د یوه سړي په اړه مې یو مطلب لوستی و چې د خپل پور د ورکړې توان یې نه درلود. نوموړي په ماشومتوب کې ډېرې ستونزې لیدلې وې. په دوه کلنۍ کې يې پلار په دې نیت له کوره ووت، چې یو څه د کور سودا راوړي، خو تر نن پورې بیا رانغی. مور او دوه ماشومان همداسې بې سرپرسته پاتې شول. د پوهنتون په دوره کې یې پر یوې نجلۍ زړه بایلود، پرې مین شو او واده یې ورسره وکړ. دومره غریب و چې ان نه یې شوای کولای د ځان لپاره یو پتلون یا یوه ښه کورتۍ واخلي. دی او مېرمن یې د اولادونو څښتن شول او په یوه زاړه کانټینر کې یې ژوند کاوه.
په اوړي کې به یې د ورځې په اوږدو کې د جامو مینځلو د یوه شرکت لپاره کار کاوه او په اونۍ کې به یې ۶۰ ډالر ورکول. د شپې لخوا به یې په یوه دفتر کې پاک کاري کوله. غوښتل یې لیکوال شي، خو د ټایپ د ماشين اخیستو لپاره یې پیسې نه لرلې.
مېرمن يې اړ شوه چې له پوهنتون څخه هغه ماشين کور ته رواړي چې په اسانۍ سره انتقالېږي او د جامو مینځلو په کوچنۍ کوټه کې یې کېښود. کله به چې وزګار و، نو خیالي داستانونه به یې لیکل. خپلې لیکنې یې بېلابېلو خپرندویو ټولنو ته استولې، خو هېچا هم ونه منلې. هغه ان په دې نه پوهېده چې خپرندویه ټولنې یې لیکنې لولي که نه، خو د نه ځواب یې ورکاوه. پر وروستۍ کیسې لیکلو یې پیل وکړ، خو دومره ناهيلی و چې له لږ لیکلو وروسته یې کاغذ په لاس کې ومروړ او د کثافاتو ټوکرۍ ته یې واچاوه.
مېرمن یې کور ته راغله او د کثافاتو په ستل کې یې مروړل شوي کاغذونه را واخیستل، په ځیر ځير یې ورته وکتل او یوې خپرندویې ټولنې ته یې ولېږل. د خپروندویې ټولنې لیکنې او داستانونه خوښ شول او تړون یې ورسره لاسلیک کړ. له چاپ وروسته د دې داستان پنځه میلیونه نسخې وپلورل شوې. په ۱۹۷۶ ز کال کې د همدې داستان له مخې فلم جوړ شو چې د کال غوره فلم شو. پوهېږی؛ دا کس څوک و؟
دا کس سټېفن کېنګ و چې د اوسنۍ دورې تر ټولو غوره لیکوال دی.