شنبه, جولای 25, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

    افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

    کابل نن د ازبکستان د لوړپوړي سوداګریز پلاوي کوربه دی

    امریکا کې د افغان کډوالو خوندیتوب لپاره نوې طرحه وړاندې شوه

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

    افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

    کابل نن د ازبکستان د لوړپوړي سوداګریز پلاوي کوربه دی

    امریکا کې د افغان کډوالو خوندیتوب لپاره نوې طرحه وړاندې شوه

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه ژوند

آیا د ځان لپاره موخې لری؟

ژباړه: امان الله «حنیفي»

اکتوبر 8, 2019
in ژوند
0 0

کېدای شي کله چې څوک درنه دا پوښتنه کوي، چې «ستاسې موخې څه دي؟» داسې ووایی چې د موخې لرل څه ګټه لري؟ اصلاً باید یو عاقل انسان موخې ولري او له موخې پرته ژوند کولو ته زړه ښه نه کړي. د موخې نه لرل انسان یو ډول بې تحرکه اموخته کوي او ژوند ورته یو ډول تکراري کېږي. موږ په همدې مقاله کې تاسې ته وایو چې له دې پوښتنې چې «آیا موخه لری؟» مو موخه څه ده او ولې یې کوو. ممکن له تاسې ډېری یې اوس هم موخې ولری او د رسېدو لپاره ورته کار کوی.

ولې مو موخې رانه هېرېږي؟

یاد مو دي، کله چې تاسې ماشومان وی، څومره هیلې او موخې مو درلودې؟ کله به چې مور او پلار د لوبو د سامانونو د اخیستو او یا هم د جامو او بوټو اخیستو ژمنه راسره وکړه، تر هغې به یې چې نه وو راته اخیستي، څومره به ورته انتظار وو او په ذهن کې به مو څه څه تصور کول. خو کله چې ورو ورو لوی شوو، پلار او مور به راته ویل چې لاړ شئ، ډېرې لوبې مه کوی او درس مو ووایئ. هغوی به ویل، که غواړی ښه ژوند ولری، باید ډېر زحمت تېر کړی، خوارۍ وکړی او بالاخره ښه ژوند او ارامۍ ته ورسېږی. کله به مو چې دا وخت هغوی ته د یو څه په اړه وویل، هغوی به ویل، تاسې دا څه کوی، تاسې یې نه شی ساتلی، تاسې د هېڅ هم نه یاستی، تاسې د شي په ساتلو کله پوهېږی، تاسې… دا خبرې یوـ  دوه ځلې نه، بلکې په سلونو ځلې راته شوې دي، کله چې موږ  پر یو څه وپوهېدو یا د یو کار او غریبۍ شوو، نور مو دا فکر نه کاوه چې څه مو خوښېږي او باید څه وکړو، بلکې داسې فکر مو کاوه چې موږ  باید شپه او ورځ کار وکړو، ماښام ستړي کور ته راشو او سهار وختي بیا په کار او غریبۍ پسې ووځو. موږ ته هغه وخت د خپلو هغو موخو په اړه چې رښتیا هم زموږ زړه غوښتې، هېڅ هم ونه ویل شول، موږ د هغه د پاللو پر ځای په غریبۍ پسې لاړو او له هغه لرې وساتل شوو. هماغه وو چې له موږ څخه خپلې موخې او هیلې پاتې شوې او د وخت په تېرېدو مو د خپلو هیلو او موخو په اړه فکر نه کول یا هغه ته د رسېدو لپاره کار نه کول، عادت شول. موږ نور شپه او ورځ د کار په لټه کې وو او نه مو دا پوښتنه کوله چې زموږ موخې څه دي. خو ماشومان اوس هم له ځانه دا پوښتنه کوي.

که اوس هم له ماشومانو پوښتنه وکړی، چې ستاسې موخې څه دي یا څه غواړی، وايي، غواړم ډاکتر شم، غواړم انجنیر شم، غواړم افسر شم؛ خو څه به وشي که هغه کار نور پرېږدو چې اصلاً مو نه خوښېږي. موږ ته اوس اصلاً د موخو په اړه خبرې کول یو ډول عذاب راکوونکی کار دی، کله چې څوک راته ووايي چې ستاسې موخې څه دي، یو ډول تر فشار لاندې راځو او ډېری وخت خو مقابل لوري ته وایو، یاره ته خیال پلوونه وهې، موږ او دا کارونه، پرېږده.

موږ دا نه وایو چې تاسې له کار او غریبۍ لاس واخلی، کار مه کوی او یوازې د خپلو هیلو او موخو پاللو پسې شی، زموږ ټولنه بې له حده زیاتې ستونزې لري، زموږ اقتصادي وضعیت د دې ډاډ نه راکوي چې ټول وخت خپلو موخو ته ځانګړی کړو، خو موږ وایو، راځئ چې له ورځنیو کارونو او ستړیاوو سره سره، هره ورځ خپلو موخو ته د رسېدو لپاره یو یو ساعت کار وکړو، لرې نه ده چې د همدې یوه ساعت کار پر مټ به یوڅه وخت وروسته که ډېر نه وو، یوڅه خو به خپلو موخو ته نږدې شوي وو.  د ارواپوهنې استادان وايي، هره ورځ پر خپلو موخو نیم ساعت فکر کول او هره ورځ  هغه ته د رسېدو لپاره یو ساعت کار کول، د پياوړو او په نړۍ کې د بریالیو کسان کار دی. تاسې هم بریالي کسان یاست، خو که هره ورځ همدا کار تر سره کړی.

څنګه خپلو موخو ته ورسېږو؟

ډاکتر مایلز مونرو پېژندل شوی لیکوال وايي: «موخې لرل د ځمکې پر مخ تر ټولو لویه وړتیا لرل دي، همدا قدرت دی چې انسان له نن څخه سبا ته د ښه ژوند لرلو ته هڅوي. دا حقیقت دی چې د نړۍ پر مخ تر ټولو بې موخې کسان ډېر غریب دي».

که په نړۍ کې د وتلو او د انسانیت لارښوونکو کسانو ژوند ته پام وکړو، پوهېږو چې هغوی هر وخت د خپلو موخو د پاللو لپاره کار کړی او دا اور یې زړه کې نه دی مړ کړی. موخو ته رسېدل د هغوی  د ذهن پر مخ حک شوي دي او هغو ته د رسېدو په پار یې تصمیمونه نیولي دي.

د نړۍ ننني تر ټولو لوی اختراعات لومړیو کې د یو انسان هیله وه. د بېلګې په ډول، الوتکه، موبایل، ریل ګاډی، کمپيوټر او نور. دا ټول لومړیو کې موخې او هیلې وې او حتی ډېری خو یې لومړیو کې مسخره شوي هم دي. رښتیا که هغوی له خپلو موخو په شا شوي وای، نن به موږ له دغو اسانتیاوو برخمن وی؟

پوهېږی، ډېر وخت یوازې په ذهن کې د موخو لرل او د هغه نه پالل هم د دې سبب کېږي، چې نور موږ د موخې په نوم څه ونه ټاکو، کله چې په وار وار په ذهن کې د یو څه په اړه د لاسته راوړلو هيله ولرو، خو په واقعیت کې ترې محروم شو، دا کار په وار وار له تکرار وروسته پر یو عذاب وجدان بدلېږي. تاسې لومړی موخې په دقت وټاکئ او وروسته یې د لاسته راوړلو لپاره سخت کار وکړئ. حتمي ده چې په لومړیو کې به له ستونزو، نیوکو، ماتو او وار وار د هغې له لاسه ورکولو سره مخ شی، خو دا په یاد لری چې د پرله پسې استقامت په پایله کې به بریا ستاسې وي. او که تاسې یوازې په زړه کې د یوڅه ارمان لری او ورته د رسېدو لپاره کار او هلې ځلې نه کوی، دا به یوازې د هوا د مرغانو شړل او یا له وړو تیږو د بند جوړول وي.

پر همدې اساس غواړم یو ځل بیا له تاسې دا وپوښتم، چې ایا تاسې موخې لری؟

یو ځل بیا تاسې هماغه خپل ماشوموالي ته ور وګرځئ، هرڅه به لکه ماشوم رښتیا وایئ. اوس تاسې هم لکه ماشوم ووايئ، ستاسې موخې څه دي یا څه غواړی؟ لطفاً خپلې موخې مه پټوئ، مه یې محدودوئ او مه پرې شرمېږی. زړه ته مو اجازه ورکړئ چې خپلې غوښتنې په لوړ اواز له تاسې وغواړي، ممکن همدا غوښتنه په تاسې کې هغې ته د رسېدو شور راپيدا کړي. ممکن بیا وغواړی چې یو ځل بیا ماشومان شی، دا کومه بده خبره نه ده، خدای پاک په تاسې کې دا توانايي خلق کړې ده، چې پر مټ یې خپلو موخو ته ورسېږی. 

موخې ته د رسېدو لپاره هره ورځ کار وکړئ

له ما څخه ډېری وخت ډېر دوستان دا پوښتنه کوي، چې غواړې څه لاسته راوړې؟ خو زه له تاسې تر دې هم یوه مهمه پوښتنه لرم: غواړی څه جوړ شی؟ د دغو پوښتنو ترمنځ توپير دا دی چې لومړۍ د بیرون په اړه پوښتنه کوي او دویمه د درون په اړه. کله چې تاسې د درونه جوړ شی، هماغه دي چې بیا به پر خپل بیرون هم برلاسي شی.

دې پوښتنه ته ښه فکر وکړئ، غواړې څه جوړ شې؟ له دې پوښتنې مو موخه دا ده، چې تاسې د ځان لپاره یو ایډیال کس غوره کړئ او کوښښ وکړئ چې بالاخره تاسې هم یوه ورځ د نورو لپاره یوه ښه الګو یا ایډیال شی او تر ټولو مهمه دا چې د ځان لپاره تر ټولو ښه کس و اوسئ.

 

Share8Tweet4Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د امريکا خبري رسنۍ: امريکا او برېتانيا د هرمز تنګي د يوې نړيوالې غونډې په چمتو کولو بوخت دي

جولای 25, 2026

د سعودي عربستان تر مشرۍ لاندې ائتلافي ځواکونو پر حوثيانو بريدونه کړي

جولای 25, 2026

ايران: په څو هېوادونو کې مو د امريکايي ځواکونو پر اړوندو موخو بريدونه کړي

جولای 25, 2026

وانګ يي د شانګهای همکارۍ سازمان د خارجه وزيرانو په غونډه کې ګډون وکړ

جولای 25, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In