پنجشنبه, مارچ 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

    سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

    ډبلیو ایچ او: د سیمې جګړو افغانستان ته د طبي مرستو بهیر ځنډولی دی

    نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

  • نړۍ

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

    سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

    ډبلیو ایچ او: د سیمې جګړو افغانستان ته د طبي مرستو بهیر ځنډولی دی

    نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

  • نړۍ

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

د افغان سولې بهیر: له پیله تر دې دمه

لیکنه: هارون شفیقي/ بي بي سي- لندن

اگست 28, 2019
in لیکنې
0 0

د افغان سولې مزل اوږد او له لوړو او ژورو ډک دی. تر دې دمه بېلابېلې پروسې د ګاونډیو، نږدې او لرې هېوادونو پر هڅو ولاړې وې، خو تر ډېره یې پایله ځکه نه درلوده چې د امریکا متحده ایالات یا خو ورته چمتو نه وو او یا یې جدي نه ګڼله.

له هغه راهیسې چې دوی له طالبانو سره د قطر په دوحه کې خبرې پیل کړې، چې دا دي نهم پړاو یې اوس روان دی، دا خبرې اوږدې او د ټولو هیلې ورته ټوکېدلې دي. په دې لیکنه کې په تېرو ۱۲ کلونو کې د افغان سولې بهیر ځینو مهمو برخو او پېښو ته اشاره شوې:

افغانستان؛ د سولې اوږد مزل

په کابل کې د امن ګډه جرګه جوړه شوه. ګډونوال یې د افغانستان او پاکستان د قبایلي سیمو اوسېدونکي او له دواړو هېوادونو مخور سیاستوال وو، د دریو ورځو په اوږدو کې د امن ګډې جرګې په یوه اعلامیه کې ترهګري وغندله او د پراخو خبرو او جوړجاړي لپاره یې غږ پورته کړ.

اوباما افغانستان ته پوځیان واستول

نوي ټاکل شوي امریکایي ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر یو لکو ته ورساوه او اعلان یې وکړ چې دغه پوځیان به د ۲۰۱۱ ز کال له جولای وروسته بېرته له افغانستانه ووځي. ناټو هم ۴۰ زره نور پوځیان افغانستان ته واستول او د ۲۰۱۰ ز کال په نومبر کې یې پرېکړه وکړه، چې دوی به په تدریجي ډول له افغانستانه ووځي او د ۲۰۱۴ ز کال په پای کې به د افغانستان امنیت افغان ځواکونو ته وسپاري.

د سولې عالی شورا پیلامه

د ولسمشر حامد کرزي د دویم ځل ولسمشرۍ ټاکنو تر ګټلو وروسته، د ۲۰۱۰ ز کال په جون میاشت کې د ۱۶۰۰ کسانو په ګډون، د سولې ملي مشورتي جرګې کابل کې د سولې د خبرو لپاره د سولې عالي شورا جوړېدو وړاندیز وکړ. طالبانو او حزب اسلامي په دې جرګه کې ګډون ونه کړ او دغه پروسه یې بې ارزښتنه وګڼله.

د برهان الدین رباني وژنه

د سولې عالي شورا مشر برهان الدین رباني او د دې شورا څلور نور غړي په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شول. د ۲۰۱۲ ز کال په مې میاشت کې د سولې عالي شورا مرستیال ارسلا رحماني هم په کابل کې د نامعلومو کسانو له لوري ووژل شو. طالبانو وویل چې د سولې عالي شورا غړو په وژنو کې لاس نه لري.

طالبانو ته په قطر کې دفتر پرانیستل شو

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر پرانیستل شو. امریکا اعلان وکړ چې دوی به مخامخ له طالبانو سره خبرې وکړي. ولسمشر حامد کرزی د امریکا او طالبانو دغو مخامخ خبرو او طالبانو ته د سیاسي استازولۍ په ډول پر دفتر پرانیستو باندې غصه څرګنده کړه. د طالبانو له لوري د اسلامي امارت د بیرغ او نښان کارولو  پر خلاف ولسمشر اعتراض وکړ او له همدې سره د قطر دفتر هم له لنډې مودې وروسته وتړل شو.

د بندیانو تبادله؛ برګدال او پنځه طالب مشران

په افغانستان کې د امریکا یوازینی جنګي بندي بو برګدېل د قطر د حکومت په منځګړیتوب او د پنځو طالب بندیانو په بدل کې راخوشی شو.

بو برګدېل د افغانستان په سویل کې له نظامي مرکزه وتلی او بېدرکه و، وروسته د طالبانو لاس ته ورغی  او له هغوی سره څو کاله بندي و. د امریکا حکومت یې په بدل کې له ګوانتانامو زندانه پنځه لوړ پوړي طالبان خوشي کړل.

د ولسمشریزو ټاکنو ناندرۍ

په ولسمشریزو ټاکنو کې هېڅ کاندید هغومره رایې تر لاسه نه کړې، چې په لومړي پړاو کې بریالی اعلان شي. مخکښ نوماندان اشرف غني او عبدالله عبدالله دویم پړاو ته لاړل.

د ټاکنو کمېسیون د ټاکنو د دویم پړاو د رایو بیا شمېرنه پیل کړه. له دوو میاشتو تفتیش وروسته د کړکېچن حالت د حللارې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري څو ځله کابل ته په سفر راغی.

له څو میاشتو کړکېچن حالت وروسته چې د کورنۍ جګړې وېره هم ورسره وه، د نوماندانو تر منځ د واک د شریکولو او د ملي یووالي حکومت جوړولو هوکړه وشوه. محمد اشرف غني ولسمشر او عبدالله عبدالله اجراییه رییس اعلان شول.

ناټو د عملیاتو ماموریت پای ته ورساوه

ناټو رسماً په افغانستان کې د مخامخ جګړې ماموریت پای ته ورساوه او د ۲۰۱۵ ز کال له جنوري یې نوی ماموریت  او غوڅ ملاتړ پیل کړ، چې تر ډېره یې موخه د افغان ملي ځواکونو روزل دي.

پګواش ادارې د سولې په موخه په قطر کې خبرې پیل کړې

د طالب مرکچیانو او افغان سیاستوالو تر منځ په قطر کې خبرې پیل شوې. خبرې د نړیوالې څېړونکې ادارې پګواش له لوري تنظیم شوې وې. د دې خبرو په لړۍ کې دویم ځل ناسته د ۲۰۱۶ ز کال په جنوري کې وشوه.

د پاکستان په مري کې لومړی ځل طالبانو او افغان لوري خپلو کې سره خبرې وکړې

د طالبانو او افغان چارواکو تر منځ خبرې د مرې پروسې په نوم، اسلام اباد ته څېرمه په مري کې پیل شوې.

د مري پروسې خبرو پیل افغان سولې ته هیله مندي زیاته کړه. داسې بر‎ېښېده چې پاکستان لومړی ځل طالبان مخامخ له افغان چارواکو سره خبرو ته کېنول. دې خبرو کې پاکستان، چین او د امریکا متحده ایالاتو هم برخه درلوده.

د مري پروسې خبرو دویم پړاو هم پلان شوی و، خو د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مړینې له اعلان سره خبرې ګډې وډې شوې.

د ملا عمر مړینه اعلان شوه

طالبانو ومنله چې د دوی مشر ملا عمر څو کاله پخوا مړ شوی. ملا اختر محمد منصور یې ځای ناستی وټاکل شو. له دې خبر سره د طالبانو تر منځ خپلمنځي ستونزې ډېرې شوې، د ۲۰۱۵ ز کال په نومبر کې د ملا محمد رسول په نامه یوه مشر د طالبانو بېله ډله اعلان کړه. ملا اختر منصور هم د ۲۰۱۶ ز کال په مې کې په پاکستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو. مولوي حیبة الله اخندزاده د ملا منصور ځای ناستی ونومول شو.

د سولې څلور اړخیزې غونډې

د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا متحده ایالاتو استازي په اسلام اباد کې سره راټول شول چې له طالبانو سره د خبرو پر میکانیزم کار وکړي. په دې غونډې کې د څلور اړخیزې همغږۍ کمیټه جوړه شوه. دې خبرو څلور پړاوه دوام وکړ، دوی په کابل، بیجینګ او اسلام اباد کې بیا سره کېناستل، خو کومه څرګنده پایله یې نه درلوده.

کابل ته د حکمتیار راستنېدنه

له کلونو مذاکراتو او په پای کې یې له یوه جوړجاړي وروسته، د ملي یووالي حکومت او د حزب اسلامي تر منځ د سولې تړون وشو. ګلبدین حکمتیار د ۲۰۱۷ ز کال په مې میاشت کې کابل ته راستون شو.

ولسمشر ټرمپ او د جګړې د پای هڅه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د جګړې لپاره افغانستان ته د نورو پوځیانو استول اعلان کړل. په ورته وخت کې یې د جنوبي اسیا لپاره خپله تګلاره اعلان کړه، په دې تګلاره کې پاکستان ګوښه شوی ښکارېده. افغانستان د دې تګلارې هرکلی وکړ. په نوې تګلاره کې د ټرمپ د ادارې تاکید پر جګړه و او د ملت جوړونې او افغانستان بیارغونه هغه ټکي وو، چې ترې لرې شوي وو.

د هلمند سولې کاروان هیلې راوټوکولې

له تاوتریخوالي زړه تورو، د هلمند جګړه ځپلو د سولې پرلت پیل کړ. د دوی په بدرګه په ۱۶ نورو ولایتونو کې هم ورته کار وشو. د هلمند د سولې کاروان د جګړې له ښکېلو غاړو د سولې دې پروسې کې ګډون وغوښت. دوی له هلمنده تر کابله او له کابله تر مزاره پلی مزل پیل کړ، په لاره کې جوپه جوپه خلک ورسره یو ځای شول.

د سولې خبرې په مسکو کې

د ځینو هېوادونو استازو په مسکو کې د افغان سولې کانفرانس کې ګډون وکړ. د طالبانو د قطر دفتر غړي او د افغانستان د حکومت له لوري د سولې عالي شورا مرستیال په دې کنفرانس کې ګډون درلود. خبرو کې د امریکا د مسکو سفارت استازیو هم ګډون کړی و.

امریکا او طالبانو په عربي اماراتو کې سره ولیدل

د امریکا او د طالبانو تر منځ د لومړي ځل لپاره مخامخ او رسمي خبرې د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ کې وشوې. خبرو کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ګډون درلود. د افغان حکومت د ملي امنیت سلاکار هم کنفرانس ته د ګډون لپاره تللی و، خو طالبانو له افغان پلاوي سره له لیدو انکار وکړ.

د سولې خبرو اوږد مزل په قطر کې پیل شو

د طالبانو او امریکا تر منځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د شپږو ورځو لپاره د لومړي ځل لپاره خبرې پیل شوې. دا د اتو پړاوونو لومړی هغه و. دې وښودله چې امریکا په افغانستان کې له طالبانو سره د سولې خبرو ته جدي ده. دا ناستې د همدې کال فبروري، اپرېل، جون، جولای او اګست میاشتو کې هم روانې وې.

بین الافغاني خبرې له مسکوه تر دوحې

بین الافغاني خبرې مسکو کې وشوې. د افغانستان سیاستوالو او پخوانیو چارواکو پکې ګډون درلود. د طالبانو له لوري د قطر د دفتر مشر عباس ستانکزي او پلاوي یې ورسره ګډون درلود. د دې خبرو دویم پړاو بیا په مې میاشت کې وشو. دا لومړی ځل و چې د طالبانو د قطر دفتر ته نوی ټاکل شوی مشر ملا عبدالغني برادر د رسنیو پر وړاندې راڅرګند شو.

په جولای کې د دغو بین الافغاني خبرو یو بل پړاو دا ځل د جرمني او قطر هېواد په کوربه‌توب د قطر په دوحه کې تر سره شو. دا ځل د افغان حکومت ځینو چارواکو هم په دې خبرو کې ګډون درلود.

د سولې لویه جرګه؛ د ګډ غږ غبرګول

افغان ولسمشر اشرف غني څلور ورځنۍ لویه جرګه پرانیستله، د ۳۲۰۰ شاوخوا ګډونوالو د دې جرګې موخه له طالبانو سره د خبرو لپاره اجنډا ټاکل وو. ځینو لوړپوړو افغان سیاستوالو په جرګه کې ګډون ونه کړ. طالبانو هم د جرګې پروسه او پایلې بې اغیزې او بې مانا وبللې.

په قطر کې د سولې خبرو اتم پړاو

طالب مرکچي ډلې او امریکایانو د قطر پلازمینې دوحه کې د اتم ځل لپاره ولیدل او دواړو لوریو وویل چې په ډېرو مادو بحث پای ته رسېدلی او تړون ډېر نږدې دی. طالب ویاند سهیل شاهین او امریکایي استازي زلمي خلیلزاد دواړو پر خپل ټویټر د مثبتو خبرو یادونه وکړه.

طالبانو وویل، له امریکا سره له تړون وروسته به له افغان لوري سره بین الافغاني خبرې پیلوي. انګېرل کېده چې د دغو خبرو کوربه به کوم اروپایي هېواد وي. په پیل کې ناروې هېواد هوډ ښودلی و چې دوی به په پلازمېنه اوسلو کې د افغان حکومت له لوري ټاکل شوي پلاوي او د طالبانو کوربه وي. خو دا خبر تایید شوی نه دی.

په دې وروستیو کې نهم پړاو خبرې پيل شوې دي. تمه کېږي چې دا ځل به طالبان او امریکا تړون لاسلیکوي او د افغانانو تر منځ خپلمنځي خبرو ته به لار برابروي.

Share18Tweet5Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

مارچ 12, 2026

پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

مارچ 12, 2026

سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

مارچ 12, 2026

ډبلیو ایچ او: د سیمې جګړو افغانستان ته د طبي مرستو بهیر ځنډولی دی

مارچ 12, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In