ټاکل شوې چې په روانه اونۍ کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک لاسلیک شي. د دې هوکړې په اړه ډېر جزیات نشته، خو هوکړه شوې چې ژر به د افغان پلاوي او طالبانو ترمنخ د خبرو لړۍ پیل شي. ټاکل شوې چې له کابل څخه یو ۱۵ کسیز پلاوی په دې خبرو کې برخه واخلي چې اووه غړي به یې حکومتي او اته به یې هم د سیاسي ګوندونو، مدني ټولنې او نورو قشرونو استازیتوب کوي.
که څه هم ولسمشر غني وايي چې پلاوی نهايی شوی، خو حکومت په رسمي ډول نه دي ویلي چې په دې پلاوي کې به څوک وي. ویل کېږي چې په دې پلاوي کې سلام رحیمي، رنګین دادفر سپنتا، عبدالحکیم منیب، محمد ناطقي، نادر نادري، حاجي دین محمد، حفیظ منصور، عالم خلیلي، عطاالله لودین، انوارالحق احدي، باتور دوستم، شاه ګل رضايي، حبیبه سرابي، لطف الله نجفي زاده او د حزب اسلامي یو غړی شامل دی، خو دا لېست رسمي سرچینو نه دی تایید کړی.
په دې تېرو څو ورځو کې په ارګ کې د دې پلاوي د ځینو غړو ترمنځ غونډې شوې او پر دې بحث شوی دی چې دوی به له طالبانو سره پر څه او څه ډول خبرې کوي. هڅه شوې چې د دې پلاوي دریځ واحد شي او په خپل منځ کې همغږي ولري، خو ځینو کسانو له دې امله په دغو غونډو کې ګډون نه دی کړی، چې په خبره یې مشري یې حکومت کوله. د دغه پلاوي ځینو غړو ته ویل شوي وو چې ارګ ته ورشي او د سلام رحیمي په مشرۍ په غونډو کې برخه واخلي، خو د سلام رحیمي په مشرۍ اعتراض شوی او ځینو په دې غونډه کې برخه نه ده اخیستې.
که څه هم د افغان پلاوي په ټاکلو کې خلیلزاد د پرمختګ او بریا خبره کړې وه، خو څو ورځې وړاندې د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین د دې چارې په نه بشپړېدو نیوکې کړې وې. ستونزه یوازې دا نه ده چې حکومت د دې پلاوي غړي نه دي اعلان کړي، بلکې ستونزه دا ده چې معلومه نه ده، طالبان له داسې پلاوي سره خبرې مني چې مشري یې حکومت وکړي او که نه. طالبانو پخوا له حکومت سره د حکومت په حیث خبرې رد کړې دي، خو وايي چې حکومت د نورو په شان د یوه سیاسي اړخ په حیث مني او خبرې ورسره کوي. اوس پوښتنه دا ده چې خلیلزاد له حکومت او طالبانو سره دا ستونزې حل کړې دي؟ ایا طالبان مني چې له حکومت سره د حکومت په حیث خبرې وکړي، که حکومت به د یوې سیاسي ډلې په توګه خبرو ته ورځي؟ ایا طالبان مني چې د دې پلاوي مشري حکومت وکړي؟ ایا طالبان د پلاوي دا ترکیب مني؟ په کور دننه له سیاستوالو سره د دې پلاوي پر ترکیب او څرنګوالي بحث شوی؟ دا او دې ته ورته نورې پوښتنې شته چې لا هم نه دي حل شوې او خلک نه پوهیږي چې څه شوي او څه به کېږي.
بین الافغاني خبرې ډېرې مهمې دي او پکار ده چې جدي وګڼل شي، ځکه که د طالبانو او امریکا ترمنځ هوکړه کېږي، خو که په بین الافغاني خبرو کې ستونزې وي، نو دا زموږ لپاره خطرناکې پایلې لرلی شي. له همدې امله د افغاني پلاوي غړي، ترکیب، صلاحیتونه او هر څه باید روښانه شي. دغه راز پکار ده چې له طالبانو سره د پلاوي په اړه تفاهم وي. د دې تر څنګ په کور دننه هم باید د دې پلاوي په اړه توافق وي، چې بیا یې پایلې ټولو ته د منلو وړ وي.