بیا هم شنبه شوه، ستاسې د ساعت برابر شوی زنګ د کوټې سکوت ماتوي، خو تاسې بیا هم څو ځله د ساعت د زنګ د بندېدو بټنه وهی او د خوب له کټه ځان نه بېلوی.
له څو ځلې داسې تکرار وروسته کله چې د ساعت ستنه اتو بجو ته نږدې کېږي، د بدن ټول غړي مو درد کوي. بالاخره کاري چاپېریال ته ځی او د مېز پر سر اېښی کمپيوټر مو چالانه وی. هرڅه مو په نظر طبیعي راځي، پرته له ذهنه چې یو خوا بل خوا مو بیايي.
که مو کاري چاپېریال ستاسې له وسې لوړ یا مو په زړه جوړ نه وي او ستاسې د بې حوصلهګۍ او بد چلند سبب کېږي، ښه ده چې دا لیکنه تر اخره ولولئ، څو له دې ځوروونکو شرایطو خلاص شی. موږ په همدې مقاله کې په کاري چاپېریال کې د بې حوصلهګۍ، د هغه پر پېژندل شوو پایلو او له هغه د خلاصون پر لار چارو خبرې کوو.
۱ـ ستاسې غوښتنې له هغه کار سره چې تاسې یې کوی، همغږې نه دي
دا جالبه نه ده چې ستاسې کار او دنده دې له هغه څه سره چې تاسې یې غواړی، همغږې وي یا دې ستاسې په زړه جوړ وي. خو ممکنه ده چې ځینې وخت دې تاسې دغو لاملونو ته متوجې نه وی. تر هرڅه مخکې ښه ده چې لومړی پر دې فکر وکړئ، چې ولې مو دا کار غوره کړی او ولې یې کوو. د هر کار او دندې د پیلولو پر مهال لومړی دا پوښتنې له ځانه وکړئ، چې ولې یې کوی؟ ایا دا ستاسې مسلکي برخه ده؟ ایا له دې کار سره ستاسې مینه او علاقه ده؟ ایا په دې برخه کې تاسې کوم ځانګړی مهارت لری؟ ایا باوري یاست چې له دې لارې به خپلو هیلو ته ورسېږی؟
دا او دېته ورته نورې پوښتنې له تاسې سره بیا دا مرسته کوي، چې د کار او عمل پر مهال یې له زړه تنګون او بې حوصلهګۍ څخه خلاص شی.
۲- له خپلو وړتیاوو څخه په کاپي اندازه ګټه نه اخلی
هرڅوک پیاوړي مهارتونه لري، خو هغوی بیا تر ګټه اخلي چې پرله پسې کار او هڅه کوي. که موږ په کاري چاپېریال کې له خپلو ټولو وړتیاوو ګټه وانه خلو، حتمي ده چې دنده او کار به مو راته زړه تنګوني او ناارامه وي. تر ټولو بده لا دا چې ممکنه ده د شرکت او ځان د ارزښت په اړه ورځ تر بلې بې علاقې او بالاخره خپله کاري انګېزه له لاسه ورکړو.
د څېړنو پایلو ښودلې چې زیارکښ او پرله پسې هڅه کوونکي کسان که هرڅو کم مهارته او د ښه استعداد خاوندان نه وي، خو دوی د پرله پسې هڅو په مټ د هغوی په پرتله چې ښه استعداد لري، په سلګونو ځله بریالي او خپلو موخو ته رسېدونکي دي. د مهارتونو پياوړي کول د اوبو چینې ته ورته دي، د اوبو له چینې یا څاه څخه چې څومره اوبه ایستل کېږي، هغومره پکې نورې زیاتېږي او که ترې ونه ایستل شي، هغه شته اوبه هم پکې وچېږي یا کیفیت خرابېږي چې بیا د هېڅ لپاره هم پکار نه راځي.
۳ـ د زده کړې له کمو فرصتونو ګټه اخلی
داسې تصور وکړئ چې یوه ټاکلې دنده دوې اونۍ، یا دوې میاشتې، یا دوه کاله او یا هم په وار وار سرته رسوی، دا وخت به د دغه دندې د سرته رسولو او بالاخره د هغه د پایلې په اړه ستاسې احساس څه وي؟ باوري یم چې که پرمختګ او نوښت پکې ونه لری، د مرګ تر ورځې به درته زړه تنګونې او ناارامه کوونکې وي.
که ستاسې کاري چاپېریال د نوښت او پرمختګ لپاره نه وي جوړ، هغه ده چې تاسې ورو ورو له خپل کار او دندې زړه توري کېږی او بالاخره دې حد ته رسېږی چې نور د ټول ژوند په اړه داسې حس وکړی، چې ژوند مانا ناارامي او زړه تنګون.
۴ـ ډېر وخت بې ځایه ضایع کوی
په کاري چاپېریال کې د راحت او ارام اخیستو لپاره تفریح کول ضرور دي، خو له حده زیات یې بیا د کار د پس پاتې کېدو سبب کېږي. کله چې تاسې خپل ډېر وخت بې ځایه ضایع کوی، هغه ده چې ذهن مو یوه خوا او بله خوا پاشل کېږي، کله به د دې په اړه فکر کوی چې د ماښام ډوډۍ به چېرې خورم او کله خو به هم د ګاونډي د کور د رنګ په اړه سوچونه کړی، چې که پلانی رنګ یې ورکړی وی، هغه ښه و. اصلي ستونزه به درنه پاتې وي او تاسې به له پردیو پټیو مرغان شړی. څومره مو چې له وسه کېږي وخت بې ځایه مه تېروی، که دنده نه لری، له هغو کسانو سره ناسته پاسته وکړی، چې ستاسې د خوښې وړ دنده او ژوند لري، له هغوی د دغه څه راز وپوښتئ، په ازاد او خالي وخت کې د خپل مسلک اړوند مهارتونه پياوړي کړئ، کله کله خپل تېر وخت ته ورستانه شئ، د هغه څه له تکراره ځان وساتئ چې تاسې یې له ډېرو نعمتونو بې برخې کړي یاست. څومره چې تاسې مصروف وی، هماغوره به مو حوصله او ارام هم پر ځای وي.
۵- د خستهګۍ او ناارامۍ احساس کوی
هغه موخې چې باید په ژوند کې یې لاسته راوړو او هغه مسایل چې له کاري چاپېریاله یې بیرون باید لاسته راوړو، له اندازې زیات دي. کله چې پر ډېرو کارونو مصروف وو، توجه او کاري انرژي مو ټوله له منځه ځي، مانا دا چې یو هم په بشپړ ډول نه شو لاسته راوړلی. موږ چې هرڅومره د موخې او هدف د لاسته راوړلو لپاره کمه هڅو کوو، هماغومره مو مینه او علاقه هم ورسره کمېږي. دا مسئله مو حتی په کاری چاپېریال کې د بې حوصله ګۍ لامل هم کېږي.