پنجشنبه, مارچ 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

    سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

    ډبلیو ایچ او: د سیمې جګړو افغانستان ته د طبي مرستو بهیر ځنډولی دی

    نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

  • نړۍ

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

    سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

    ډبلیو ایچ او: د سیمې جګړو افغانستان ته د طبي مرستو بهیر ځنډولی دی

    نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

  • نړۍ

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

پنجاب ته چا ډېر تاریخي خدمت وکړ؟!

لیکنه: قاصي نجیب الله جامع

سپتمبر 22, 2019
in لیکنې
0 0

هغه ملتونه، هېوادونه او حکومتونه تل پیاوړي پاتې شوي چې پر خپل ولس، تاریخ او ارزښتونو یې تکیه کړې، پاللي يې دي او د غني کولو په لار کې یې مخکښانو د وخت د هر بدمست پر وړاندې سختې سیالۍ او قربانۍ ته چمتو شوي چې نوموتې بېلګې یې د ماوتڅه چین، د پوتین روسیه، اخوندي ایران، اردوغاني ترکیه، د لي کوان یو سینګاپور او د شیخ مجیب الرحمن بنګله دېش دي. دا دې هغو هېوادونو له ډلې دي چې سیاسي رهبران او ولسي ـ ملي مشران یې یوازې پر خپل ولس د تکیې او باور پر مټ پاتې شوي، رغېدلي او نن په نړیوال سیاست او نظم کې د خبرې او دریځ څښتنان دي.

مګر زموږ په وطن کې د افغان ولس د نرخ، چم، دریځ او تاریخ خلاف، سیاسي رهبران او واکمن حکام نه یوازې دا چې له دې ټولو څخه پردي او پر وړاندې یې غبي دي، بلکې پوپولیستي، شعاري او پر سیاسي ډانګمارۍ ولاړو کړنو سربېره، غواړي عملاً حقایق جعل او له خپلو خیانتونو، ناروا کړنو او بدرنګو معاملو سره د ولس په سترګو ورننوځي.

هغه چې شرموونکې بېلګې یې د امریکا شتون، له دغه تاړاکګر هېواد سره د افغانانو د وژلو لعنتي امنیتي تړون او په ځانګړي ډول د ابن غلامانو د مینځلو او سپین چرګ کېدلو په بحث کې له پاکستان سره د چپیانو تنظیمیانو، طالبانو او په ځانګړي ډول د ملي خیانت په موضوع کې د تبلیغاتو او پروپاګند په دې ګرم بازار کې له پاکستان سره د ملي خیانت پر معیارونو د طالبانو او غني د معاملو جاج دي.

شخصاً ولسمشر، سلاکاران، ویاندویان، د امنیتي ادارو چارواکي او په ټوله کې د ډاکتر غني ټیم چې کله هم د سولې خبرې تودې شي، یا په لویو ښارونو کې د طالبانو په ادرس یوه امنیتي پېښه وشي او یا په یو بحث کې غواړي ځان خپلواک وښیي، نو پر طالبانو د نورو لسګونو تورونو او تهمتونو ترڅنګ، له پاکستان سره د دوی د اړیکو او دا چې دوی د پنجاب تر اغېزې لاندې او د پنجاب په خدمت کې دي، دې ته ورته پوښتنې کوي او په مقابل کې ځان د پنجاب خلاف داعیې سپین چرګ سرلاري ګڼي.

مونږ به په لاندې عنوان کې پنجاب ته د غني او طالبانو د تاریخي خوش خدمتیو هغه چې پاکستان په خپل ټول تاریخ کې نه وو تر لاسه کړي، د چا لخوا او څرنګوالي بربنډې بېلګې وړاندې کړو.

د پنجاب لپاره تاریخې خدمت چا وکړ؟!

۱ ـ د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل څه موده وړاندې له یوه خصوصي ټلوېزیون سره په مرکه کې په ښاغلي غني تور پورې کړ، چې له پاکستان څخه یې څه باندې ۷۰ میلیون ډالر د ډیورنډ فرضي کرښې پر سر د یوې معاملې په ترڅ کې اخیستي، هغه څه چې له دې وړاندې هم په نړیوالو رسنیو او کور دننه کې پرې تاوده رسنیز بحثونه شوي دي.

۲ ـ د ولسمشر غني په واک او حاکمیت کې عملاً د پاکستاني حکومت له لوري په تورخم او چمن کې سرحدي دروازې جوړې شوې، کوم چې د ولس له ټینګ غبرګون سره مخ شوې، خو د غني ویاندویانو به دا هر ځل ردولې، مګر د تېرې چهارشنبې په ورځ د تورخم دروازې د ۲۴ ساعته پرانیستلو په پلمه د پاکستان لومړی وزیر له اسلام اباده د خپلې کابینې له کلیدي وزیرانو سره تورخم ته راغی، هلته له افغان لوري څخه د ننګرهار والي میاخېل او د ټولګټو وزیر یما یاري د پاکستان خاورې ته واوښتل او د رسنیو په مخ کې یې یوه لوحه چې ښودله یې تورخم د یوه رسمي سرحدي باډر حیثیت او تورخم یې دروازه ده، پرانیسته وکړه. پاکستانیانو د دې لپاره د ډول، نڅاه، سرو فرشونو، ډومبکانو او بیرغونو د ځانګړي ښه راغلاست مراسم هم نیولي وو.

دې چارې، د عمران خان ځانګړي رسنیز کنفرانس او د افغان ولس د شدید غبرګون سربېره، د ډاکتر غني د حکومت بي شرمانه چوپتیا د دې ښودنه کوله چې تر کاسې لاندې نیم کاسه شته او دا د ښکاره معاملې هغه کرغېړن انداز و.

۳ ـ بل لور ته د ډېورنډ پر کرغېړنه کرښه د پنجاب لخواه نږدې دوه کاله کیږي چې اغزن تار تېریږي، هغه تار چې ټول لګښت یې امریکایان ورکوي، مګر د افغان حکومت له لوري په دې اړوند د ولس او سیاستوالو له جدي اعتراضونو سره سره، تر اوسه یو ګام څه چې یو عادي رسنیز دریځ هم نه دی نیول شوی.

۴ ـ د کونړ، ګوشتې او کندهار ځینې افغان سیمې د یوې معاملې په ترڅ کې پنجاب ته پرېښودلی شي، ولس او رسنیو دا موضوع راپورته کړله، ولې حکومت یې پر سر لا تر اوسه هم پټه خوله دی.

۵ ـ د ډاکتر غني په حکومت کې ټول هغه بلوڅ ملتپاله لکه اجمل بلوڅ چې د کندهار په پرامنه سیمه عینو مېنه کې اوسېده، ترور شو او دېته ورته ډېر نور ووژل او یا په نښه شول، هغه چاره چې مطلقاً د استخباراتي معاملو بوی ترې راځي.

۶ ـ لطیف الله محسود چې د پنجاب سرسخت دښمن و او دغه خوځښت د مسيدو یو تاریخي ـ مذهبي جریان دی، چې تل یې پنجابي ـ پاکستاني حکومتونو ته د محکوم افغانستان په خاوره کې خنډونه راولاړ کړي، د غني حکومت د پنجاب دا دښمن د یوې استخباراتي معاملې په نتیجه کې پنجابیانو ته لاس تړلی وسپاره.

۷ ـ د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله هم له پنجاب او امریکا سره په معامله کې لومړی ونیول شو، بیا یې امریکا ته ځای وښودل شو او وروسته ووژل شو.

۸ ـ د آی اېس آی مامورین د ډاکتر غني په معامله کې ارګ ته راوستل شول، په ارګ کې وساتل شول او په اخیر کې د امنيت په زندانونو کې د پنجاب ضد زندانیانو دوسیې یې وپلټلې او هغه ټارګېټونه چې هدف وو، تر لاسه یې کړل.

۹ ـ ډاکتر غني د سولې په سر معاملې لپاره د پنجاب پوځیانو پر قبرونو د ګلونو ګیډۍ کېښودې.

۱۱ ـ د ډاکتر غني په وخت کې پر پښتنو قبایلو د ډیورنډ پر پوله د اوښتو را اوښتو بندیز او پر سر یې معامله وشوه.

۱۲ ـ له پاکستان سره د استخباراتي معلوماتو شریکولو تړون ډاکتر غني په ارګ کې د ای آېس ای له مشر سره لاسلیک کړ، چې بیا د پخواني ولسمشر کرزي او افغان ولس د توندو غبرګونونو له امله وځنډول شو.

۱۳ ـ د کونړ اوبو پر سر د هوکړې چارې هم د غني په حکومت کې له پاکستان سره وروستۍ شوې.

۱۴ ـ د لومړي ځل لپاره د افغان ملي اردو افسران د پنجاب تعلیمي مرکزونو ته د ډاکتر غني په حکومت کې واستول شول.

۱۵ ـ هغه پوستې چې تر ۲۰۱۶ میلادي کال پکې امریکایي پوځیان اوسېدل او هغه د ډېورنډ په اوږدو کې د اوسني افغانستان برخه وې، دا ټولې سیمې او هلته تاسیس شوې امریکایي اډې امریکا داسې مهال د پاکستان پوځ ته وسپارل، چې ډاکتر غني واکمن و او له ټولو جریاناتو خبر و، ولې غوږ یې پرې ونه ګراوه.

۱۶ ـ د ډاکتر غني د حکومت له پیله تر همدا ننه د پاکستان پنجابي پوځ هره ورځ افغان خاوره (کونړ او خوست ولایتونه) پر راکېټونو ولي، مګر حکومت پرې چوپه خوله او داسي ښکاري لکه دغه سیمه چې د سهیلي افریقا برخه وي.

د دې خلاف طالبانو نه یوازې د ټولو هغو تهمتونو او ابتراوو چې پرې تر ننه لګېدلې، یوه لوېشت خاوره هم پاکستان ته نه ده ورکړې، بلکې نورې معاملې لکه د ډېورنډ رسمیت، د دروازو جوړېدل، د تورخم باډر کېدل، استخباراتي قراردادونه، د جي اېچ کیو مرکز ته تګ او په ټاکنو کې له پنجابه همکاری خو پرېږده.

پر همدې بنسټ هغوی چې یوازې د ګرد افغانستان قباله یې پنجاب او امریکا ته نه ده ورکړې او نور هېڅ یې د پنجاب او پردو بادارانو لپاره بې معاملې نه دي پرې اېښيي، بلکې پر مقابل طرف د الزام لګولو پر مهال دې لږ تر لږه خپل تور او له پوښتنو ډک کرکټر وګوري او بیا دې قضاوت وکړي.

Share31Tweet8Share3

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

مارچ 12, 2026

پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

مارچ 12, 2026

سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

مارچ 12, 2026

ډبلیو ایچ او: د سیمې جګړو افغانستان ته د طبي مرستو بهیر ځنډولی دی

مارچ 12, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In