پرون ځینو رسنیو خبرونه خپاره کړل چې په قطر کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې خبرې بې پایلې ختمې شوې او کوم توافق ته ونه رسېدل. په رپوټونو کې ویل شوي وو چې بیا به خبرې ژر پیل نه شي. وروسته خلیلزاد په یوه ټویټ کې وویل چې موږ د یوې موافقې په درشل کې یو چې تشدد به راکم کړي او د بین الافغاني مذاکراتو دروازې به پرانیزي. د طالبانو د قطر دفتر ویاند هم وویل چې خبرې په بریالیتوب سره پای ته رسېدلې دي او د ده په خبره چې د سوله ییز حل په درشل کې یو.
په قطر کې د خبرو نهم پړاو بې پایلې نه و، خو هغسې هم نه و چې تمه یې کېدله. که څه هم وروستۍ هوکړه نه ده شوې، خو لکه چې سهیل شاهین ويلي دي، تخنیکي ټیمونه به کار کوي. خلیلزاد په کابل کې دی او شوي پرمختګونه به له چارواکو او سیاستوالو سره شریکوي. دغه راز د خلیلزاد د سفر یوه اساسي موخه دا ده چې حکومت د بین لافغاني خبرو لپاره د پلاوي وروستي کولو ته اړ باسي. که څه هم حکومت ویلي چې پلاوی ټاکل شوی، خو سیاستوال او د حکومت سیاسي مخالفین بیا په دې برخه کې د ستونزو او له دوی سره د نه مشورې خبرې کوي. له همدې امله یو داسې پلاوی نشته چې له حکومته د باندې سیاستوال هم ورسره موافق وي او د افغانانو استازیتوب وکړلی شي. خلیلزاد به له همدې امله پر ولسمشر غني فشار راوړي او اړ به یې کړي چې ژر دا ستونزه حل کړي او د بین الافغاني خبرو لپاره تیاری ولري.
د بین الافغاني ټیم وروستي کول به مهم پرمختګ وي، خو په قطر کې به هڅه روانه وي چې شته اختلافات ژر حل شي. د دواړو اړخونو ترمنځ اوسنۍ ستونزه دا ده چې له طالبانو غوښتل کېږي چې پر امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال برید ونه کړي، خو طالبان وايي چې د دې په بدل کې باید امریکا له افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته ودروي. امریکايي لوری دا چاره له امنیتي تړون سره تړلې ګڼي، خو طالبان پر دې هم ټینګار کوي چې د دې هوکړه لیک له لاسلیک سره سم به امنیتي تړون لغوه کېږي. امریکايي اړخ بیا وايي چې د تړون د موادو پر اساس که کوم لوری وغواړي، دا تړون لغوه کړي، نو دوه کاله وړاندې باید مقابل لوري ته احوال ورکړي. اوس که امریکا دا تړون لغوه کوي، دوه کاله مخکې به حکومت ته احوال ورکوي. په دې ډول یوه ستونزه را پیدا شوې چې اوس دواړه لوري هڅه کوي دې چارې ته یو درېیم حل پیدا کړي.
څه چې روښانه دي، هغه دا چې د قطر خبرې له ماتې سره مخ شوې نه دي او داسې نه ښکاري چې بې پایلې دې ختمې شي. خو دا د دې مانا هم نه لري چې په قطر کې هر څه سم روان دي. هلته ستونزې شته او ښکاري چې د دې ستونزو حل به وخت واخلي او دواړه لوري به هڅه کوي چې د فشار راوړلو لپاره په افغانستان کې تاوتریخوالی هم زیات کړي. له دې ټولو سره سره، د امریکا او طالبانو توافق کېدونکی دی، خو څومره ژر چې خلک یې تمه لري، شونتیا یې کمه ده.