۱- باکټریاوې
باکټریاوې د غذایي مسمومیت تر ټولو لوی او اصلي لامل بلل کېږي، چې ځینې خطرناکې یې له ای کولای، لېسټریا او سلمونلا څخه عبارت دي. په امریکا کې بیا د غذایي مسمومیت تر ټولو لوی لامل د سلمونلا باکټریا په ګوته کېږي. د څېړنو له مخې، په نورو هېوادونو کې هم د يو میلیون غذایي مسمومیتونو اصلي لامل د سلمونلا باکټریا ښودل شوې ده.
۲- کوچني چینجي
له باکټریاوو وروسته کوچني چينجي، هغه چې په سترګو سم نه لیدل کېږي او په تېر وختې ډوډۍ کې پیدا کېږي، د غذایي مسمومیت لامل کېدای شي. تر ټولو پېژندل شوی یې توکسوپلازما نومېږي چې په نړۍ کې د ډېری غذایي مسمومیتونو لامل بلل کېږي. دغه خطرناک چینجی د انسان د هاضمې په سیسټم کې ځای نيسي، پرته له دې چې هلته یې انسان پر ژوند کولو پوه شي.
۳- ویروسونه
کېدای شي ویروسونه هم د غذایي مسمومیت لامل شي. (نورو ویروس) چې په نورواک ویروس هم پېژندل کېږي، هر کال د ۱۹ میلیونو انسانانو د مسمومیت لامل کېږي. که یې پر وخت درملنه ونه شي، د انسان د مړینې لامل هم کېږي. ساپو ویروس، روتا ویروس او استرو ویروس هم د غذایي مسمومیت لامل کېدای شي، خو ډېر خطرناک نه بلل کېږي.