د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی په کابل کې دی او دلته یې له ولسمشر غني، عبدالله عبدالله او له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره کتلي دي. د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي ویلي چې خلیلزاد د سولې په خبرو کې شوي پرمختګونه او هوکړه لیک له ولسمشر غني سره شریک کړي. دا چې د حکومت دریځ څه دی، د هوکړه لیک له لوستلو، فکر کولو او مشورې وروسته به ارګ خپل دریځ څرګند کړي.
د خلیلزاد او ولسمشر غني ترمنځ د امریکا او طالبانو پر هوکړه، بین الافغاني خبرو او د دې خبرو لپاره د افغاني هیئت پر ټاکل کېدو خبرې شوې دي. دغه راز ویل شوي چې دواړو لورو د ټاکنو پر ځنډ او د افغان حکومت او امریکا ترمنځ پر لاسلیک کېدونکې اعلامیه باندې هم خبرې کړې دي. ارګ وايي چې د ټاکنو پر ځنډ خبرې نه دي شوې، خو د دواړو اړخونو ترمنځ د اعلامیې په تړاو ارګ نظر نه دی څرګند کړی دی.
د خلیلزاد د وروستي سفر څو مهم هدفونه: لومړی دا چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د هوکړې متن له حکومت سره شریک کړي. که څه هم حکومت په دې متن کې د تعدیل حق نه لري، خو امریکا په دې کار سره غواړي ولسمشر غني ته یو ډاډ ورکړي چې د دوی خلاف څه پکې نشته. دویم؛ خلیلزاد غواړي د بین الافغاني خبرو لپاره د افغاني پلاوي د ټاکلو مسئله حل کړي. که څه هم حکومت وايي چې پلاوی یې ټاکلی، خو له شک پرته چې د حکومت په دننه کې او دغه راز د حکومت او سیاستوالو او سیاسي ګوندونو ترمنځ د دې پلاوي د غړو او څرنګوالي په تړاو ژور اختلافات دي. یو اختلاف پر دې دی چې په دې پلاوي کې به څوک ګډون کوي؟ دویم اختلاف پر دې دی چې دا پلاوی به کوم واکونه او صلاحیتونه ولري؟ د سیاستوالو، سیاسي ګوندونو او آن امریکا غوښتنه دا ده چې دا پلاوی باید د پرېکړې صلاحیت ولري، خو ولسمشر غني بیا غواړي چې پلاوی یوازې د خبرو صلاحیت ولري او پرېکړې به د ولسمشر غني له رضایت وروسته کېږي. له همدې امله دا اختلاف پر ځای دی او خلیلزاد هڅه کوي چې دا ستونزه حل کړي. درېیم؛ خلیلزاد غواړي حکومت ته پیغام ورکړي چې که سوله کېږي، ټاکنې باید وځنډول شي. که څه هم خلیلزاد حکومت ته په آمرانه انداز د ټاکنو د نه کولو نه وايي، خو پیغام به یې همدا وي چې ټاکنې ونه شي. څلورم؛ خلیلزاد غواړي له حکومت سره پر هغه اعلامیه یا سند هم خبرې وکړي، چې ټاکل شوې د طالبانو او امریکا ترمنځ د هوکړې له لاسلیک وروسته، د امریکا او حکومت ترمنځ لاسلیک شي. ولسمشر غني ویلي وو چې داسې څه به نه لاسلیک کیږي، خو عبدالله عبدالله ویلي وو چې ګډه اعلامیه ده، کار پرې شوی او ښه ده چې لاسلیک شي. اوس به خلیلزاد هڅه وکړي چې دا اعلامیه یا سند وروستی کړي او حکومت ته به ووايي چې له طالبانو سره له هوکړې وروسته به د افغان حکومت او امریکا ترمنځ اړیکې د همدې سند یا اعلامیې پرې اساس تنظیمېږي.
راتلونکې څو ورځې به وښيي چې خلیلزاد څومره کولی شي دغو اهدافو ته ورسېږي او ولسمشر غني قانع کړي.