د ټاکنو کمېسیون وايي چې امنیتي ادارو ورته ویلي چې د (۴۳۱) نورو مرکزونو امنیت هم نه شي ټینګولی او په دې ډول به د ټاکنو په ورځ یوازې (۴۹۴۲) مرکزونه پرانیستي وي. د ټاکنو کمېسیون د افغانستان په هغه برخه کې چې ټاکنې پکې د دوی په نظر ممکنې وې، (۷۳۸۵) مرکزونه په پام کې نیولي وو، خو اوس ویل کېږي چې شاوخوا (۲۴۰۰) نور مرکزونه به هم بند وي. وېره ده چې که امنیتي ګواښونه همداسې وي، نو تر ټاکنو پورې ښايي ډېر نور مرکزونه هم بند شي. له بله اړخه په ډېرو هغو سیمو کې به هم امنیتي ګواښونه وي چې مرکزونه پکې پرانیستي دي. په دې ډول به میلیونونه افغانان د ناامنۍ له امله په ټاکنو کې برخه وا نه خلي.
اوس پوښتنه دا ده چې ټاکنې به چېرته کېږي او څوک به پکې برخه اخلي؟
یوازې ناامني هم نه ده، ډېر نور لاملونه هم شته چې خلک په ټاکنو کې برخې اخیستو ته زړه نه ښه کوي. خلک له یوه اړخه پر ټاکنو باور نه لري، ځکه هر ځل چې په افغانستان کې ټاکنې شوې، د ستونزو د حل پر ځای یې ستونزې ډېرې کړې دي. هر ځل ټاکنې له درغلیو، فساد، د بهرنیانو له لاسوهنې او ناقانانونۍ ډکې وې. خلکو د ۲۰۱۴ ز کال د ولسمشرۍ او بیا د ۲۰۱۸ ز کال د ولسي جرګې ټاکنې نه دي هېرې کړې. له همدې امله پر ټاکنو باور نه لري او برخه پکې نه اخلي. خلک پر دې هم پوهیږې چې د دوی رایې ته نه پخوا اهمیت ورکړل شوی و او نه به هم اوس ارزښت ورکړل شي. له همدې امله غوره ګڼي چې په ټاکنو کې برخه وانه خلي.
له بله اړخه خلک سوله تر ټاکنو غوره ګڼي. دوی غواړي سوله وشي. ټاکنو ته د واک د دوام په سترګه کتل کېږي چې د سولې پر وړانډې به خنډ جوړوي. همدغه احساس او درک چې ټاکنې د سولې پر وړاندې خنډ جوړوي، خلکو ته دا فکر ورکړی چې باید پر سوله تمرکز وکړي او د ټاکنو پر خلاف ودرېږي. موږ د ولایتونو او ناامنو سیمو خبرې نه کوو، په کابل کې هم ډېر خلک په ټاکنو کې برخې اخیستو ته زړه نه ښه کوي. یوازې خلک هم نه دي، بلکې له ولسمشر غني پرته ټول کاندیدان د سولې خبرې کوي. ټول وايي چې که سوله کېږي، دوی له ټاکنو تېر دي او آن ځینې کاندیدان په شدت د سولې پلویان دي او د موقت حکومت د جوړېدو خبرې هم کوي. له همدې امله د ټاکنو خلاف او د سولې د ملاتړ فکر اوس نه یوازې په ولس کې پیاوړی دی، بلکې کاندیدان هم د دې فکر پلویان دي.
را روانې ټاکنې د اساسي قانون او جمهوریت خلاف هم دي، ځکه خورا کم خلک به پکې برخه واخلي. که د سولې بحث هم نه وي، که ټاکنې و هم شي، خو بیا به هم ډېر کم خلک په ټاکنو برخه واخلي چې دا به له ۲۰۰۱ ز کال وروسته په ټاکنو کې د خلکو د کم ګډون له امله بې سارې ټاکنې وي. په دې ډول به د اساسي قانون هغه احکام نه وي عملي شوي، چې د ټاکنو په اړه یې لري. د کمو خلکو ګډون، پراخ فساد، درغلۍ او ناقانونۍ هغه څه دي چې راتلونکې ټاکنې ګواښي.