جمعه, جولای 24, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د کډوالو وزارت: نږدې ۵ کلونو کې له ۸ میلیونو ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي

    په تېرو ۴ میاشتو کې؛ هیواد ته ۱۵۴۰ بهرني سېلانیان راغلي دي

    د بهرنیو چارو وزارت: په باب‌المندب کې د سعودي پر یوې تېل‌وړونکې بېړۍ برید غندلی

    د تدارکاتو کمېسیون؛ د ۱.۳ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۳ پروژې منظورې کړې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د کډوالو وزارت: نږدې ۵ کلونو کې له ۸ میلیونو ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي

    په تېرو ۴ میاشتو کې؛ هیواد ته ۱۵۴۰ بهرني سېلانیان راغلي دي

    د بهرنیو چارو وزارت: په باب‌المندب کې د سعودي پر یوې تېل‌وړونکې بېړۍ برید غندلی

    د تدارکاتو کمېسیون؛ د ۱.۳ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۳ پروژې منظورې کړې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

ځنډېدلي مذاکرات او بې‌انتخابه امریکا

لیکنه: ذاکر جلالي

سپتمبر 16, 2019
in لیکنې
0 0

د تېرې شنبې په ورځ د ټرمپ مسلسلو دریو ټویټونو له طالبانو سره د مذاکراتو هغه لړۍ وځنډوله، چې له نږدې یوه کال راهیسې روانه وه. تر هرڅه وړاندې مهمه خبره دا ده چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وړاندوینې وړ سیاستوال نه دی. ده له یوې خوا له طالبانو سره د مذاکراتو داسې لړۍ وځنډوله چې خبره نویمې دقیقې ته رسېدلې وه او نور د لاسلیک تیاری کېده او له بلې خوا دا پوښتنه مهمه ده چې ایا ټرمپ د مذاکرې پر ځای د جګړې پلان لري؟ د ټرمپ د لیدلوري اساسي تناقض همدا دی چې که یې له یوې خوا مذاکرات وځنډول، له بلې خوا نه د مذاکراتو بدیله طرحه لري او نه هم د جګړې پلان. دا چې پر طالبانو د لا زیات پوځي فشار خبره کوي، دا دې ټرمپ د طبیعت د لاپو- شاپو برخه ده. ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې په تېرو څو ورځو کې يې دومره طالبان وژلي، چې په تېرو لسو کلونو کې نه وو وژل شوي. د ټرمپ له خوا د مذاکراتو درول په دې مانا نه دي چې ګواکې د افغان جګړې په تړاو یې لیدلوری بدل شوی او نور د پخوا په څېر د دې جګړې یو مخالف نه، بلکې پلوی شوی. د مذاکراتو له درولو وروسته د ملي امنیت سلاکار جان بولټن لرې کولو وښوده چې ټرمپ لا هم پر خپل دریځ ولاړ دی او نه غواړي داسې عناصر خپل څنګ کې پرېږدي، چې پر جګړه‌ییز اواري ټینګار لري. د ټرمپ له ټویټ وروسته خلیلزاد هم غوښتل استعفا ورکړي؛ خو د بهرنیو چارو وزارت یې مخنیوی کړی دی. دا هم ښيي چې د ټرمپ حکومت له مذاکراتو پرته بله لار نه لري. نو په دې اساس دا څرګنده ده چې په ټوله کې د ټرمپ په ذهنیت کې د بدلون څرک نه ښکاري.

که فکر وکړو چې د ټرمپ ذهنیت رښتیا هم بدل شوی او د مذاکراتو درول د ده له خوا یو دقیق محاسبه شوی اقدام دی، په دې صورت کې متحده ایالات بل انتخاب نه لري. په تېرو اتلسو کلونو کې د جګړې پر انتخاب ټینګار وشو او تر ټولو خونړۍ وسلې او تر ټولو پراخ عملیات وشول او پایله یې دا شوه چې له اتلسو کلونو وروسته نږدې پنځوس سلنه خاوره او درېيمه برخه نفوس د طالبانو تر ولکې لاندې دي. واک ته له رسېدو سره سم، ډونالډ ټرمپ د جګړې انتخاب ته کافي فرصت ورکړ. په سر کې يې د دفاع وزیر جیمز مټیس ته شپږ میاشتې، وروسته یو کال او په پای کې دوه کاله فرصت ورکړ چې که وکولای شي د جګړې له لارې طالبان مات کړي. د همدې لپاره امریکایانو پر طالبانو د پوځي فشار تر څنګ، د ټولنیز او مذهبي فشار له انتخابه هم پوره استفاده وکړه، خو پایله یې امریکایانو ته منفي وه. مذاکرات او سیاسي حل نه یوازې دا چې د امریکایانو لپاره د خپلې خوښې وروستی انتخاب دی؛ بلکې په سیمه کې بدل شوي شرایط هم متحده ایالات مجبوروي، چې له طالبانو سره د تفاهم دریڅه پرانیستې وساتي. له طالبانو سره مذاکرات د امریکایانو لپاره تر انتخاب زیات یو جبر دی. له هغې راهیسې چې خلیلزاد له طالبانو سره خبرې پیل کړې، له چین او روسيې سره یې هم په واشنګټن او مسکو کې ګډې ناستې وکړې او د افغان سولې په تړاو یې د دغو هېوادونو موافقه تر لاسه کړې وه. اوس امریکایان نه شي کولای چې له چین او روسيې سره شوې هوکړې بابیزه وګڼي. امریکایان د دې کار په پایلو ښه پوهېږي.

په ۲۰۱۳ ز کال کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له پرانیستو وروسته او په ځانګړي ډول له ۲۰۱۷ ز راهیسې چې طالب استازو ته په نړیواله کچه سیاسي سټېجونه په لاس ورغلل، دا د دې لامل شول چې په سیمه کې د امریکا حریف قدرتونه له دې ټکي ګټه پورته کړي او له طالبانو سره د اړیکو له پاللو پر امریکا فشار راوړي. د ۲۰۱۷ ز کال په نومبر کې په لومړي ځل د طالبانو استازو د مسکو په هغې ناسته کې ګډون وکړ، چې د سیمې او نړۍ د دوولسو دولتونو استازو په کې ګډون درلود. پر دې سربېره، کله چې ملا برادر د پاکستان له بنده خوشې شو او د طالبانو د سیاسي مرستیالۍ ترڅنګ د قطر دفتر مشر وټاکل شو، د طالبانو او سیمه‌ییزو قدرتونو ترمنځ روابط د پخوا په پرتله څو برابره شول. ملا برادر وتوانېد چې په لنډه موده کې روسيې، چین، ایران، اندونیزیا او ازبکستان ته سفرونه وکړي. که د سیمې د هېوادونو له خوا له طالبانو سره د یوه مهم طرف په توګه تعاملات نه وی زیات شوي، ګومان نه کېده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ دې هم د مذاکراتو لړۍ دومره چټکه شوې وای.

اوس چې ټرمپ مذاکرات ځنډولي، د سیمې همدغو مقتدرو هېوادونو پر امریکا غږ کړی چې دا ځنډ ډېر ونه غځېږي. امریکا اوس په حقیقت کې له سخت حالت سره مخ ده. که مذاکرات ځنډوي هم د دغو مهمو دولتونو له خوا تر نیوکې لاندې راځي او هم د خپل حیثیت او اعتبار په قیمت طالبانو ته اعتبار ورکوي، چې ګواکې چمتو وو چې د خبرو له لارې مسئله اواره کړي او امریکا په وروستۍ شېبه کې په شا شوه. له بلې خوا دا امکان شته چې د سیمې هېوادونه طالبان وروغواړي، څو د امریکا په غیاب کې د افغان سولې په تړاو د مهمو ناستو کوربه‌توب وکړي؛ ځکه دغه هېوادونه په افغانستان کې د تاوتریخوالي له دوام سره خپل امنیت په خطر کې ویني او په دې اساس د دغه وړ ناستو د کوربه‌توب لپاره معقول دلایل هم لري. د سیمې هېوادونه له طالبانو سره د اړیکو د پراخولو له لارې د خپلو پولو د خوندیتوب تر څنګ، پر امریکا ښه فشار راوړلای شي. دا حالت به د امریکایانو لپاره هم د زغم وړ نه وي. یو دلیل چې امریکایان به بېرته د خبرو مېز ته راګرځي او دغه ځنډ به ډېر نه غځوي همدا دی چې نه غواړي د افغان سولې په بحث کې خپل ځای خپلو سیالانو او حریفانو ته پرېږدي. امریکايي پالیسي جوړوونکي زموږ په سیمه کې په ژیوپولیتیکي سیالیو ښه پوهېږي او ډېری سیاستونه یې د همدې سیالیو له امله وي.

طالبان؛ جګړه او مذاکرات

د ۲۰۰۱ ز کال په اکټوبر کې پر افغانستان د امریکا له برید راهیسې، طالبان په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور پر خلاف پر جګړه بوخت دي. طالبانو د یرغل په اوج کې، هغه مهال چې کرزی تازه د موقتې ادارې مشر ټاکل شوی و، د خبرو او روغې وړاندیز کړی و چې د امریکا د وخت د دفاع وزیر له لوري رد شو. له هغې راهیسې طالبانو په ډېرو لږو امکاناتو او ناچیزو وسلو د امریکا پر ضد جګړه پیل کړه. په ۲۰۰۹ ز کال کې په امریکا کې د اوباما له راتګ سره امریکایان دې پایلې ته ورسېدل چې نور طالبان د جګړې له لارې نه شي ورکولای. له همدې امله د سیاسي حل بحث مطرح شو چې په پایله کې يې په کابل کې د سولې عالي شورا جوړه شوه او په قطر کې طالبانو ته سیاسي دفتر ورکړل شو.

طالبانو چې د امریکا د برید په لومړیو کې وکولای شول چې یو ځل بیا جګړه پیل کړي، اوس د هغه وخت په پرتله په هر لحاظ په ښه وضعیت کې دي. له دې امله طالبانو ته د جګړې دوام نوره کومه سخته چاره نه ده. اوس چې په کور دننه هم کافي سیمې د طالبانو تر لاس لاندې دي، اقتصادي منابع یې تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي او په سیمه او نړۍ کې یې د یوه مشروع جهت په توګه حیثیت هم پیدا کړی، په دغه وخت کې ورته د جګړې دوام ډېر ستونزمن نه برېښي. طالبان تر مذاکرې او سیاست په جګړې او مقاومت کې ډېر ظرفیتونه لري؛ ځکه نو طالبانو ته تر مذاکرې جګړه اسانه برېښي. د جګړې دوام د طالبانو بقا ښه تضمینولای شي؛ خو د مذاکرې د انتخاب په کارولو سره طالب ډېرو ننګونو ته غاړه ورکړې ده. د قطر دفتر له پیله د خلیلزاد تر مذاکراتو، هر ځل چې طالبانو په سیاسي مجال کې ګام اېښی، په تبلیغاتي لحاظ ډېره هڅه شوې چې د طالبانو د لیکو ترمنځ بې‌باوري پیدا شي او ان که وکولای شي چې طالبان ووېشي. امریکايي شنونکی مایکل کوګلمن هم پر دې باور دی چې امریکا طالبانو ته لومه ايښې وه چې که یې په مذاکراتي بهیر کې په خپلمنځي لانجو او اختلاف واړوي؛ خو طالبانو له مشرتابه تر جنګیالیو په یوه خوله د مذاکراتو پلوي وکړه. کوګلمن زیاتوي، امریکا په خپل دام کې ونښته او د چارواکو ترمنځ ژور اختلافات رامنځ ته شول. کوګلمن وايي، طالبان اوس په ښه موقف کې دي او سولې او جګړې ته هغوی د امریکا په څېر بيړه نه لري. که څه هم طالبان تر دې دمه د دغو ننګونو پر وړاندې برلاسي ثابت شوي دي، خو بیا هم که د جګړې او مذاکرې بحث وشي، طالبانو ته به جګړه اسانه وبرېښي. په دې اساس د مذاکراتو ځنډول ښايي د طالبانو ټوله توجه جګړې ته کړي او دا حالت ښايي افغان حکومت، امریکایانو او عامو افغانانو ته هم ښې پایلې ونه لري. که طالب دغه انتخاب ته اړ کېږي، په دې صورت کې يې مذاکرې ته خپله ژمنتیا وښوده او دا امریکايي لوری و چې مذاکرات یې وځنډول او افغان حکومت یې هرکلی وکړ.

Share17Tweet5Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د کډوالو وزارت: نږدې ۵ کلونو کې له ۸ میلیونو ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي

جولای 24, 2026

په تېرو ۴ میاشتو کې؛ هیواد ته ۱۵۴۰ بهرني سېلانیان راغلي دي

جولای 24, 2026

انټونیو ګوټرېش: ډیپلوماسي په منځني ختیځ کې د کړکېچ د پای یوازینۍ لار ده

جولای 24, 2026

پاکستان کې؛ د موسمي بارانونو له امله لږ تر لږه ۴۱ کسان مړه شوي

جولای 24, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In