طالب او امریکايي استازي پرون په قطر کې د سولې د پیل شوو خبرو په وروستیو کې وو. ویل کېدل چې پرون ناوخته به هر څه وروستي شي او دواړه اړخونه به توافق وکړي. دا چې د دې توافق رسمي لاسلیک به هم اوس کېږي او که نه، په دې اړه څه نه دي ویل شوي، خو امریکايي استازی زلمی خلیلزاد به کابل ته راشي او دلته به د حکومت په ګډون له ځینو لورو سره وګوري. هڅه به دا وي چې وښودل شي خلیلزاد د شوي توافق جزیات شریکوي او له دې اړخ څخه هم تر رسمي لاسلیک وړاندې موافقه اخلي.
د دغه توافق د جزیاتو په اړه معلومات نشته. له یوه اړخه خلک دغه توافق ته خوشاله دي، ځکه چې دا د جګړې د ختمولو لپاره یو مهم ګام ګڼل کېدای شي. که دا هوکړه عملي شي، د جګړې د ختمېدو شونتیا زیاته او دغه راز امریکايي ځواکونه به له افغانستان څخه وځي، چې دا د خلکو د هرکلي سبب کېږي. له بله اړخه خلک اندېښنې او شکونه هم لري. د اندېښنو او شکونو څو لاملونه دي، خو تر ګردو ستر لامل یې دا دی چې لا هم ډېر خلک نه پوهېږي چې طالبانو او امریکایانو نهه پړاوه پر څه خبرې وکړې، پر څه یې اختلاف و، څه بدلونونه راغلل او بالاخره توافق پر څه وشو. کله چې معلومات نه وي، په طبیعي ډول اندېښنې را پورته کېږي. له بله اړخه ځینې داسې رپوټونه شته چې که رښتیا وي، د اندېښنې وړ دي. ویل شوي چې طالبان به له امریکا سره د وتلو پر مهال اوربند کوي، خو د جګړې له افغاني اړخ یا اړخونو سره به اوربند نه کوي. دا رښتیا هم د جدي اندېښنې وړ ده او څومره ژر چې کېږي، روانه جګړه باید قطع شي. له بله اړخه د امریکا پر نیت، اراده او پلانونو شکونه دي، ځکه چې له یوه اړخه امریکايي چارواکي متضادې خبرې کوي او له بله اړخه امریکا د تعهد او تړون ماتولو اوږد تاریخ لري. له همدې امله دا اندېښنه شته چې امریکا به له توافق او رسمي لاسلیک سره سره دسیسې جوړوي او هڅه به کوي چې شوی توافق نقض کړي او ستونزې پیدا کړي.
په هر حال، د امریکا او طالبانو ترمنځ توافق یو مهم پرمختګ دی، خو اوس پکار ده چې د بین الافغاني خبرو د پیل، دوام او بریا لپاره هلې ځلې وشي. که د بین الافغاني خبرو په برخه کې ستونزې وي، یا ښايي امریکا وغواړي ستونزې پیدا کړي، نو بیا به یې مسوولیت هم زموږ پر غاړه وي. له همدې امله سر له اوسه باید د بین الافغاني خبرو لپاره تیاری وي. طالبان او هغوی چې له طالبانو سره خبرو ته کښېني، باید ټوله روحیه یې دا وي چې دا خبرې بریالۍ شي. دواړه اړخونه باید له خپله اړخه تېرېدنې او قربانۍ ته تیار وي. دغه راز په ټولو لورو د یو پراخ ولسي فشار اړتیا هم شته چې د بین الافغاني خبرو د بریا لپاره موثر تمامېدلی شي. هغوی چې د خبرو برخه نه دي، پکار ده چې د دغه ولسي فشار د جوړولو او د بین الافغانی خبرو د بریا لپاره کار وکړي.