شنبه, جولای 25, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

    افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

    کابل نن د ازبکستان د لوړپوړي سوداګریز پلاوي کوربه دی

    امریکا کې د افغان کډوالو خوندیتوب لپاره نوې طرحه وړاندې شوه

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

    افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

    کابل نن د ازبکستان د لوړپوړي سوداګریز پلاوي کوربه دی

    امریکا کې د افغان کډوالو خوندیتوب لپاره نوې طرحه وړاندې شوه

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه ژوند

له دندې ستړی شوی یم، څه وکړم؟

ژباړه: امان الله «حنیفي»

اکتوبر 1, 2019
in ژوند
0 0

سلام ملګریه! ستړی مه شې! پوهېږم له دندې ستړی شوی یې او په بل کار پسې ګرځې. ډېر ښه وخت مې ولیدې، غواړم څو هغه لارې چارې درته وښیم چې نور له دندې ستړی او خسته نه شې. پوهېږم چې ځینې وخت به دې له دندې بد راځي او په زړه کې به له هغه سره یو ډول نفرت لري، زه دا هرڅه درسره منم، زه ستا احساساتو ته درناوی لرم او دا منم چې هر انسان له دندې او کار د خوند اخیستو حق لري. غواړم تا ته ځینې هغه لارې چارې وښيم او په اړه یې له تا هم ځینې خبرې واورم، چې نور ونه وايې چې له دندې ستړی یم، دفتر ته مې زړه نه کېږي، د کمپیوټر او میز په لیدو مې حواس ګډوډېږي. ته دا کارونه وکړه:

۱ـ له ځانه یې پيل کړه!

په یاد دې دي، اوله ورځ چې دې دا دنده لټوه، د پيدا کېدو یا اخیستو دلیل یې څه و؟ د دې پوښتنې په اړه ښه فکر وکړه!! د ښه کارکوونکي په صفت له ځان سره مینه، د پیسو ګټل، د تجربې لاسته راوړل او یا هم دا چې وشې کولای په ازاد ډول ژوند وکړې او یا هم په لسګونو نور داسې دلایل د دې سبب شوي، چې دغه دنده پيدا کړې. دا ښه خبره ده او دا دې حق هم دی، ځکه دا ټول موارد د یو کار د شروع لپاره مهم دي. څو کلونه کېږي چې وايې، له دندې ستړی یم، له دندې نفرت لرم؟ تاسې باید یو کار وکړئ.

هغه دا چې تاسې باید لومړی خپل ځان وپېژنئ. کېدای شي دا خبره لومړي سر کې درته یو څه نا اشنا ښکاره شي، چې د ځان پېژندل یانې څه. خو په هر صورت، ځان پېژندل، خپلې کمزورې او پياوړې نقطې لټول، خپل مهارتونه تشخیصول او بالاخره د کار او دندې له سرته رسولو سره مینه هغه څه دي، چې ستاسې مینه له کار سره زیاتوي او نه مو پرېږدي چې له دندې ستړي شی. خو د دې برعکس، که خپلې وړتیاوې ونه پېژنی، مهارتونه مو پياوړي نه کړی، نېکې اړیکې جوړې نه کړی او له خپلې دندې سره مینه ونه لری؛ لرې نه ده چې له دندې به ستړي او خسته شی. دا چې تاسې وایی، له دندې ستړی شوی یم، یوه ژوره مانا لري، هغه دا چې تاسې له خپلو وړتیاوو په پوره ګټې اخیستنې کې پاتې راغلی یاست. ښه ده چې د ځان ښه پېژندلو لپاره د خپلو پیاوړو او کمزور نقطو د یاداښت او وروسته یې د پياوړي کولو او له منځه وړلو لپاره لاس پکار شی.

له بده مرغه، زه چې کله له ډېرو هغو خلکو سره چې لومړی ځل دې دندې او کار په لټه کې وي، مشورې کوم، لومړي سر کې ترې پوښتم، ولې کار لټوی؟ څنګه کار مو خوښېږي؟ دوی ډېری یې وايي، مهمه نه ده، چې هر کار را پيدا شي کوم یې. ځینې خو یې وايي، فقط پیسې وګټه، کار مهم نه دی، نر هغه دی چې پیسې وګټي. دوی لومړیو کې د پیسو د پيدا کولو مینې ښکار کېږي او بیا چې کله یو څه وخت وروسته ترې وپوښتم، چې ایا په دنده کې خوښ یاستی، له بده مرغه د ډېریو ځواب یې منفي وي.  دوی څو کلونه وروسته افسوس کوي چې ای کاش له هغه لومړي وخته یې د خپلې خوښې وړکار شروع کړی وی. دوی وايي، په دې کار کې مې یو څه وخت ښې پیسې وګټې، اوس مې زړه ترې تور دی، په زړه مې نه دی جوړ او هېڅ مې نه خوښېږي چې نور په دې کار او دنده کې پاتې شم.

د دندې پيدا کولو په لومړي سر کې ډېر پام وکړئ، چې د پیسو ښکار نه شی، داسې دنده او کار پيدا کړئ چې په زړه مو جوړه او راتلونکی مو تضمین کړي.

۲– دندې ته مو له یوې نوې زاویې وګورئ

داسې فرض کړئ چې تاسې په یو شرکت کې پر دنده وګومارل شوی. کاري امتیاز مو هم هسې نه دی چې تاسې پرې راضي شی. تاسې به دری کاله همدا دنده کوی،  کاري امتیاز به مو هم په کلني ډول ډېره کم مقدار لوړېږي، تر دریو کلونو وروسته به بیا هم تاسې پردې ونه توانېږی چې یو وړوکی کور واخلی او له خپلې مېرمنې سره خوشاله ژوند پکې وکړی. همدا ده چې تاسې له دندې ستړي کېږی او دا خبره مو په خوله راځي چې کار او دندې مو زړه وهلی دی، له دې امتیازه ولا که هېڅ هم جوړ شي.

په دویم حالت کې تاسې داسې فکر وکړئ، چې تاسې به په دغه شرکت کې دری کاله کار کوی او هغه تجربه چې دلته یې لاسته راوړی، خپله راتلونکې به پرې ښه کړی او له ځان نه به یو پياوړی کارکوونکی جوړ کړی. دا وخت ستاسې موخه  پیسې نه دي او په کم امتیاز هم کار کوی، یوازې غواړی چې تجربه لاس ته راوړی او په راتلونکي کې ځان پر یو فوق العاده کارکوونکي بدل کړی.

هماغه دي چې په  دې ذهنیت سره کارځای ته ورتګ مو له کار کولو سره مینه زیاتوي او حتی ځینې وخت له خپل ټاکلي حریم څخه اضافه کارونه هم کوی. دا وخت (له دندې ستړی یم) خبره پر (له دندې خوند اخلم) اوړي. اوس تاسې له ځان سره فکر وکړئ، څنګه کولای شی د خپلې دندې په اړه بد نیت پر ښه هغه واړوی، څو ترې خوند واخلی.

۳- حد اقل یوه ورځ په پوره مینه کار وکړئ

له دندې ستړی یم، له هغه مې بد راځي؛ دا هرڅه درسره منم، خو یوه ورځ له ځان سره ژمنه وکړئ، چې په پوره مینه او علاقې سره به کار کوی. همدا ساده سپارښتنه کېدای شي په ژوند کې د ډېرو مواردو لپاره ګټوره تمامه شي. د بېلګې په ډول، تاسې د کار په پیل کې له خپلو همکارانو سره په ښه ډول مخ شی، وروسته په ټوله انرژۍ پر کار پیل وکړئ، هغه ده چې لږ لږ  به د راحتۍ احساس وکړی. دا نورو ته ستاسې لخوا یوه مثبته انرژي لېږدوي او له هغه لوري تاسې ته هم ورته عمل کېږي. دا چې تاسې کار په ښه ډول سرته رسولی دی، هغه ده چې مدیر به هم له تاسې سره ښه رویه کوي او له هغه لوري به تاسې تشویق شی. دا خبره بالاخره ورځو، ورځې میاشتو او میاشتې کلونو ته اوږدېږي، چې تاسې له خپلې دندې خوند اخلی.

۴- د اړیکو ټینګول مهارت زده کړئ

کله چې له هغو کسانو سره خبرې کوم، چې وايي له دندې ستړي او یا زړه توري دي، ډېری یې داسې کسان دي چې که یې په لسګونو وارې نور هم په نورو ځایونو کې پر دنده وګومارې، دوی به بیا هم دا خبره کوي. له دوی به ځان هېر وي او په نورو پسې به یې را اخیستې وي چې دوی ته وګوره په زړه کې یې د رحم ټکی هم نشته، موږ ته هېڅ ارزښت نه راکوي، یوازې ځان یې په زړه دی، څنګه دا او  څنګه ها نه کوي… همدا ده چې بالاخره له دندې ورو ورو زړه توري کېږي. په داسې حال کې چې د یوې ښې اړیکې په ټینګولو یا له همکار یا له مدیر  سره کولای شي د ډېرو بدو خبرو مخنیوی وکړي.

له همدې نن ورځې خپلو اړیکو ته پام وکړئ، وګورئ چې له دې لارې خو به له دندې زړه توري نه یاستی؟ خو پام مو وي چې دا کار په یوه ورځ نه کېږي. کېدای شي کلونه کلونه مو دا اړیکې ناسمې پاللې وي او اوس یې بدلول درته یو څه ستونزمن وي، خو دا د اندېښنې وړ خبره نه ده، په ورو ورو دا چاره اصلاح کړئ.

 

Share4Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د امريکا خبري رسنۍ: امريکا او برېتانيا د هرمز تنګي د يوې نړيوالې غونډې په چمتو کولو بوخت دي

جولای 25, 2026

د سعودي عربستان تر مشرۍ لاندې ائتلافي ځواکونو پر حوثيانو بريدونه کړي

جولای 25, 2026

ايران: په څو هېوادونو کې مو د امريکايي ځواکونو پر اړوندو موخو بريدونه کړي

جولای 25, 2026

وانګ يي د شانګهای همکارۍ سازمان د خارجه وزيرانو په غونډه کې ګډون وکړ

جولای 25, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In