ډیابېټ یا شکر چې موږ ورته په عامیانه ډول د شکرې ناروغي هم وایو، یوه مضمنه ناروغي ده چې نن سبا پرې ډېر خلک اخته دي او هر کال د ميلیونونو کسانو ژوند اخلي. دغه ناروغي په وینه کې د قندو د کچې د لوړوالي له کبله پیدا کېږي او د ځیکر د تحولاتو او تخریب لامل کېږي. په دې وروستیو کې په افغانستان کې هم دا ناروغي په خورا لوړه کچه زیاته شوې ده. که څه هم چې د هېواد په روغتونونو کې د دې ناروغۍ د درملنې لپاره کافي او متخصص ډاکټران شته، خو بیا هم ډېری خلک په خپل هېواد کې د دې ناروغۍ د درملنې لپاره زړه نه ښه کوي او بهرنیو هېوادونو ته ځي. دغه ناروغي بېلابېلې بڼې لري، چې ځینې یې په ورځني ډول د درمل کارولو پر مټ کنټرولېږي. خو هغه کسان چې د دې ناروغۍ پرمختللې بڼه لري، هغوی بیا د ستنو له لارې انسولین اخلي او خپل ورځنی ژوند مخ ته بیایي.
کله چې موږ غذایي مواد خورو، دا غذایي مواد د هاضمې سیسټم په وسیله هضمېږي او د تېزابو(انزایم) په وسیله په بدن کی پر خوږو موادو (ګلوکوز) باندې بدلېږي. دا خواږه مواد د وینې د جریان په وسیله د بدن ټولو برخو ته د اړتیا په اندازه رسېږي.