچلیږي. وروسته د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین دا خبر رد کړ او اوازه یې وګڼله.
پوښتنه دا ده چې رښتیا موقت یا انتقالي حکومت د خبرو برخه دی او د دې څومره شونتیا شته چې پر انتقالي حکومت دې هوکړه وشي؟
الجزیره ټلوېزیون په دوحه کې دی، د طالبانو او امریکا خبرې هم په دوحه کې روانې دي. کله چې الجزیره خبر ورکوي، اټکل کېدلی شي چې سرچینې به یې لوړپوړي قطري چارواکي وي او خبر به د دې لپاره ورکوي چې الجزیره لومړنی خبر خپور کړي. قطري چارواکي او د الجزیرې مشران به د سولې د خبرو په اړه داسې څه نه خپروي چې د دوی تصویر ته زیان ورسوي. د الجزیرې له خوا د دغه خبر خپرول او ځینې نور معلومات هم ښيي چې موقت یا انتقالي حکومت د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو برخه دی او په دې اړه جدي بحثونه شوي دي.
اوښ ښايي پوښتنه دا وي چې طالبان او امریکا ولې دا خبر ردوي؟
طالبانو ویلي چې له امریکا سره پر هغو مسایلو خبرې کوي چې په امریکا پورې اړه لري او د افغانستان پر کورنیو چارو له امریکا سره خبرې نه کوي. دا د طالبانو رسمي دریځ دی، خو واقعیت دا دی چې دوی له امریکا سره پر ډېرو افغاني مسایلو هم خبرې کوي. اوس چې طالبان له امریکا سره پر موقت حکومت خبرې او توافق ردوي، لامل یې هم دا دی چې دا چاره د دوی له دریځ سره ټکر لري. له بله اړخه امریکا هم نه غواړي خلکو ته وښيي چې دوی د افغانستان په اړه پرېکړې کوي. له بله اړخه خبرې تر اوسه داسې روانې دي چې دواړه اړخونه معلومات پټ ساتي. له همدې امله د طالبانو او امریکا ترمنځ پر موقت یا انتقالي حکومت له خبرو سره سره دواړه اړخونه دا خبر ردوي.
د سولې لپاره د موقت یا انتقالي حکومت اړتیا هم شته. کله چې د طالبانو او امریکا ترمنځ هوکړه وشي، طالبان به بین الافغاني خبرې پیلوي. که په بین الافغاني خبرو کې توافقات کېږي، نو دا به څوک عملي کوي!؟ د اشرف غني تر مشرۍ لاندې حکومت طالبانو ته د منلو نه دی او آن د حکومت په توګه ورسره خبرې نه کوي. دغه راز د غني حکومت د سولې خلاف دریځ لري او باور پرې نه شي کېدای. له بله اړخه د توافقاتو د عملي کولو، د اساسي قانون لپاره د ټولپوښتنې یا لویې جرګې او دغه راز د ګڼو نورو چارو لپاره د یو لنډمهالي حکومت اړتیا ده. سوله او بیا د یوه داسې حکومت لور ته تګ چې ټول اړخونه پرې توافق وکړي، له موقت یا انتقالي حکومت پرته ناشوني دي. البته د انتقالي یا موقت حکومت مانا دا نه ده چې نظام به ړنګېږي او هر څه به له سره جوړېږي، بلکې مانا یې دا ده چې د حکومت مشران، وزیران، والیان او نور لوړپوړي چارواکي به ګوښه کېږي او پر ځای به یې ناپېیلي او یا داسې کسان راځي چې د طالبانو په ګډون د ټولو اړخونو لپاره د منلو وړ وي.
همدغو اړتیاوو ته په کتو سره موقت یا انتقالي حکومت یو جدي بحث دی، خبرې پرې روانې دي او باید خبرې پرې وشي، څو د سولې د توافقاتو د عملي کولو او یو دایمي او پیاوړي نظام، امن او سولې ته لاره هواره کړي.