د هرې لاسته راوړنې بنسټ لومړی فکر کول دي؛ کله چې د یوه شي په اړه فکر کوی، احساس به ورسره پیدا کړی، کله چې یې په اړه ډېر احساس وکړی، په اقدام لاس پورې کوی او هغه دي چې په پایله کې به یې لاسته راوړی. نو کله چې غواړی معلومه نتیجه لاسته راوړی، ښه ده چې د ځان لپاره معلومه موخه وټاکئ.
خو که یوازې (فکر) وکړی او (احساس) ولری، خو اقدام ونه کړی، نو تاسو یوازې هیله لری او بس؛ خو کله چې غواړی هدف ته د رسېدو مسوولیت پر خپله غاړه اخلی او عملي اقدام کوی، هغه وخت بیا تاسو د هدف درلودونکي یئ.
کېدای شي ووایاست: زما هدف دا و چې په کانکور کې بریالی شم، درس مې ولوست، مطالعه مې وکړه، خو بیا هم بریالی نه شوم. زه وایم دغه هدف ته درسېدو مسوولیت ستا پر خپله غاړه و، د دې پر ځای چې ګیلې او فریادونه وکړې او له خپله بخته نالښت وکړې، هغه لارې چارې باید ولټوې او په ګوته یې کړې چې څه ډول درس باید ولولم، څو په کانکور کې بریالی شم.