د چین د رسمي تاریخي یادښت له مخې دوه زره کاله دمخه یعنې د چین د هان امپراطورۍ سلسلې د وخت امپراطور په استازیتوب جانګ چیان د افغانستان له مزارشریف سیمې څخه لیدنه کړې وه. دغه سفر په تاریخ کې د وریښمو لارې د پیل سبب هم شوی دی. ویل کیږي چې له څه دپاسه دوه زرو کلونو راهیسې د نړیوالو او کورنیو حالاتو د بدلونونو سره سره د چین او افغانستان ترمنځ دوستي په دوامداره توګه ساتل شوې ده. دغه څه په نړیوال تاریخ کم تر سترګو شوي دي. چینایان له خپلو ګاونډیو سره په تیره بیا له افغانستان سره ښه ګاونډیتوب ته درناوی کوي ځکه چې دغه اړیکې د متقابل درناوی او ګډو ګټو پر اساس جوړې شوې دي.
د وریښمو لارې اغیزه تر اوسه پورې لاهم د دغې لارې په اوږدو کې د مېشتو خلکو په ورځني ژوند کې لیدل کیږي. مثلاً بادرنګ، سره بانجان، انګور او انار چې د چینایانو د ورځنيو خوړو یوه نه جلا کیدونکي برخه ګرځیدلې ده، له دغې تاریخي لارې څخه چین ته داخل شوي وو. د دې ترڅنګ په لومړنۍ پيړۍ کې د اوسني افغانستان په ګندهارا سیمه کې په بودایي کلتور کې د هند، یونان، فارس، روم او منځنۍ اسیا سبکونه ګډ شوي وو چې اوس د ګندهارا بودایي کلتور په نامه یادېږي. ګندهارا سبک د چین بودایي کلتور تر ډیرې اندارې پورې اغیزمن کړی و، چې په چین کې د ډیرو بودایي مجسمو له سبک څخه دغه څه څرګندېږي.
سږنی کال د دواړو هیوادونو لپاره ستر اهمیت برخمن دی. سږ کال د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته اخیستلو سلمه کالیزه او د چین د ولسي جمهوریت د جوړیدو اوویایمه کالیزه هم ده. چینایان دا نه هیروي، کله چې په ۱۹۴۹ کال کې د چین ولسي جمهوریت تازه جوړ شو، افغان حکومت په لومړی وخت کې د رسمي پېژندلو اعلان وکړ او دواړو خواوو په ۱۹۵۵ کال کې رسمي ډیپلوماتیکې اړیکې ټینګې کړې دي. چین د افغانستان د ګاونډي په توګه تل ددغه هیواد له بیا رغونې څخه ټینګ ملاتړ کړی او کوي یې چې په بیلابیلو برخو کې یې تر وسې پورې افغانستان ته مرستې برابرې کړې دي او کوی یې. چین غواړي له افغانستان سره خپلې انکشافي تجربې شریکې کړي. هر کال ګڼ شمیر افغان همکاران په سیمینارونو او کورسونو کې د ګډون لپاره له چین څخه لیدنه کوي او د ابتدایي شمیرنې له مخې اوس څه دپاسه شپږ سوه محصلین د چین په بیلابیلو پوهنتونونو کې زده کړه کوي.
د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګرۍ هم وده کړې ده. چین د ۲۰۰۶ کال په جولای میاشت کې اعلان وکړ چې له افغانستان څخه پر کابو درې سوه ډوله صادراتي تولیداتو هیڅ ګمرکي مالیات وانه خلي. د تیر کال په نوامبر کې د افغانستان او چین ترمنځ لومړنۍ هوایي ترانسپورټي لار پرانیستل شوه چې له دې لارې د افغانستان دوه زره ټنه جلغوزې چین ته رسیدلي او پلورل شوي دي. د دې ترڅنګ د افغانستان د زعفران، بادام او ممیوز په ګډون د اړوندو ځانګړو تولیداتو د صادراتو د چمتوالي کارونه هم روان دي. چین اوس د افغانستان درېیم لوی تجارتي همکار دی. تیر کال چین ته د افغانستان صادراتي ارزښت ۳۰ ملیونه امریکایي ډالرو ته ورسید چې دغه رقم به مخ پر زیاتیدو وي. د خبر له مخې په دې وروستیو ورځو کې له افغانستان څخه چین ته د مالونو لیږدونکی لومړني اورګاډی حرکت کړی دی. چینایان ددې هرکلی کوي چې په بازارونو کې لازیات افغان ځانګړی تولیدات وویني.
دا مهم کار دی چې لازیات افغانان په چیني ژبه زده کړه کوي او لازیات چینایان هم په پښتو او دری زده کړه کوي. په ۱۹۵۹ کال کې د چین حکومت افغانستان ته د پښتو او دري زده کړې لپاره محصلین ورلیږلي وو او په ۱۹۷۳ کال کې د چین پښتو راډیویي خپرونې شروع شوې دي. له ۲۰۰۸ کال راهیسې د کابل پوهنتون له کنفوسیوس پوهنځي یعنې د چیني ژبې له څانګې څخه سلګونه محصلین فارع شوي دي. ژبه د کتلور نښه ده او د کلتور متقابله پیژندنه د خلکو زړونه نږدې کوي.
د چین او افغانستان ترمنځ دوستي د دوه زرو کلونو له ارزونې څخه تیره شوې ده. دوستي مو صادقانه ده ځکه چې چین او افغانستان یو او بل ته بد نیت نه لري. چین په افغانستان کې هیڅ شخصي ګټه هم نه لري. دوستي مو ټینګه ده ځکه چې دا د دواړو هیوادونو د خلکو ګډه هیله ده. چین د افغانستان په کورنیو چارو کې هم هیڅ لاسوهنه نه کوي. دواړه خواوې یو د بل احترام کوي چې د خپلو واقعیتونو سره سم بیل ټولنیز سیستمونه او انکشافي لار انتخابوي. دوه زره کاله دمخه افغانستان د وریښمو لارې په اوږدو کې یوه ځلانده ملغلره وه. کله چې چین د یو کمربند او یوې لارې وړاندیز مطرح کړی، افغان خوا له دغه انکشافي وړاندیز سره د پيوستون هیله په واضح توګه څرګنده کړې ده او غواړي د اسیا زړه او د اسیا-اورپا د ځمکني پل رول ولوبوي. چین هم هیله لري چې په افغانستان کې دایمي سوله او ارامتیا ژر ترژره رامنځته شي. چین به د تیر په شان د افغانانو تر مالکیت او مشرۍ لاندې له سوله ییز بهیر څخه ټینګ ملاتړ کوي. ځکه چې هیڅوک نه غواړي د ګاونډی په کور کې یی جنجالونه موجود وي.