د سپټمبر میاشتې په ۵ مه نېټه د حیرتان بندر له لارې چین ته د افغانستان د صادرات په اړه پرانیستغونډه وشوه. له هغه وروسته هغه اورګاډي چې له افغان تولیداتو څخه ډک و، د چین پر لوري حرکت وکړ. دا د چین او افغانستان لپاره په تیره بیا د افغانستان د صادراتو لپاره ځانګړی اهمیت لري.
په دې وروستیو کلونو کې چین او افغانستان د سیاسي، کلتوري او اړوندو برخو کې تودې اړیکې ساتلې دي او ساتي یې. په دې وروستیو کې د چین او افغانستان تر منځ د بېلا بېلو کسانو په کچه تګ راتګ زیات شوی دی. د چین، افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ درېیم ملاقات تازه په اسلام اباد کې ترسره شو چې د افغانستان او سیمې په اړه د یو لړ تودو او مهمو مسئلو بحث او موافقې شوې دي. ددې ترڅنګ د چین او افغانستان ترمنځ تجارت ستر قوت لري. چین د افغانستان درېیم تجارتي ملګری دی چې دوه اړخیزه تجارتي کچه یی تر یو ملیارډ ډالرو رسیدلې ده. مګر په دې جمله کې د افغانستان صادرات کمه برخه نیسي چې په ۲۰۱۸ کال کې دغه رقم ۳۰ ملیونو ډالرو ته رسیدلی و.
چین ته د افغانستان صادرات کم دي چې لاملونه یې جامع دي. خو تر ټولو مهم لامل د افغانستان د صادراتو د ترانسپورټي لارو له نامعیاریوالي او خرابوالي سره تړاو لري. دوه زره کاله دمخه د وریښمو لارې په اوږدو کې افغانستان یوه ملغلره او څلورلارې و. ځکه چې په هماغه وخت کې ځمکنۍ لار د مالونو او انسانانو د تګ راتګ مهمه وسیله وه او ددې لارې په اوږدو کې د وخت ملکونو عموماً تجارتي علایق ساتل یعنی د تجارت امنیتي چاپیریال هم تر ډیره ښه و. اوس د ځمکني ترانسپورټ په پرتله سمندري او هوایي لار د سرعت او لګښت له لحاظه ډیر امتیازونه او ښېګڼې لري. په افغانستان کې د ترانسپورټ بنسټیز تاسیسات هم کمزوري دي. په چین کې یوه مشهوره اصطلاح ده وایي چې که غواړې شتمن شې نو باید لومړی لارې جوړې کړئ .
که څه هم په افغانستان کې امنیتي حالات سخت دي خو د طبیعي سرچینو له لحاظه یو غني هیواد دی. افغانستان د نفتو، طبیعي ګازو او کانونو شتمنې سرچینې لري. د امریکا د اړوندو ارګانونو د اټکل له مخې د افغانستان د کاني سرچینو ارزښت له یو زرو ملیارډو امریکایي ډالرو څخه زیات دی. د دې ترڅنګ د افغانستان ځانګړي کرنیز او د مالدارۍ تولیدات په نړیوالو بازارونو کې هم ډیر شهرت لري مثلاً جلغوزې، زعفران، انار، انګور، وچې میوې، غالۍ او داسې نور.
چین د ۲۰۰۶ کال په جولای میاشت کې اعلان وکړ چې له افغانستان څخه کابو درې سوه ډوله صادراتي تولیداتو به هیڅ ګمرکي مالیات وانه خلي. د ۲۰۱۶ کال په اګست میاشت کې د چین له جیانګ سو ولایت څخه د افغانستان تر حیرتان پورې مال وړونکي اورګاډي تګ شروع شوی چې د چین او افغانستان د مالونو لیږرالیږ وخت دری په څلورمه کم شوی دی. د تیر کال په نومبر میاشت کې د کابل او شانګهای ترمنځ د مالونو لیږدونکې هوايي لار هم پیل شوې ده. څه دپاسه دوه زره ټنه افغان جلغوزې له دې لارې چین ته صادر شوي دي. دغه راز، له حیرتان څخه چین ته د مالونو لیږدونکی اوسپنیزه لار هم شروع شوې چې خامخا به د چین او افغانستان ترمنځ تجارت ته په تیره بیا د افغانستان صادراتو ته خوځنده قوت ورکړي.
د دواړو هیوادونو مشرانو په دې وروستیو کلونو کې څو ځلې ملاقاتونه کړي او مواقفه یې کړې ده چې د یو کمربند او یوې لارې په چوکاټ کې د سړکونو، اوسپنیزو لارو او نوري فایبر پیوستون ته لومړیتوب ورکړي. د چین افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په درېیم ملاقات کې چې تازه په اسلام اباد کې ترسره شو، په دې موافقه شوې چې دری واړه خواوې به ګډ کوششونه وکړي چې افغانستان ته د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز پراخ کړي او له نړیوالو همکارانو سره یو ځای به له کابل څخه تر پیښور پورې پوخ سړک اباد کړي. له شک پرته چې د دری واړو خواوو د ګډو کوښښونو په رڼا کې به لازیات افغان تولیدات د چین په بازارونو ته ولاړ شي.
په پای کې یوه کیسه کوم. د چینایانو د افغانستان جلغوزي ډير خوښیږي خو پخوا مو دا د برازیلي وچه میوه بلله. ځکه پخوا کم کسان په دې پوهیدل چې دغه جلغوزي د افغانستان دي او له افغانستان څخه وارد شوي دي او دوی یوازې ویل چې دغه توکي د پاکستان د لویدیځې خوا څخه دي. په چیني ژبه کې پاکستان او لویدیځ دغه دواړه لغتونه په لنډه توګه ((با شي)) تلفظ کیږي مګر باشي د برازیل معنی هم لري. البته اوس لازیات چینایان د افغانستان تولیدات لا ښه پیژني مثلاً جلغوزې، زعفران او ښکلې غالۍ. نو هیله من یم چې د یادو هوایي، اوسپنیزو او ځمکنیو لارو له لارې لازیات افغان په زړه پورې تولیدات چین ته صادر شي.