څلور کاله دمخه د مني په سپټمبر کې د چين د دولت ریيس شي جين پينګ په نيويارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې د ښځو نړيوالې سرمشريزې غونډې ته په وينا کې د جندر مساوات او د ښځو د هراړخيزې ودې د پياوړتيا په اړه څلور فقرييز وړانديز وکړ او اعلان يې وکړ چې چين به په راتلونکو پنځو کلونو کې د پرمختيايي هېوادونو دېرش زرو ښځو ته بلنه ورکړي، چې د روزنې لپاره چين ته ولاړې شي. دې چارې په نړۍ کې د ښځو د چارو په پرمختيا کې د چين مسووليت منونکې رويې ښودنه کړې او په ياده سرمشريزه کې د بېلابېلو ګډونوالو لخوا وستايله شوه.
” د چين ژمنې“ په پلي کېدو سره د زياتو پرمختيايي هېوادونو د ښځو ليد ساحه پراخه او وړتياوې يې پياوړې شوې، چې دا په نړۍ کې د ښځو په دوامداره پرمختيا کې د چين خدمتونه او د دغو خدمتونو لاسته راوړنو ښودنه کړې ده. په تېرو څلورو کلونو کې د اسيا، افريقا، لاتيني امريکا، ختيځې اروپا او د ارام سمندر په ټاپوګانو کې د پرتو هېوادونو څه باندې ۲۰ زرو ښځو د چين په بلنه په دغه هېواد کې د عامه ادارې او ټولنيزو ډلو، اقتصاد او سوداګرۍ، ښوونې، روغتيا، کرنې، ځنګلدارۍ، مالدارۍ او ماهيګرۍ په بېلابېلو روزنيزو کورسونو کې ګډون کړی دی. چين د پرمختيايي هېوادونو لپاره د ۲۰۳۰ ز کال د دوامداره پرمختګ اجنډاوو د عملي کولو په اړه روزنيز کورس جوړ کړ او پکې يې د ښځو او ماشومانو د پرمختيا په برخه کې خپلې تجربې شريکې کړې. د چين ښځو ټولنې څو ځلې د ښځينه چارواکو روزنيز کورسونه داير کړي او پکې د ۸۴ پرمختيايي هېوادونو د ګوندونو او د ښځو سازمانونو مشران روزل شوي دي. د چين هو بۍ، هو نان، ګوانګ شي، يون نان او شان شي د ښځو ټولنو له شاوخوا هېوادونو سره په ګډې همکارۍ ځینې روزنيزې پروژې تر سره کړې، چې له مخې يې د دغو پروژو ګډونوالو له بېجينګ، جه جيانګ او داسې نورو ځايونو څخه ليدنې وکړې او له سيمه ييزو ښځو سره يې د نظر تبادلې وکړې. د چين ښځو پوهنتون د پرله پسې دريو کلونو لپاره د ښځو رهبري او ټولنيزې ودې په نوم د ماسټرۍ روزنيزه پروژه جوړه کړې ده. تېر کال يوه افغان مېرمن د دغه پوهنتون د ټولنيزو کارونو څانګې ته بريالۍ شوې ده او نومرې يې استادانو او د نورو هېوادونو زده کوونکو وستايلې.
په حقيقت کې د ښځو لپاره د چين لخوا په بېلابېلو جوړو شوو روزنيزو پروژو کې افغان زده کوونکي ګډون لري، ځکه چې د ښځو چارو په برخه کې همکارۍ د چين او افغانستان ترمنځ د ستراتېژيکو همکاريزو اړيکو يوه مهمه برخه ده او د چين حکومت او په کابل کې د چين سفارت ورته ډېره پاملرنه کوي. په تېرو څلورو کلونو کې ۲۹۰ افغان ښځينه کارپوهانو د چين په بلنې، په دغه هېواد کې په روزنيزو پروژو کې ګډون کړی و، د حکومتي ادارو د پروتوکول افسرانو، د احسايې او د اقتصادي برخو مسوولينو ځینې ځانګړي روزنيز کورسونه تر ډېره د ګډونوالو له هرکلي سره مخ شوي او برخه اخيستونکو يې څرګنده کړې ده چې د دغو کورسونو محتويات زيات او ګټور دي. سربېره پر دې، په تېرو څلورو کلونو کې د چين حکومت په مالي مرستې ۱۵ افغان نجونې په دغه هېواد کې زده کړې کړې، د زړه سوري پر مورزادي ناروغۍ اخته د ۳۶ افغان نجونو درملنه شوې، د کابل د ووشو لوبې ښځينه ډلې له چين څخه ليدنه کړې. دغه راز چين په مزارشريف کې د نجونو د يوه ابتدايي ښوونځي د جوړولو لپاره بسپنه ورکړې، د بدخشان په زيباک ولسوالي کې يې د ښځو د روزنيز ښوونځي د جوړولو ملاتړ او ورسره يې مرسته کړې، د افغانستان د ښځو چارو وزارت ته يې د ورزش وسايل ورکړي او په جلا جلا توګه يې د افغانستان د بېلابېلو ولايتونو ښځينه مرستيالانو، د افغان مېرمن ټولنې او نورو سازمانونو مسوولينو ته د شانګهای همکارۍ سازمان د ښځو په فورم او نورو نړيوالو غونډو کې د ګډون بلنې ورکړې. چين همدارنګه د کندهار ميرويس روغتون، د کابل جمهوريت روغتون، د کابل پوهنتون د ځينو تدريسي وسايلو، استوګنيزو اپارتمانونو، مسلکي روزنيز مرکز په جوړولو کې اساسي ونډې اخيستې دي او دغو ځايونو افغان ښځو ته تر ډېره ګټې رسولې دي.
چين له افغان مېرمنو سره د زده کړې او استعداد ښودنې په برخه کې هم مرستې کړې دي. له ۲۰۱۶ ز کال څخه تر ۲۰۱۹ ز کال پورې هر کال د کابل پوهنتون د کنفوسيوس پوهنځي غوره محصلينو په افغانستان کې د چيني ژبې پل په نوم د محصلينو د چيني ژبې نړيوالې سيالۍ په سيمه ييزه لوبه کې ګډون کوي او پکې دری غوره ښځينه محصلينو لومړۍ درجه خپله کړه او په چين کې يې د بېلابېلو هېوادونو له چينايي مينه والو سره د يادې نړيوالې سيالۍ په فاينل لوبه کې سيالي وکړه. د تېر کال په مې کې په افغانستان کې د چين سفارت د افغانستان د غلام محمد ميمنه ګي هنري ښوونځي دوه ښځينه استادانو د چين سفارت په بلنې چين ته سفر وکړ او په بېجينګ کې يې د شهزاده ګونګ ماڼۍ په موزيم کې انځوريز نندارتون جوړ کړ. د روان کال په مارچ کې د چين سفارت په مرستې، افغان عکاسې فاطمې حسيني د عکسونو نندارتون جوړ کړ او د افغان حکومت د ښځينه چارواکو، ښځينه پارلماني غړو، د کنفوسيوس پوهنځي ښځينه استادانو او محصلينو او په دغه هېواد کې د نورو هېوادونو ښځينه ډيپلوماتانو په ګډون، نږدې ۱۵۰ مېرمنو ورڅخه ليدنه وکړه. همدارنګه مېرمن فاطمه حسيني به د چين د سونګ چينګ لينګ صندوق په بلنې په راتلونکې مياشت کې د خپل نندارتون د جوړولو لپاره چين ته ولاړه شي. هيله لرم چې د هغې نندارتون بريالی شي او زيات چينايان د افغان مېرمنو ښکلا، مثبته بڼه، زيارونه او وړتيا احساس کړي.
سږ کال د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخيستلو سلمه کليزه ده. په تېرو ۱۰۰ کلونو کې د افغانستان د خپلواکۍ ساتنې او ابادۍ په برخو کې د دغه هېواد د مېرمنو وتلي خدمتونه د پام وړ دي او دوی د جګړې له امله تر ټولو ډېرې ځپل شوې او دايمي سولې ته تر ډېره لېوالتيا لري.
ریيس شي جين پينګ داسې وايي: ”که د نړۍ ګوټ کوټ ته وګورو، وبه وينو چې په بېلابېلو هېوادونو او بېلابېلو سيمو کې د ښځو د پرمختګ سويه لاهم برابره نه ده او ټولنې لا تر اوسه د ښځو پټ قوت، وړتيا او خدمتونه په بشپړه توګه نه دي پېژندلي، موږ بايد خپلو هڅو ته دوام ورکړو او د ښځو د چارو د پرمختيا لپاره دې زمينې پراخې کړو“. زموږ سفارت به په راتلونکي کې په پرله پسې توګه ”د چين ژمنې“ پلې کړو او افغان مېرمنو ته به د زده کړې، د نظر تبادلې او روزنې لپاره چين ته د تللو زياتې زمينې برابره کړو. هيله ده چې افغان مېرمنې ”د نيمې نړۍ“ رول په لاښه توګه ولوبوي او د افغانستان د سولې راوستلو او د هوسا او سوله ييزې نړۍ د جوړولو لپاره خدمتونه وکړي.