په کابل کې پر ګرین وېلج د وسله والو طالبانو په برید کې پراخه مرګ ژوبله او ځاني زیانونه اوښتي دي. کورنیو چارو وزارت وايي چې په برید کې ۱۶ افغانان وژل شوي او (۱۱۹) نور ټپیان دي. په وژل شوو کې نږدې ټولې ښځې، ماشومان او بېګناه وګړي دي. وسله وال طالبان وايي چې په برید کې ډېرو بهرنیانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو چارواکي په دې اړه څه نه وايي. د ګرین وېلج له خپاره شوو تصویرونو هم ښکاري چې بهرنیانو ته به مرګ ژوبله اوښتې وي، خو د دې مرګ ژوبلې د شمېر، څرنګوالي او د وژل شوو او ټپي بهرنیانو د هویت په تړاو معلومات نشته. برید پراخ مالي زیان هم اړولی او د ګرین وېلج تر څنګ یې د خلکو کورونه، دوکانونه، موټرونه او نور تاسیسات تخریب کړي دي. په تېرو څو کلونو کې دا څلورم برید دی چې پر ګرین وېلج کېږي. وروستی برید خورا زورور و او نږدې په ټول کابل ښار کې یې غږ اورېدل شوی دی.
څه چې روښانه دي، هغه دا دي چې خلک د دغو بریدونو قربانیان دي او په دې چاره کې طالبان او حکومت دواړه پړه دي.
طالبان ولې د خلکو د استوګنو په سیمو کې داسې بریدونه کوي؟ دوی ښه پوهیږي چې شاوخوا خلک اوسیږي او دا ډول بریدونو تر ټولو ډېر دوی ته زیان اړوي. طالبانو پخوا ویلي چې خلک دې د نظامي مرکزونو له شاوخوا لرې شي. کله چې خلک کورونه ولري او دا کورونه هم ورته له پلار او نیکه پاتې وي، څنکه به دا سیمه پرېږدي او نورو سیمو ته به ولاړ شي!؟ د سیمې دا غریب وګړي به څنګه په نورو سیمو کې د اوسېدو ځای پیدا کړي!؟ له همدې امله د خلکو دا پراخه مرګ ژوبله نه توجیه کېږي او پکار ده چې مخه یې ونیول شي.
له بله اړخه بهرنیان ولې د خلکو د استوګنې په سیمه کې داسې مرکزونه جوړوي؟ حکومت ولې اجازه ورکوي چې داسې مرکزونه جوړ شي؟ دا لومړی ځل نه دی چې په دې سیمه کې خلکو ته داسې مرګ ژوبله اوړي، خو د خلکو له پراخو اعتراضونو او غوښتنو سره سره، نه د دې سیمې امنیت ټینګ شوی چې د بریدونو مخنیوی وشي او نه هم دا مرکز له دې ځایه لېږدول شوی دی. له همدې امله د خلکو د پراخې مرګ ژوبلې مسوولیت د بهرنیانو او حکومت پر غاړه هم دی. حکومت او بهرنیان طالبان ملامتوي چې په کلیوالو سیمو کې اوسیږي او ملکي وګړي د سپر په توګه کاروي، خو دوی هم همدا کار کوي. د استوګنې په سیمه کې بهرنیان داسې مرکز جوړوي. دا همغسې کار دی چې دوی پرې طالبان ملامتوي. له همدې امله دا له ملکي وګړو سره جفا او خیانت دی او نور باید اجازه ور نه کړل شي.
طالبان او حکومت دواړه باید د ملکي خلکو د استوګنې په سیمه کې له بریدونو ډډه وکړي. دغه راز د بهرنیانو کمپونه او نور نظامي مرکزونه باید له هغو سیمو و ایستل شي، چې هلته ملکي وګړي اوسیږي. له بله اړخه د جګړې ښکېل اړخونه باید نور د کېدونکې سولې د هرکلي په پار جګړه او بریدونه ودروي او خلک له سولې او سیاسي خبرو زړه توري نه کړي.