د خوښ اوسېدو یو راز بښنه ده. کله چې له چا سره کینه کوی، په اصل کې تاسو په خپل وجود کې منفي احساساتو، لکه غوسې ته روزنه ورکوی. هڅه وکړئ چې زړه مو له کینې څخه پاک کړی. مهرباني کولای شي د هغې بدمرغه کینې ځای ونیسي، چې تاسې له ارام او خوشاله اوسېدو ډېر لرې ساتي.
مهرباني نه یوازې یو ښه عادت دی، بلکې ستاسو د خوشالۍ سبب ګرځي. کله چې تاسو پر نورو خلکو رحم او مهرباني کوی، ستاسو مغز د “سیروتونین” په نوم هورمونونه تولیدوي چې په وسیله یې کولای شی له نورو سره ښه فکري اړیکه ټینګه کړی او په خپله شاوخوا کې د خوښۍ انرژي خپره کړی او ستاسو په څنګ کې چې کوم کسان دي، هغه هم خوښي احساس کړي.
د ستونزو پیدا کېدو په صورت کې خپله توانمندي له لاسه مه ورکوئ. کوښښ وکړئ چې ستونزې مو لاندې نه کړي او داسې و انګیرئ چې ستونزې مو باید د پیاوړتیا سبب شي، د ستونزې په نوم مو په ذهن کې کوم نامه ته ځای مه ورکوئ.