ایا له خپلې دندې خوښ یاست؟ ممکن هغه دنده ونه لری یا مو په اوسنۍ دنده کې هغسې پرمختګ نه وي کړی، څنګه مو چې زړه غواړي. ممکن لومړیو کې مو داسې فکر کړی وي، چې د دندې دا لومړی پیل به مو تر ښو موقفونو ورسوي. ممکن له دې مخکې مو ښه دنده درلوده، خو اوسنی کاري چاپېریال مو زړه خوري. ممکن دا دنده مو د قرضونو یا نورو کورنیو اړتیاوو د پوره کولو په خاطر منلې وي، خو اوس د هغو قرضونو د نه خلاصون له امله ستاسې وجود کې د بلې دندې د اخیستو انګېزه مړه شوې ده.
د څېړنو له مخې، هر کس په اوسط ډول په ټول عمر کې ۹۰ زره ساعته کار کوي. دا وخت د هغه کار لپاره چې تاسې ورسره مینه نه لری، بیخي زیات دی. ایا د دندې د بدلولو یا د خپلې خوښې وړ دندې د اخیستو په فکر کې یاستی؟ که یاستی؛ دا مقاله تر پایه ولولئ، دلته مو ځینو هغو ټکو ته اشاره کړې چې د دندې بدلولو په وخت باید په پام کې ونیول شي.
۱ـ خپله علاقه مو و ارزوئ
ممکن دا درته بیخي نوې او جالبه وي، څېړنې وايي، په سلو کې ۸۷ سلنه خلک له خپلو دندو سره مینه نه لري. له دندې سره مینه، د خلکو ترمنځ متفاوته ده. ممکن یو کار او دنده د یو کس لپاره په زړه پورې وي او د بل بیا بد ترې راځي. په هر حال، د هغه شرکت پر رسالت باور چې تاسې ورسره کار کوی، له دندې سره ستاسې د مینې په پیدا کولو کې مهم رول لري.
څنګه کولای شی له دندې سره د مینې نه لرل جبران کړی؟ کېدای شي ستاسې حللاره د دندې بدلول وي. د دې کار لپاره له هغو کسانو سره مشورې وکړئ، چې ستاسې د خوښې وړ دنده لري. تاسې د هغوی نظر او احساسات د خپلې خوښې وړ دندې په اړه ښه په غور واورئ. په دې ډول تاسې پوهېږی چې د دندې بدلول تاسې ته نوې او مثبته انګېزه درکولای شي او که نه.
ستاسې دنده باید داسې وي چې د شنبې سهار څنګه چې کاري دفتر ته داخل شی، هغسې فکر او احساس ولری، کوم مو چې پنجشنبې د کار پرېښودو پر مهال درلود. کله چې له کار او دندې سره مینه ولری، هېڅ یوه ورځ به هم تاسې ته عذاب ورکوونکې نه وي. کله چې له کار سره مینه ولری، نور به له کار او دندې ستړي نه شی.
۲- د ټکنالوژۍ له چټک پرمختګ سره ځان همغږی کړئ
ایا تاسې د ټکنالوژۍ له چټک پرمختګ سره ځان همغږی کړی دی؟ ایا هغه شرکت چې تاسې په کې کار کوی، ستاسې هڅو او پرمختګونو ته ارزښت ورکوي؟ نن ورځ د ټکنالوژۍ پرمختګ او وده ډېره چټکه شوې ده، چې ډېری شرکتونه نه شي کولای له هغه سره په یو وخت ځان همغږی کړی. بیا همدا له ټکنالوژۍ وروسته پاتې کېدل د ډېرو شرکتونو د مدیرانو لپاره یو ډول د اندېښنې وړ ګرځي. دا پس پاتې والی نه یوازې د مدیرانو روان او د کار په اړه د هغوی روحیه او انګېزه پیکه کوي، بلکې پر کارکوونکو هم دومره بد اغېز کوي.
که غواړی چې د خپلې خوښې وړ دنده واخلی، ښه ده چې د لاسته راوړلو لپار ه یې د ټکنالوژۍ له چټک پرمختګ سره ځان همغږی کړی.
۳- د دندې په اړه نوی لیدلوری پيدا کړئ
ممکن ډېر مو لیدلي وي، کله چې کوم لوبغاړی د لوبې میدان ته ښکته کېږي، له ځان سره یو ډول حرکات کوي، یا یې له لوبې مخکې د تمرین پر مهال ځینې خاص حرکتونه زده کړي وي او بیا یې د لوبې په وخت کاروي. ډېر سیاسیون هم له ځان سره ډېری وخت خیالي صحنې جوړوي، دوی ځان په ستونزو کې راګیر او بیا له هغه د خلاصون لارې له ځان سره تکراروي. نو پر دې اساس د دندې له بدلولو مخکې تاسې باید خپل موقف ترسیم کړئ. پنځه کاله وروسته مو په کوم موقف کې ژوند کول خوښېږي؟ لس کاله وروسته؟ پنځلس کاله وروسته؟ هڅه وکړئ چې دا ځان ته روښانه کړی چې د دندې له بدلولو ستاسې موخه څه ده. ایا له اخیستو وروسته به تاسې ته خوشالي درکړي او که به له هغه هم ستړي یاستی؟
له ځانه وپوښتئ، ایا همدا اوس د دندې بدلولو لپاره مالي توان لری؟ مانا دا که تاسې زړه دنده پرېږدی او تر هغې چې نوې دنده اخلی، له مالي ستونزو سره خو به نه مخ کېږی؟ ایا له دې به زیات مالي امتیازات پیدا کړی؟
کله مو چې دا موخې د کاغذ پر مخ ولیکې، وروسته یې له هغو ملګرو او د کورنۍ له غړو سره شریکې کړئ، چې رښتیا هغه ستاسې پرمختګ غوښتونکي وي.
۴- له سختو اړیکو مه وېرېږئ
که د دندې له بدلولو وروسته تاسې پښېمانه شوی، پخواني مدیر ته مو زنګ ووهئ او ورته ووایئ چې غواړی بېرته له هغه سره کار شروع کړی. که دا وخت مو د کورنۍ کوم غړي یا دوست د دې مخالفت کاوه چې نه، پخواني مدیر ته مو زنګ مه وهی، هغه ته ووایئ چې پخوانۍ دنده مې تر نوې هغې په ځینو دلایلو ښه وه؛ ځکه خو غواړم چې بېرته هغې ته ور وګرځم. دا اندېښنه مه کوئ چې کېدای شي پخوانی مدیر مو تاسې ته (نه) ځواب درکړي. که یې درکړ هم، کومه خبره نه ده. دا له ځان سره فرض مه ګڼئ چې حتماً د هر شرکت او په هر حال کې یو سازمان تاسې ته له هغه سره د کار کولو چانس درکړي. ډېری خلک ښه لایق او مسلکي کارکوونکي وي، خو یو شرکت ته له تلو وروسته هغه ورته د (نه) ځواب ورکړي. پر ځان باور وکړئ او هغو شرکتونو ته د کار کولو لپاره لاړ شئ، چې ښه کاري بګرونډ لري. له دې مه وېرېږی چې هغه به تاسې ته دنده در نه کړي. په ښه کاري چاپېریال کې دنده اخیستل ستاسې وړتیاوې راسپړي.
۵- نوې دندې ته د رسېدو لپاره مو هره ورځ یوڅه کار وکړئ
د دندې بدلول حتماً وخت غواړي، خو هره ورځ د لږ لږ کار په کولو سره کولای شی هغه ته د رسېدو چانس ډېر کړی. که د نوې دندې اخیستو لپاره مو هره ورځ یو ساعت کار وکړی، دا له دې په څو وارې ښه دی چې په یو وار هغې ته د رسېدو لپاره ۱۲ ساعته کار وکړی. هرڅومره چې تاسې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره جدي وی، هماغومره مو موخې حقیقي بڼه پيدا کوي.
۶- ستاسې د خوښې وړ دندې لرونکو کسانو سره اړیکې ونیسئ
خپل ټولنیز اکونټونه مو داسې عیار کړی، چې له تاسې سره نوې دندې ته په رسېدو کې مرسته وکړي. داسې کسان د ځان ملګري کړئ چې هغه ستاسې د خوښې وړ دندې ولري. د هغوی فعالیتونه و ارزوئ، له نږدې ورسره خبرې وکړئ او ترې وپوښتئ چې هغوی له خپلو دندو څومره خوښ دي.