شنبه, جولای 25, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

    افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

    کابل نن د ازبکستان د لوړپوړي سوداګریز پلاوي کوربه دی

    امریکا کې د افغان کډوالو خوندیتوب لپاره نوې طرحه وړاندې شوه

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

    افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

    کابل نن د ازبکستان د لوړپوړي سوداګریز پلاوي کوربه دی

    امریکا کې د افغان کډوالو خوندیتوب لپاره نوې طرحه وړاندې شوه

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه ژوند

نه پوهېږم له څه سره مینه لرم او کوم کار وکړم؟

ژباړه: امان الله «حنیفي»

اکتوبر 15, 2019
in ژوند
0 0

هرڅه چې راپېښ شوي، له خپله لاسه مې دي. نه پوهېږم له څه سره مینه لرم؟ اصلاً  داسې احساس کوم چې زه له هېڅ شي سره مینه نه لرم. شپې او ورځې همداسې بې موخې تېروم، بیخي ګېچ پاتې شوی یم چې څه وکړم؟

تاسې ټولو درنو لوستونکو ته سلام! هیله ده ټول ښه وی.

کولای شم تر یوه حده ستاسې احساسات درک کړم. ډېرو کسانو ستاسې په څېر همدا حس تجربه کړی، خو ځینو لږ ډېر او ځینو بیا یو څه کم. چا یوه  میاشت، چا یو کال او ځینو خو بیا ان کلونه کلونه دا حس تجربه کړی.

خو یوه خبره مې واورئ، تاسې خپل ځان پر دې مه ښکنځی چې یوازې تاسې د ځان په اړه داسې فکر لری. غواړم تاسې له خپلو تجربو او د نورو له لیدلو حالاتو چې کولای شي تاسې ته دا حس درکړي چې تاسې له ډېر څه سره مینه او علاقه لری، یوڅه یادونه وکړم.

له دې اظهار وېره چې له څه سره مینه لرم

لومړی هغه دلیل چې تاسې یې سرګردان کړي یاست او اوس داسې حس کوی چې تاسې له هېڅ شي سره هم مینه نه لری، هغه دا دی چې تاسې ان له اوله د مینې او علاقې په مانا نه یی پوهېدلي. کله چې یو څوک وايي چې له فلاني شي سره مینه لرم، تر ډېره دا کېدای شي داسې یو احساس وي چې د خپلې مینې او علاقې د اثبات لپاره یې پوره دلایل هم ونه لري. کېدای شي هغه څه د بل په لاس کې ښه ورته ښکاره شوي وي، کېدای شي یوازې یې د هغه ظاهر ته پام کړی وي او یا هم کېدای شي د هغه کار او یا شي په اړه له اورېدلو خبرو متاثیر شوی وي.

که غواړی په ژوند کې دا احساس ونه کړی چې تاسې کاملاً بې علاقې شوي یاست، له هرڅه سره د مینې او  علاقې هغه حقیقي دلایل مو ولټوئ، که نه د بل په لاس کې د یو کار او شي په ښه ښکاره کېدو پس مه ځئ او مه د نورو له خولو اورېدلې خبرې د خپلې مینې دلایل راوړئ. تاسې له خپل درونه وپوښتئ چې ایا رښتیا هم هغه کار او یا یو څیز ستاسې له زړه خوښېږي؟ که مو خوښېږي، تاسې ته یې ګټه څه ده؟

خپله رښتینې مینه مو ښه وپېژنئ

(یاره نه کوم دا تورې. هغه چا چې سرته رسولې، څه ګټه یې کړې.) کېدای شي دا او دېته ورته نورې ‌ډېرې بهانې مو یا خپله کړې وي او یا مو له نورو اورېدلې وي. تاسې ښه پام وکړئ، هم موږ او هم تاسې ډېر داسې کسان لیدلي چې لومړي سر کې یو کار ښه په شور او شوق شروع کړي، خو له یو څه وخت وروسته یې پرېږدي. دا چې دوی ولې داسې کوي، ډېر دلایل شته، خو تر ټولو مهم یې دا دی چې دوی لومړي سر کې یا د بل کس تر اغېزې لاندې راغلي او یا هم چا په دې اړه غورې ورته کړې دي. دوی له فکر پرته، سم په لاس پر هغه کار پيل کړی دی. په هر حال، مینه او علاقه هغه څه نه دي چې یو په یو د را پيدا شي او هغه د تل پاتې او رښتینې وي. مینه او علاقه هغه څه دي چې د هر انسان په وجود کې په طبیعي ډول خلق شوي دي، خو سپړل او رابرسېره کول یې واقع‌بینانه دلایل غواړي.

د چا په خبرو پسې مه ځئ، د هر کار په اړه ښه فکر وکړئ، د ځان لپاره یې پایلې ښې وسنجوئ، له خپل درون سره مو ښه مشوره وکړئ، چې ایا دا کار یا یوڅه مو رښتیا خوښېږي؟ که مو خوښه شوه او پایله یې ستاسې لپاره ښه وه، بیا لاس پکار شئ او د لاسته راوړلو لپاره یې ډېر زیار وباسئ.

یو کار ولټوئ

کېدای شي تاسې هم داسې تجربه کړي وي، چې له فلاني کار سره مینه نه لری. خو کله چې د هغه په لټه پسې ووځی او هغه کار پيل کړی، تازه پوهېږی چې دا کار څومره جذاب او پایله یې ستاسې لپاره څومره ښه ده. هغه دي چې بیا دا کار سرته رسوی.

په دې اړه یوه بله لویه تېروتنه چې موږ ډېری ورسره مخ کېږو، هغه دا ده چې موږ ته په ټینګار سره ویل شوي، چې تاسې باید یا د ریاضي، یا کېمیا، یا ادبیاتو او یا هم کومې بلې څانګې متخصص شی. خو له اوله تر اخره دا پوښتنه رانه نه کېږي، چې ایا دا څانګه ستاسې خوښېږي او که نه؟

لکه مخکې مو چې یادونه وکړه چې موږ ډېر وخت پرته له فکر کولو د نورو په خبرو پسې ځو، دا وخت هم د هغوی خبره منو او هغه څانګه کې تخصص کوو د کومې چې راته سپارښتنه شوې وي. کله چې وخت تېرېږي، ورو ورو مو زړه ترې پورته کېږي او د ډېرو کارونو په اړه دا ډول تکراري پرېکړې مو بالاخره د ځان په اړه دا بد باور پیاوړی کوي، چې ګنې څو کارونه چې شروع مې کړل، خوند یې رانه کړ او په زړه مې نه وو جوړ، نو زه په رښتیا له هېڅ شي او کار سره مینه نه لرم.

ځینې وخت خو داسې هم کېږي چې تاسې ته په اړونده برخه کې د تخصص وړاندیز کېږي او تاسې په زړه کې ورسره مینه هم لری، خو خپله مینه نه ښکاره کوی. هماغه دي چې بیا وروسته درته په بله څانګه کې د تخصص کول کفر ښکاري، ځکه دا ستاسې خوښه نه ده او هغه چې خوښه مو وه، د هغې د اظهار جرئت مو ونه کړ. بالاخره داسې فکر کوی چې یاره موږ ته هېڅ هم خوند نه راکوي او هسې بې ذوقه یوو.

تاسې داسې مه کوئ، که د خپلې خوښې څانګه کې د تخصص او یا خپلو مهارتونو او علاقې اړوند یوه برخه کې د کار زمینه درته برابره شي، تاسې یې په پوره مینه او اخلاص تر سره کړئ. که مو اړوند څانګه خوښه نه وه، دا وخت هم په پوره جرئت خپله اراده ښکاره  کړئ او د هغه څه په لټه کې شئ چې ستاسې خوښېږي.

د خپلې خوښې وړ یو وړوکی کار مو تر سره کړئ

دا کار تر ټولو زیات مهم دی. مانا دا چې تاسې یوڅه وخت او انرژي د هغه کار سرته رسولو ته ورکړئ، چې فکر کوی تاسې په زړه کې ورسره مینه لری. کله چې دا کار وکړی، تاسې ته پته لګېږي چې مینه لرل مو ورسره رښتیني دي او که هسې د بل چا په خبرو تېروتي یاست. په دې اړه ډېرې تر سره شوې څېړنې ښيي، چې د خپلې علاقې موندلو لپاره ښه ده چې یو کار یوځل تجربه کړی.

کله کله خو د سړي مینه او علاقه ویده هم وي، مانا دا چې تاسې یې راويښه نه کړی، هغه ځان نه ښکاره کوي چې څه یې خوښېږي او له څه بد وړي. د دې لپاره ښه لار همدا ده چې تاسې ځینې کارونه یوځل تجربه کړئ.

Share10Tweet2Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د امريکا خبري رسنۍ: امريکا او برېتانيا د هرمز تنګي د يوې نړيوالې غونډې په چمتو کولو بوخت دي

جولای 25, 2026

د سعودي عربستان تر مشرۍ لاندې ائتلافي ځواکونو پر حوثيانو بريدونه کړي

جولای 25, 2026

ايران: په څو هېوادونو کې مو د امريکايي ځواکونو پر اړوندو موخو بريدونه کړي

جولای 25, 2026

وانګ يي د شانګهای همکارۍ سازمان د خارجه وزيرانو په غونډه کې ګډون وکړ

جولای 25, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In