جمعه, جولای 24, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د کډوالو وزارت: نږدې ۵ کلونو کې له ۸ میلیونو ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي

    په تېرو ۴ میاشتو کې؛ هیواد ته ۱۵۴۰ بهرني سېلانیان راغلي دي

    د بهرنیو چارو وزارت: په باب‌المندب کې د سعودي پر یوې تېل‌وړونکې بېړۍ برید غندلی

    د تدارکاتو کمېسیون؛ د ۱.۳ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۳ پروژې منظورې کړې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د کډوالو وزارت: نږدې ۵ کلونو کې له ۸ میلیونو ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي

    په تېرو ۴ میاشتو کې؛ هیواد ته ۱۵۴۰ بهرني سېلانیان راغلي دي

    د بهرنیو چارو وزارت: په باب‌المندب کې د سعودي پر یوې تېل‌وړونکې بېړۍ برید غندلی

    د تدارکاتو کمېسیون؛ د ۱.۳ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۳ پروژې منظورې کړې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

له صندوقه نیولې بیا د پایلو تر اعلانه؛ د افغانستان په ټاکنو کې د یوې رایې سفر

لیکنه: بي بي سي- فارسي/ ژباړه: مسیر ورځپاڼه

سپتمبر 29, 2019
in لیکنې
0 0

سره له دې چې د افغانستان د ولسمشریزو  ټاکنو د روڼوالي لپاره له بایومټریک دستګاوو څخه ګټه واخیستل شوه، خو لاهم په دې پروسه کې ډېرې ستونزې او نیمګړتیاوې موجودې وې. دلته په دې تړاو خبرې کوو چې یوه رایه له صندوقه نیولې بیا د پایلو تر اعلانېدو پورې له کومو پړاوونو تېرېږي او کومې ستونزې پکې دي.

کله چې رایه صندوق ته واچول شي، دغه رایه یو اوږد سفر طی کوي او بالاخره د پایلې د اعلان لپاره تیارېږي. دغه راز په افغانستان کې د رایو د لېږد لپاره هم له ډول ډول لېږدېدونکو وسایلو څخه ګټه اخیستل کېږي، چې ځینې وختونه ان د انسانانو او حیواناتو پر اوږو یې وړلو ته هم اړتیا وي.

په افغانستان کې د یوې رایې بیه!

افغانستان له هغو هېوادونو څخه دی چې رای پاڼې یې په نورو هېوادونو کې چاپېږي او دغه څه د دې لامل شوي چې د هرې رای پاڼې قیمت هم په دغه هېواد کې د نورو هغو په پرتله ډېر لوړ شي. که څه هم د سږ کال ټاکنو د یوې رای پاڼې قیمت دقیق نه دی مالوم شوی، خو تر دې وړاندې په ۲۰۱۴ ز کال د یوې رای پاڼې قیمت ۹ ډالره ښودل شوی و.

د دغو رای پاڼو له چاپ وروسته، د ټاکنو د قانون له مخې، د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون اړ دی چې تر ټاکنو مخکې او وروسته د دغو پاڼو او دغه راز له نورو ټاکنیزو وسایلو څخه ناوړه ګټه وا نه خلي.

دغه راز د رایو د بسته بندي کولو، مهر او نښې لګولو، لېږد، ساتنې او د صندوقونو د پرانیستلو لپاره ځینې لارې چارې مخکې له مخکې ټاکل کېږي، چې کمېسیون باید له هغو سره سم مخکې لاړ شي. رای پاڼې ځانګړې نښې لري چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون له لوري ټاکل  کېږي، څو له خلکو سره مرسته وکړي چې په اسانۍ سره ګټه ترې واخلي.

د رای پاڼو لېږد

چاپ شوې رای پاڼې د ټاکنو له ورځې څخه وړاندې په ټول هېواد کې له پنځو زرو زیاتو مرکزونو ته لېږدول کېږي. د دې لپاره چې له درغلۍ څخه مخنیوی وشي، نو له همدې کبله دغو مرکزونو ته د رای ورکوونکو له شمېر سره سم رای پاڼې لېږدول کېږي. دغه راز له یوه مرکزه بل ته د رایو لېږد هم بند دی.

د رای ورکونې وخت د کمېسیون لخوا مشخص کېږي او هېڅوک نه شي کولای چې له رای ورکونې وروسته، د رای اچونې مرکز ته ننوځي.

له رای پاڼې څخه د ګټې اخیستنې طریقه

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي، چې ټول افغانان چې د رای ورکونې قانوني عمر(۱۸) کاله یې پوره کړی وي، کولای شي چې په ټاکنو کې ګډون وکړي.

د پورتنیو شرایطو په پوره کولو سره، هغه څوک چې د رای ورکونې مرکز ته ورځي، نو هلته له مسوولو کسانو څخه د رای ورکونې پاڼه را اخلي. وروسته د رای ورکونې غرفې ته ورځي او هلته له ځانګړي قلم څخه په ګټې اخیستنې کولای شي چې د خپلې خوښې وړ نوماند وټاکي. رای ورکوونکی له دې وروسته خپله رایه صندوق ته اچوي او تر هغې چې په مرکز کې د رای ورکونې بهیر پای ته نه وي رسېدلی، په صندوق کې پاتې کېږي.

د رایو قرنتین کول

کله چې د یوه محل یا مرکز حساس ټاکنیز توکي په ناقانونه توګه د ټاکنیزو کارکوونکو، نوماندانو، د نوماندانو د پلویانو او یا نورو نامسوولو کسانو لخوا پکې لاسوهنه وشي، نو دغه رایې نه شمېرل کېږي او له قرنتین کېدو وروسته اړوند ولایتي دفتر ته لېږدول کېږي.

د رایو شمېرنه

د رای ورکونې له بهیر وروسته، د مرکز یا محل ټولې رایې د څارونکو په مخ کې شمېرل کېږي. په مرکز کې د رای شمېرنې کارکوونکي اړ دي چې د صندقونو له پرانیستلو مخکې، هغه پاڼې چې نه دي کارل شوې او یا هم ضایع شوې، مشخصې کړي او د ټاکنو خپلواک کمېسیون د طرزالعمل سره سم یې د پایلو په فورم کې ولیکي. له دې وروسته د یاد مرکز کارکوونکي د صندوق په داخل کې پاڼې ډلبندي کوي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د طرزالعمل له مخې، سمې، ناسمې او سپینې رایې پکې راځي.

د باطلو رایو تعریف

د ټاکنو خپلواک کمېسیون له تعریف سره سم، په هغو پاڼو کې چې د رای ورکوونکي قصد مالوم او مشخص نه وي، د کمېسیون مهر او ټاپه ونه لري، د رای ورکوونکي هویت مشخص نه کړي، هغه پاڼې چې د کمېسیون لخوا نه دي وېشل شوې او یا هم د رای ورکونې پاڼه ونه لري، دا ټولې باطلې ګڼل کېږي.

دغه راز هغه رایې هم باطلې حسابېږي چې داسې څيرې وي چې د یوه نوماند معلومات پکې په بشپړه توګه له منځه تللي وي.

د رایو له شمېرلو وروسته

له رای شمېرنې وروسته لاسته راغلې پایلې ځانګړو فورمونو ته رسېږي، د محل یا مرکز رییس یې ټاپه کوي او له هغه وروسته د څارونکو له لوري هم تاییدېږي. خو د څارونکو او کتونکو په نشتون کې لیکل شوی راپور د مرکز د مدیر لخوا لاسلیک کېږي. دغه راز د رای شمېرنې پایلې د مرکز د مسوول لخوا په پنځو نقلونو کې لیکل کېږي او اصلي فورم یې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته لېږدول کېږي. د ټاکنو کارکوونکي یې یوه نسخه د رایې په صندوق کې پرېږدي او یوه کاپي یې د شمېرنې په مرکز کې نصبوي.

یوه کاپي یې د شکایتونو ولایتي کمېسیون ته سپاري او یوه کاپي یې هم هغه نوماند ته سپارل کېږي، چې په هغه محل کې یې تر نورو ډېرې رایې ګټلې وي.

د ټاکنو کمېسیون کارکوونکي د بایو مټریک دستګاه په واسطه د پایلو له جدول څخه عکس اخلي او دغه عکس بیا د دستګاه له لارې د کمېسیون اطلاعاتي مرکز ته لېږل کېږي.

د شکایتونو ولایتي کمېسیون اړ دی چې د غوښتنې په وخت کې د پایلو یو فورم د رای ورکونې د مرکز د څارونکو په واک کې ورکړي.

له شمېرلو وروسته ساتنه

د رای اچونې په مرکزونو کې له رای شمېرنې وروسته، شمېرل شوې پاڼې (سمې، ناسمې او سپينې) او نه استفاده شوې پاڼې بېرته په مخصوصو حفاظتي بستو کې داخل او وروسته د رای اچونې په صندقونو کې داخلېږي او د ناظرینو په  مخکې مهر و لاک پرې لګول کېږي.

له دې وروسته یاد صندقونه د ولسوالۍ مسوول ته سپارل کېږي، هغه د مخصوصو حفاظتي بستو له مهر ولاک او پر هغه دې لیکلو اطلاعاتو له اطمینان وروسته، دغه بستې د ولایتي کمېسیون دفتر ته تسلیموي.

د ولایتي دفتر رییس هم له چک وروسته دغه بستې، د کابل مرکزي دفتر ته لېږي او تر پنځو راتلونکو کلونو هغلته ساتل کېږي. د پایلو پاڼې هم فوراً په کابل کې مرکزي دفتر ته لېږل کېږي.

د رایو په ملي مرکز کې رایه

د پایلو ټولې هغه پاڼې چې له ولایتونو کابل ته لېږل شوې وي، په کابل کې د پایلو په ملي مرکز کې سکن او له طی مراحل وروسته ډلبندي او په سیسټم کې ثبت او وروسته لومړۍ پایلې د ټاکنو کمېسیون د سایټ لخوا خپرې کېږي.

د دغو پاڼو د ناسموالي په اړه تر لاسه شوي شکایتونه طی مراحل نه کېږي، بلکې له سره ارزول کېږي.

دغه ارزونه او بیا شمېرنه د ناظرینو او کمېسیون د استازو په حضور کې، د شکایتونو په کمېسیون کې شوې له ادعا سره سمه تر سره کېږي او وروسته تر لاسه شوې پایله بیا د ټاکنو کمېسیون ته د منلو وړ ده.

د ټاکنو د پایلو اعلان

د رای اچونې په مرکزونو کې د پاڼو ځوړندول د لومړنیو پایلو د اعلان په مانا دي، نه د نهايي پایلو په مانا.

پر دې سربېره، د ټاکنو کمېسیون په هر مرکز کې د رایو تر ډلبندۍ وروسته، اړوندې پایلې د ټاکنو کمېسیون په سایټ کې خپرېږي. لومړنۍ پایلې هم د قرنتین شوو رایو له ارزونې وروسته خپرېږي. د نهايي پایلو اعلان هم له دې وروسته چې ټاکنیزو شکایتونو ته رسیده ګي شوې وي، د ټاکنو د اعلان له معلومې نېټې سره سم، د ټاکل شوو نوماندانو په مشخصولو سره د ټاکنو کمېسیون د سایټ له لارې خپرېږي.

Share7Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د کډوالو وزارت: نږدې ۵ کلونو کې له ۸ میلیونو ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي

جولای 24, 2026

په تېرو ۴ میاشتو کې؛ هیواد ته ۱۵۴۰ بهرني سېلانیان راغلي دي

جولای 24, 2026

انټونیو ګوټرېش: ډیپلوماسي په منځني ختیځ کې د کړکېچ د پای یوازینۍ لار ده

جولای 24, 2026

پاکستان کې؛ د موسمي بارانونو له امله لږ تر لږه ۴۱ کسان مړه شوي

جولای 24, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In