جمعه, مارچ 13, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کډوالو وزارت: د پاکستان له زندانونو ۲۱ افغان کډوال را خوشې شوي

    پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

    سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

    ډبلیو ایچ او: د سیمې جګړو افغانستان ته د طبي مرستو بهیر ځنډولی دی

  • نړۍ

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کډوالو وزارت: د پاکستان له زندانونو ۲۱ افغان کډوال را خوشې شوي

    پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

    سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

    ډبلیو ایچ او: د سیمې جګړو افغانستان ته د طبي مرستو بهیر ځنډولی دی

  • نړۍ

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه ژوند

په غور سره د خبرو اورېدل دا ګټې لري

ژباړه: حمیدالله حمیدي

سپتمبر 16, 2019
in ژوند
0 0

یو ځل (ادګار واټون هاو) د ټوکې په ډول وویل: «که خلک پر دې پوه شي چې له تاسو وروسته ورته د خبرو وار نه رسېږي، هېڅکله مو خبرو ته غوږ نږدي». له بده مرغه دا خبره د ډېرو په حق کې صدق کوي. ځینې کسان دومره د خبرو کولو لېوال دي چې د نورو خبرو ته هېڅ غوږ نږدي. د غوږ نیونې وړتیا په اصل کې په نورو کې د نفوذ کولو کیلي ده.

ارواپوه ډاکټر جویس برادرز وایي: «غوږ نیول تر ټولو صمیمانه چاپلوسي او غوړمالي ده». کله چې تاسو د خلکو خبرو ته غوږ نږدی، د دې ښکارندویي کوي چې اصلاً درته ارزښت نه لري، خو کله چې د یو چا خبرو ته غوږ ږدی، دا ثابتوی چې درناوی ورته لری. ان دا چې غوږ نیول له درناوي لوړ ارزښت دی، چې تاسو یې مقابل کس ته ورکوی. الماني الاصله فیلسوف پال تلچ وایي: «د مینې یوه دنده غوږ نیول دي». تر ټولو لویې تېروتنې چې خلک یې د دوو اړخیزو خبرو پر مهال کوي دا دي، چې ډېرې خبرې کوي څو ځان هوښیار معرفي کړي. خو که غواړی په رښتیا سره د یو چا زړه خپل کړی او اغېز پرې وکړی، خبرو ته یې په پوره دقت غوږ کېږدئ، علاقه ورسره وښایاست او داسې و انګېرئ چې ګواکې تر اغېز لاندې یې راغلي یاست. مشهور شاعر او فیلسوف والدو امرسون وایي: «زه چې له هر چا سره مخ کېږم، په یو ډول له ما ښه دي او یو څه ترې زده کوم». دا خبره په یاد لرئ او له هر چا یو څه زده کړئ. په دې ډول سره د دوه اړخیزې اړیکې لپاره دروازه پرانیستل کېږي.

دیل کارنګي وایي: «که نورو ته په پوره دقت غوږ کېږدی، کولی شی د دوو اونیو په موده کې د دوو کلونو په کچه اغېز وکړی». کارنیګي هغه څوک و چې د اړیکو جوړولو په برخه کې یې پوره وړتیا درلوده، نوموړي په دې برخه کې یو کتاب هم لیکلی دی. هغه  په دې اند و، هغه کسان چې ډېرې خبرې کوي په ندرت له نورو سره یوه قوي اړیکه جوړولی شي. ډیوډ شوارتز (د لوی فکر جادو) په کتاب کې لیکي: «لوی خلک غوږ نیول انحصاروي، خو کوچنیو بیا خبرې کول انحصار کړي وي».

د غوږ نیولو په وسیله کولی شو د ژوند په بېلابېلو برخو کې له نورو سره قوي او ژورې اړیکې جوړې کړو؛ ځکه غوږ نیول اړتیاوې پوره کوي. مشهور لیکوال نیل سټريټ وایي: «هر څوک غواړي خبرو ته یې غوږ ونیول شي». کله چې تاسو ښه غوږ نیوونکي اوسی، له مقابل اړخ سره مرسته کوی. نو کولی شی تاسو د هغوی په ژوند کې یو اغېزناک کس واوسی.

ویلسون میزنر وایي: «ښه اورېدونکی نه یوازې پر ټولو ګران وي او درناوی یې کوي، بلکې ډېر شیان زده کوي». حیرانوونکې ده، کله چې نورو ته غوږ ږدی، څومره شیان د ځان، کورنۍ، دوستانو او یا هغه ځای په اړه زده کوی چې په کې کار کوی. داسې فکر مه کوئ چې ګواکې پر هر څه پوهېږی. هېڅوک داسې نشته چې پر ټولو شیانو دې پوه شي او یا پر یو وخت د ټولو شیانو د زده کولو هڅه وکړي. ټول هغه کسان چې نن په خپل مسلک کې پیاوړي او رسېدلي دي، هغوی د ښه ډېر وخت لپاره اورېدلي او ښه اورېدونکي پاتې شوي دي. د لوړ پوړو کسانو یوازینۍ ستونزه دا ده چې لږ اوري، هغه هم د هغو کسانو په اړه چې دوی ته باید راپور ورکړي. له بده مرغه نن سبا زموږ په ټولنه کې دا عام شوي، چې څومره یې موقف لوړېږي، لږ اوري او ډېر وایي. اصل خبره دا ده چې کله یو څوک یوه موقف ته رسېږي، هغه باید ډېر واوري. ځکه دوی د څار په ساحه کې لږ حاضرېږي، نو د دې لپاره چې له هر څه خبر شي، باید د اړوندو کسانو خبرې واوري.

نوي نظرونه او افکار له موږ سره مرسته کوي، چې د زړو ستونزو لپاره حللارې پیدا کړو، نوي توکي تولید کړو او خپل کارو بار پراخ کړو.

د پخواني یونان مشهور فیلسوف پلوتارک وایي: «غوږ نیول زده کړئ، په دې سره ان که خبرې کوونکی بدې خبرې هم وکړي، یو شی زده کوی». که کله هم د نویو شرکتونو په اړه فکر وکړو، هغه چې نه تمامېدونکي نظرونه او ایډیاګانې له ځان سره لري، له ځنډ پرته مو ۳- ام شرکت ذهن ته راځي، هغه شرکت چې تر بل هر چا مخکې نوي توکي بازار ته وړاندې کوي. دا شرکت ځکه دومره مشهور او بریالی دی، چې د کارکوونکو خبرې د زړه په غوږو اوري او د خپلو پېرودونکو نظرونو او خبرو ته ارزښت او لومړیتوب ورکوي. د دې شرکت یو مسوول وایي: «زموږ د شرکت د بریا او پرمختګ راز د مشتریانو په شکایتونو کې دی». ښه شرکتونه په دې مشهور دي چې د خپلو کارکوونکو او مشتریانو خبرو ته غوږ ږدي. هغه څه چې د یوه شرکت په اړه صدق کوي، د اشخاصو په اړه یې هم کوي. کله چې په پر له پسې او دایمي ډول د خلکو خبرو ته غوږ کېږدی، هېڅکله هم د نظرونو له کمښت سره نه مخ کېږی.

کله چې تاسو د نورو خبرو ته غوږ نه ږدی، هغوی هڅه کوي څو داسې یو کس د ځان لپاره د ملګري په توګه پیدا کړي، چې خبرې یې د زړه په غوږو واوري. کله چې کارکوونکی، د ژوند ملګری، همکار، زوی او یا نور دوستان پر دې پوه شي چې خبرې یې درته ارزښت نه لري او غوږ نه ورته ږدی، اړ کېږي چې د ځان لپاره بل څوک پیدا کړي. چې ډېری وخت دغه څه د ملګرتیا د ختمېدو، په کار ځای کې د واک او اختیار له لاسه ورکولو، د نفوذ د کمېدو او ان د خاوند او مېرمنې تر منځ د بېلېدو لامل کېږي چې دا ټول زړه بوږنوونکې پېښې دي. که تاسو ښه اورېدونکي او غوږ نیوونکي اوسی، خلک به مو خواته جذب کړی. مشهور لیکوال او ارواپوه کرل منینګر وایي: «هغه ملګري چې زموږ خبرو ته غوږ نیسي، هغه څوک دي چې موږ یې خواته جذبېږو». ښه اورېدونکی د هر چا خوښېږي، خو که په دایمي ډول د یو چا لپاره د ښه اورېدونکي او غوږ نیوونکي په توګه پاتې شی، هغه به مو د یوه وفادار ملګري په توګه د ټول عمر لپاره هېر نه کړي.

راجر ایمهوف وایي: «پرېږدئ چې خلک در باندې باور وکړي او د زړه راز درته ووایي. ښکاره ده چې دوی به په دې کار سره له تاسو سره مرسته ونه کړي، خو له ځان سره به یې مرسته کړې وي». په لومړي سر کې کېدای شي غوږ نیول داسې درته ښکاره شي، چې له مقابل کس سره مو مرسته کړې ده، خو ښه اورېدونکي واوسئ. د وخت په تېرېدو سره به پوه شی چې پر هغوی سربېره مو له ځان سره هم مرسته کړې ده، له خلکو سره به مو اړیکه جوړه کړې وي، مهم معلومات به مو تر لاسه کړي وي. هغه وخت بیا کولی شی خپل او د نورو احساسات او افکار سره پرتله او درک کړی.

Share41Tweet8Share3

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

شي جين پینګ او نورو ګوندي او دولتي مشرانو د څوارلسم ملي ولسي کانګرېس د څلورمې کلنۍ غونډې د پای ناسته کې ګډون وکړ

مارچ 12, 2026

د چین د ۱۴ م ملي ولسي کانګرېس څلورمه غونډه پای ته ورسېده

مارچ 12, 2026

جانګ ګوه چینګ د اټومي انرژۍ په دوهمې سرمشريزې کې ګډون وکړ

مارچ 12, 2026

چين: د افسوس وړ ده، چې د روسيې په وړانديز د منځني ختيځ د حالاتو مسوده تصویب نه شوه

مارچ 12, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In