پنجشنبه, مارچ 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

    سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

    ډبلیو ایچ او: د سیمې جګړو افغانستان ته د طبي مرستو بهیر ځنډولی دی

    نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

  • نړۍ

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

    سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

    ډبلیو ایچ او: د سیمې جګړو افغانستان ته د طبي مرستو بهیر ځنډولی دی

    نورالدین عزیزي چینایي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي

  • نړۍ

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

د سپټمبر ۱۱مه؛ په افغانستان کې د نیابتي جګړې پیل

لیکنه: د ستراتېژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز

سپتمبر 24, 2019
in لیکنې
0 0

ژباړه: جواد تیموري

د ۲۰۰۱ ز کال د اکټوبر په اوومه امریکایي ځواکونو د طالبانو د رژیم د سقوط او د القاعدې شبکې د پټنځایونو د له منځه وړلو لپاره په افغانستان کې پراخ پوځي عملیات پیل کړل، چې تر اوسه یې ناوړه پایلې پر ځای پاتې دي.

په تېرو ۱۸ کلونو کې د جګړې له کبله په لسګونو زره افغانان وژل شوي او لاهم هره ورځ لسګونه نور یې قرباني کېږي. په ۲۰۰۱ ز کال کې د طالبانو ماتې یوه موقتي ماتې وه، خو دغه ډله اوسمهال د پخوا په پرتله تر بل هر وخت ډېره پیاوړې شوې، جګړې د هېواد ټولو برخو ته غځېدلې او د افغانستان نږدې ۵۰ سلنه خاوره د دوی په کنټرول کې ده.

د سپټمبر له ۱۱مې وروسته ولې په افغانستان کې جګړه بیا پیل شوه؟

په افغانستان کې د شوروي اتحاد پر وړاندې په جهاد کې په زرګونو عرب جنګیالي هم د افغانانو ترڅنګ ودرېدل او د سرو لښکرو له ماتې وروسته، د برهان الدین رباني په مشرۍ د مجاهدینو حکومت دوی ته په افغانستان کې پناه او حتی ځینو ته یې تابعیت هم ورکړ. له مجاهدینو وروسته چې کله طالبان واک ته ورسېدل، د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن په ګډون، په زرګونو عرب جنګیالي په افغانستان کې مېشت وو او دغه شبکه له ۱۹۹۶ ز کال وروسته د طالبانو له کلک ملاتړ څخه برخمه شوه.

کله چې د سپټمبر د ۱۱مې پېښه وشوه، نو القاعده شبکه د دغه برید مسووله وګڼل شوه او په همدې بهانه امریکا پر افغانستان یرغل وکړ. امریکا په افغانستان کې د طالبانو د حکومت پر نسکورولو سره په دغه هېواد کې د خونړۍ جګړې نوی باب پرانیست. پر امریکا د سپټمبر د ۱۱مې تر برید وروسته هم د اسامه بن لادن په افغانستان کې و او له همدې کبله د ۲۰۰۱ ز کال د سپټمبر په ۲۰مه د امریکا د وخت ولسمشر جورج ډبلیو بوش طالبانو ته سپارښتنې وکړې، چې د القاعده شبکې ټول مشران دې امریکا ته وسپارل شي، له طالبانو سره ټول بهرني زندانیان دې خوشي او امریکا ته وسپارل شي،  د القاعدې شبکې ټول روزنیز کمپونه دې وتړل شي او امریکا ته دې اجازه ورکړل شي چې په افغانستان کې د القاعده شبکې ټولو کمپونو ته لاسرسی ولري او هغه وپلټي.

خو په پاکستان د طالبانو مېشت سفارت اعلان وکړ چې متحده ایالتونه هېڅ داسې سند نه لري چې دا په ډاګه کړي چې اسامه په دغه برید کې لاس درلود. په پاکستان کې د طالبانو د وخت سفیر ملاعبدالسلام ضعیف وویل چې د طالبانو حکومت هغه وخت ډېره هڅه وکړه، چې په دغه حمله کې د اسامه د لاس لرلو په تور شواهد تر لاسه او دغه حقیقت په ډاګه کړي، خو امریکا پر افغانستان د برید له تصمیم څخه په شا نه شوه. د نوموړي په خبره، د سپټمبر د ۱۱مې پېښه ناڅاپي نه وه، بلکې افغانستان له دې وړاندې په سیمه کې د خپلو اوږدمهاله موخو د تامین لپاره پر افغانستان د برید اراده درلوده. هغه ویلي چې طالبانو امریکا ته دری ځله وړاندیز وکړ چې اسامه به په افغانستان او یا کوم بل درېیم هېواد کې محاکمه کړو، خو له دې سره سره هم امریکا دغه وړاندیز رد کړ.

د اکټوبر په اوومه په افغانستان کې د امریکا هوایي بریدونه پیل شول او د همدې میاشتې په ۳۱مه د امریکا په ملاتړ شمال ټولواله کابل ته ننوته او په دې سره د طالبانو حکومت نسکور شو. ورپسې د نومبر په ۲۵مه په بن کې د افغانستان په تړاو کنفرانس جوړ شو او د لسو ورځو په جریان کې د حامد کرزي په مشرۍ موقته اداره رامنځته شوه.

د نړیوالو قوانینو له مخې پر افغانستان برید!

د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته د ملګرونو ملتونو امینت شورا په دوو پرېکړه لیکونو(۱۳۶۸ او ۱۳۷۳) کې خپل عکس العمل وښود.

په دغه پرېکړه لیکونو کې یوازې دغه تروریستي بریدونه غندل شوي وو، خو هېڅکله یې هم امریکا ته پر افغانستان د برید اجازه نه وه ورکړې.

د امنیت شورا په ۱۳۷۳ شمېرې پرېکړه لیک کې ترورېزم یوه نړیواله ستونزه یاده کړې وه او د افغانستان له خلکو سره یې پر مرستې ټینګار کاوه، خو په ۱۳۶۸م پرېکړه لیک کې یې د کابل او شاوخوا سیمو د امنیت د ټینګښت لپاره د ایساف ځواکونو د ځای پر ځای کولو لپاره اجازه ورکړې وه، البته دغه پرېکړه لیک د ۲۰۰۱ ز کال د ډسمبر په ۲۰مه چې د امریکا له برید څخه څو اونۍ تېرې شوې وې، صادر کړ.

د ملګرو ملتونو منشور چې د امریکا او نورو هم پیمانه هېوادونو له لوري تصویب شوی، وایي چې د ملګرو ملتونو ټول غړي باید خپلې بیانیې د سوله ییزو موخو لپاره مطرح کړي او د دغه پیمان هېڅ غړی پرته له دفاع څخه پر نورو د برید او له نظامي قوې څخه د استفادې اجازه نه لري.

د دغه منشور په ۳۳مه ماده کې راغلي: «دواړه اړخونه د ټولو هغو اختلافونو په تړاو چې سوله او نړیوال امنیت له ګواښ سره مخ کوي، باید له هرڅه وړاندې د خبرو، منځګړیتوب، جوړښت او نړیوالو اصولو ته په پام له سوله ییزو لارو حل کړي»، خو امریکا د سپټمبر له یوولسمې وروسته د هر ډول سوله ییز حل دروازې وتړلې او پر افغانستان یې یرغل وکړ.

په ورته وخت کې د امریکا اساسي قانون هم دا په ډاګه کوي چې ټولې نړیوالې هوکړې او د هغې له ډلې د ملګرو ملتونو منشور چې د ټولو هېوادونو او امریکا له لوري تصویب شوی، په امریکا کې د اعلی قانون یو جز ګڼل کېږي.

له همدې کبله، د سپټمبر د ۱۱مې په برید کې هېڅ افغان لاس نه درلود او له بله اړخه متحده ایالتونو د دغه برید د تورنو په تړاو هېڅ ډول شواهد وړاندې نه کړل چې وښیي دوی په دغه برید کې لاس درلود. حتی تر دې چې تر نن پورې هم هېڅ داسې ثبوتونه نه دي وړاندې شوي چې په دغه برید کې د بن لادن لاس لرل په ډاګه کړي، په داسې حال کې چې کولن پاول یې هغه مهال د خپرېدو ژمنه کړې وه.

اوس پوښتنه دا ده چې امریکا ولې پر داسې یو هېواد برید وکړ چې د شواهدو د ورسپارلو په صورت کې د اسامه محاکمې ته حاضر و؟

د بوش حکومت د ملګرو ملتون د منشور د ۵۱مې مادې په بهانه چې هېوادونو ته له ځانه د دفاع حق ورکوي، پر افغانستان برید وکړ او دا چې هېڅ طالب او افغان  د سپټمبر د ۱۱مې په برید کې لاس نه درلود او د شواهدو په صورت کې د اسامه محاکمې ته تیار وو، په دې مانا وو چې امریکا ته هغه مهال د طالبانو له لوري کوم ګواښ نه و متوجه.

په هېواد کې د روانې جګړې مرګ ژوبله

 د بهرنیو ځواکونو مرګ ژوبله

له ۲۰۰۱ ز څخه تر ۲۰۰۴ ز کال پورې ائتلافي ځواکونو د راتلونکو کلونو په پرتله لږ مرګ ژوبله درلوده، خو له دې وروسته د دغو ځواکونو په مرګ ژوبله کې د پام وړ زیاتوالی راغی.

په ۲۰۰۴ ز کال کې د ائتلافي ځواکونو مرګ ژوبله ۶۰ ته ورسېده او له هغې وروسته په ۲۰۰۵، ۲۰۰۶، ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ ز کلونو کې په ترتیب سره ۱۲۹، ۱۹۳، ۲۲۸، ۲۹۶ ته لوړه شوه او په ۲۰۰۹ کال کې دغه مرګ ژوبله ۵۱۶ ته ورسېده.

د افغان ځواکونو مرګ ژوبله

افغان ځواکونو هم له ۲۰۰۲ ز کال څخه وروسته کله یې چې نوی پر فعالیت پیل وکړ، مرګ ژوبله درلوده. په ۲۰۰۷، ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ ز کلونو کې د افغان ځواکونو د وژل شویو سرتېرو شمېر په ترتیب سره ۹۶۶، ۹۸۳ او ۹۳۱ ته رسېده.

په ۲۰۱۰ ز کال کې  چې جګړه په بې ساري ډول زیاته شوه، د افغان ځواکونو د وژل شویو سرتېرو شمېر ۲۱۱۳ ته ورسېد. خو له هغه وروسته که څه هم په ۲۰۱۱ ز کال د افغان ځواکونو تلفات ۱۰۸۰ وو، خو له هغه په وروسته کلونو کې د دغو ځواکونو مرګ ژوبله هم لوړه شوه.

په داسې حال کې چې په ۲۰۱۱ ز کال کې افغان ځواکونو ته د امنیتي ارګانونو د لېږد پروسه پیل شوه، له هغې وروسته د دوی په مرګ ژوبله کې هم د پام وړ زیاتوالی راغی.

په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ ز کلونو کې د افغان ځواکونو تلفات په ترتیب سره ۲۷۶۵ او ۴۳۵۰ وو. خو تر هغه وروسته د ملي یووالي حکومت څلور کلونه( ۲۰۱۴ – ۲۰۱۸ ز ) پورې د افغان ځواکونو لپاره تر ټولو خونړي کلونه وو. په دغو کلونو کې د ولسمشر غني په خبره ۴۵ زره امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

ملکي مرګ ژوبله

له ۲۰۰۱ ز کال را وروسته کله چې نړیوالو ځواکونو پر افغانستان برید وکړ، هغه مهال هم د ملکیانو مرګ ژوبله ډېره لوړه او ۲۳۷۵ ته رسېده. له هغې وروسته له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۰۶ ز کلونو پورې ۲۴۲۲ ملکیان وژل شوي وو.

له هغې وروسته په ۲۰۰۷ ز کال یوناما په افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبلې د شمېرو د ثبت لړۍ پیل کړه، خو په دغه ثبت کې یوازې هغه مرګ ژوبله ثبت کړې چې په اړه به یې کره      شواهد وو.

دغه راز په دغه شمېرو کې هغه مرګ ژوبله چې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې ملکیانو ته اوښتې او یا هم د بهرنیو ځواکونو له لوري ملکیان په نښه شوي، نه ده ثبت کړې، خو له دې سره سره، د یوناما د شمېرو له مخې له ۲۰۰۷ ز څخه تر ۲۰۱۸ ز کلونو په افغانستان کې ۳۲۰۰۰ ملکیان وژل شوي دي.

د طالبانو مرګ ژوبله

د براون پوهنتون د سروې له مخې، د افغانستان په ۱۸ کلنې جګړې کې له ۴۲ زرو زیات طالبان هم وژل شوي دي.

افغانستان له ۱۸ کلونو وروسته!

له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ ز کلونو پورې افغانستان له یوه اړخه په نړیوالو سیاست کې د انزوا پر لور تللی و او د طالبانو حکومت یوازې د دریو هېوادونو له لوري په رسمیت پېژندل کېدو او له بل پلوه دغه هېواد په بد ښوونیز، اقتصادي او ټولنیز وضعیت کې و.

په ۲۰۰۱ ز کال کې د حامد کرزي په مشرۍ د موقت حکومت له جوړېدو وروسته، د افغانستان پر لور د بهرنیو مرستو جوپې روانې شوې، په ټول هېواد کې د بیارغونې چارې پیل شوې، د میلیونونو افغانانو لپاره د ښوونې زمینه برابره شوه او له سیاسي پلوه هم دغه هېواد د نړۍ له ۱۲۰ څخه د زیاتو هېوادونو سره خپلې ډيپلوماټيکي اړیکې جوړې کړې.

که څه هم ایساف ځواکونه په ۲۰۰۱ ز کال کې د سولې د تامین، له نشه یي توکو سره د مبارزې او له افغانستان سره د مرستې تر شعار لاندې دغه هېواد ته راننوتل، خو د دوی له حضور سره سم نه یوازې دا چې د افغانستان په امنیتي وضعیت کې ښه والی رانه غلو، بلکې ترڅنګ یې دغه هېواد د نشه یي توکو په تر ټولو ستر تولیدوونکي هېواد هم بدل شو چې اوسمهال د نړۍ نږدې ۹۰ سلنه نشه یي توکي تولیدوي. له  نږدې یوې نیمې لسیزې وروسته هم دغه هېواد له ډېرو ستونزو سره مخ دی او د دغه هېواد امنیتي وضعیت تر بل هر وخت ترینګلی دی.

په ۲۰۱۵، ۲۰۱۶، ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ ز کلونو کې له ۳۰۰ زرو زیات افغانان له ډېرو خطرناکو لارو اروپا ته ولاړل او دغه راز په کور د ننه هم په لکونو نور کډوالۍ ته اړ شول.

تر دې ټولو مهمه دا چې د دغه هېواد امنیتي وضعیت ډېر خراب دی او هره ورځ نږدې ۱۰۰ تنه وژل کېږي.

له یوه اړخه په دغه هېواد کې د تروریستي ډلو شمېر تر ۲۱ اوړي او له بل لوري له طالبانو سره د امریکا تېرې لس میاشتنۍ خبرې ناکامې شوې، راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې هم سر له اوسه له جدي ننګونو سره مخ دي.

Share18Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

مارچ 12, 2026

پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

مارچ 12, 2026

سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

مارچ 12, 2026

ډبلیو ایچ او: د سیمې جګړو افغانستان ته د طبي مرستو بهیر ځنډولی دی

مارچ 12, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In