ولسمشریزې ټاکنې د ۱۳۹۸ لمریز کال د تلې میاشتې په شپږمه نېټه د افغانستان په هغو ځایونو کې چې هلته یې د تر سره کېدو زمینه برابره وه، تر سره شوې. د یادولو وړ ده، چې یادې ټاکنې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې تر سره شوې او د ټاکنو په ورځ د هېواد په ځینو برخو کې جګړه، توغندیز بریدونه او بمي چاودنې هم وشوې.
وسله والو طالبانو ګواښ کړی و، چې د رایو ورکولو بهیر مخه به نیسي او د امنیت د ټینګښت لپاره د رایو په مرکزونو کې نږدې ۷۲ زره پولیس او پوځیان ګومارل شوي وو.
دغه ټاکنې له دوه ځله ځنډېدو وروسته تر سره شوې، هغه هم په داسې حال کې تر سره شوې، چې د افغانستان د نږدې ۳۷ میلیونه نفوس له منځه شاوخوا نهو میلیونو کسانو د رایې ورکولو لپاره نوملیکنه کړې وه او له دې جملې څخه یوازې ۱.۹ میلیونو کسانو ګډون کړی و، چې د رایې پر شرایطو برابرو کسانو ۱۱ سلنه تشکیلوي.
ټاکل شوې وه چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې د تلې/ میزان میاشتې په ۲۷مه اعلان شي، خو د ټاکنو په ورځ پراخه درغلي، په بایومټریک سیسټم کې ستونزې، د کمېسیون په دننه کې داخلي اختلافات او د ټاکنیزو ډلو ترمنځ شته ابهامونه هغه څه دي، چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې یې تقریباً یوه میاشت وروسته کړلې.
د تلې د شپږمې ټاکنو پروسې ته کتنه
په پام کې وه چې د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د روان ۱۳۹۸ لمریز کال د وري (حمل) په ۳۱مه تر سره شي، خو وروسته د چنګاښ (سرطان) ۲۹مې او بیا د تلې شپږمې ته وځنډېدې. یو علت یې هم د ټاکنو په کمېسیون کې اصلاحات وو. د کمزوري مدیریت او پراخو درغلیو له امله، د ۱۳۹۷ لمریز کال ولسي جرګې ټاکنې جنجالي شوې او د پایلو اعلان یې څو میاشتې وځنډېد.
وروسته د ولسمشر اشرف غني د تقنیني فرمان له مخې، د ټاکنیزو کمېسیونو کمېشنران له دندو لرې او پر ځای یې د ۱۳۹۷ لمریز کال په کب (حوت) میاشت کې نوي ۱۲ کمېشنران وټاکل شول، څو ولسمشریزې ټاکنې د دوی په مدیریت تر سره شي. د ټاکنو د نوي مهالوېش له مخې، ټاکنیز کمپاین د اسد په شپږمه پیل شو. د ولسمشرۍ د ۱۸ کاندیدانو له ډلې د محمد حنیف اتمر ټاکنیزه ډله په دغه ټیم کې د داخلي اختلاف له امله وپاشل شوه او څو ورځې وړاندې له ټاکنو د شاته کېدو اعلان یې وکړ، خو څلور نور نوماندان شیدا محمد ابدالي، زلمی رسول، ابراهیم الکوزی او نورالحق علومي د محمد اشرف غني په مشرۍ له دولت ساز ټیم سره یوځای شول. د میزان د شپږمې په ټاکنو کې ۱۳ کاندیدانو برخه درلودله، د دې ټاکنو لپاره له ۱۰۰ زرو ډېر کورني او نړیوال څارونکي ګومارل شوي وو. په دوی کې ۳۰ زره څارونکي د ښاغلي عبدالله او ۳۰ زره نور د ښاغلي غني وو. همدارنګه د مدني ټولنو استازو، د کمېسیونونو غړيو، د خپلواکو ادارو استازو، ملګري ملتونو، امریکا، برېټانیا، ایران، د سیمې او همسایه هېوادونو سفیرانو پر دغه بهیر څارنه درلوده.
د لومړنیو پایلو د ځنډ عوامل
د کمېسیون غړو د دغه ځنډ لامل تخنیکي ستونزې او په ځینو برخو کې د خپلو فعالیتونو کمزوري وبلله او دغه راز یې وویل چې انټرنېټي ستونزې او له نامعلوم لوري پر مرکزي زېرمې د سایبري بریدونو ګواښونه هم د ځنډ لاملونه وو. په لومړیو کې ټاکل شوې وه چې د تلې د شپږمې ټاکنو پایلې د همدې میاشتې په ۲۷مه اعلان شوې وای، خو کمېسیون په خپل وخت د پایلو پر اعلان ونه توانېد او اوس یې د لړم ۲۳مه د دغو پایلو اعلان ته ټاکلې ده. د ټاکنو د لومړنیو پایلو تر اعلانه به په ډیجیټلي زېرمه کې ځای پر ځای شوي معلومات چاڼېږي او په ولایتونو کې به د مرکزونو رایې هم له سره شمېرل او له ډیجیټلي هغو سره به پرتله کېږي.
همدارنګه درملوګ تخنیکي شرکت کمېسیون ته د ټولو رایو په اړه مالومات استولي دي، خو کمېسیون د ور رسېدلو مالوماتو په تړاو جزییات نه ورکوي او وايي چې په دې اړه دوی خپله هم پوښتنې لري او دا پوښتنې یې لا نه دي ځواب شوې. د درملوګ شرکت د رپوټ پر بنسټ، د پاکو او ناپاکو او همدارنګه هغه رایې چې د قانوني سن نه پوره کوونکو له خوا کارول شوې، په اړه یې معلومات د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته استولي دي، خو د کمېسیون په دننه کې د کمېشنرانو تر منځ د هغو معلوماتو په اړه چې درملوګ شرکت ورکړي دي، د نظر اختلاف موجود دی. داسې ویل کیږي چې درملوګ شرکت ۸۶۲۲۶ زره رایې باطلې اعلان کړې دي، خو په کمېسیون کې ځینې کمېشنران ټینګار کوي، چې د باطلو رایو شمېر له ۱۳۹۰۰۰ څخه زیات دی.
د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت ساز ټاکنیز ټیم څارونکي داوود سلطانزوی د کمېسیون له خوا په ځنډ د لومړنیو پایلو اعلان په اړه اندیښنه ښودلې او همدارنګه د درملوګ شرکت له لوري د ۸۶۲۲۶ رایو د باطل کېدو ټینګار کوي، چې له دې زیاتې رایې نه دي باطلې شوې. نوموړی زیاتوي چې هر څومره چې د ټاکنو دا بهیر غځېږي، په هماغې اندازې درغلیو او توطیو ته لاره هواریږي. د عبدالله عبدالله د ټاکنیز ټیم ویاند فریدون خوځون بیا وایي، دا ځنډ ورته هغه مهال د منلو دی چې یوازې د روڼتیا په موخه وي. نوموړی زیاتوي، د درملوګ شرکت له خوا ۸۶۲۲۶ زره نه؛ بلکې له ۱۳۹۰۰۰ ډېرې رایې باطلې اعلان شوې دي. دا چې دواړه ټاکنیز ټیمونه تقریباً د یو لک رایو پر سره چې یوه ټاکنیزه ډله وایي چې باطلې دي او بله وایي چې نه دي باطلې، دا هغه رایې دي چې که چېرې باطلې نه وي، نو ۵۰ +۱ رایې دولت ساز ټیم پوره کړې دي او د ۱۳۹۸ لمریز کال د ولسمشریزو ټاکنو وړونکی دی. که چېرې دا یو لک رایې باطلې وي، نو په قوي احتمال سره ټاکنې دویم دور ته ځي، چې په دویم دور کې به د دولت ساز او همپالنې ټیم په خپل منځ کې سیالي کوي.
دویم پړاو او د ګډ حکومت د تشکیل اوازې
لومړی خو دا چې له ټاکنو مخکې کومې اندېښنې چې د درغليو په تړاو موجودې وې، سمې ثابتې شوې او اصلاً ترڅو چې له هېواده د جګړې لمن نه وي ټوله شوې، د رڼو ټاکنو د تر سره کېدو تمه نه شي کېدای. دا چې ټاکنې له ټولو ستونزو او پراخو درغليو سره سره تر سره او تر اوسه پورې لومړنۍ پایلې هم نه دي اعلان شوې، داسې ښکاري چې ممکن ټاکنې دویم پړاو ته ولاړې شي او د ټاکنو د لومړنیو پایلو په اعلان کې له ځنډ سره دويم پړاو ته د ټاکنو د تګ احتمال هم زيات شوی دی. دويم پړاو ته له تګ مخکې د ګډ حکومت د جوړېدو ګنګوسې هم خپرې شوې؛ خو د ځینو نوماندانو له دريځ څخه داسې ښکاري چې د ګډ حکومت په اړه به موافقه ونه کړي او د دويم پړاو ټاکنو غوښتنه به وکړي؛ خو که د افغانستان د نافذه قوانينو خلاف پر ګډ حکومت هم هوکړه کېږي، نو دا به يو ډېر ناسم ګام وي او راتلونکی حکومت به بيا هم د تېر حکومت په څېر د يوه سهامي شرکت په بڼه وي او هغه نوماند ته به چې له خپلې نوماندۍ تېر شوی وي، په حکومت کې معلومه ونډه ورکول کېږي.
که چېرې ټاکنې دویم پړاو ته ځي، نو د دویم پړاو تر سره کېدل به څه وخت وي؟ که چېرې د لومړي پړاو د تر سره کېدو وضعیت ته وګورو، نو د دویم پړاو تر سره کېدل د هوا سړېدل، د مالي سرچینو نشتون او امنیتي ستونزې هغه عوامل دي چې د ټاکنو دویم پړاو به په خپل وخت سره تر سره نه شي. په ټاکنو کې د خلکو کم ګډون، د پایلو ځنډ او دویم پړاو ته یې د تګ امکان، ممکن تر شا یې ډېر عوامل وي؛ خو له ملت سره په شویو وعدو نه وفا، په ټاکنو کې پراخه درغلي، د کمېسیونونو ضعیف مدیریت او د بهرنیانو لاسوهنې هغه څه دي چې دا وضعیت یې حاکم کړی دی.
ټولو طرفونو ته د منلو وړپایلې
که څه هم داسې انګېرل کیږي، چې په ټاکنو کې دواړه د ملي یووالي حکومت شریکان مخکې دي او له نورو یې ډېرې رایې تر لاسه کړې، خو دا چې په دې دواړو کې یو طرف بری خپله وي بل طرف به د ټاکنو پايله ومني که نه؟ هغه وضعیت دی چې شاید ځیني ستونزې جوړې شي، خو دا چې د افغانستان په دې حاکم وضعیت کې ټاکنې تر سره شوې، په ملي او نړیواله کچه وستایل شوې او په خپله د افغانانو په مدیریت تر سره شوې، د نورو ټاکنو په پرتله بريالی وبلل شوې. داسې ښکاري چې په افغانستان کې د نړيوالې ټولنې فعال حضور ته په کتو سره به، د واک په انتقال کې تر ډېره جدي ستونزې رامنځته نه شي. که چېرې ټاکنې په لومړي پړاو کې یو بریالی ولري او سيال به يې له واک څخه د محرومېدو له امله، د افغانستان غوندې ټولنه کې تر خپله وسه اعتراض وکړي، خو دا چې د راتلونکي حکومت دوام وګواښي، داسې څه ناممکن بریښي. له بلې خوا په ټاکنو کې درغلۍ هم په ټوله نړۍ کې معمول دي، چې له همدې امله په افغانستان کې هم د ټاکنيزو شکايتونو د اورېدو کمېسيون فعاليت کوي او کله چې کوم نوماند د همدغو کمېسيونونو تر ادارې لاندې ټاکنو کې ګډون کړی وي او بيا له ټاکنو وروسته د همدغو کمېسيونونو له خوا تر سره شوې ټاکنې نه مني، ښايي اعتراض به يې تر ډېره بې اغېزې وي. په ټاکنو کې درغلۍ، چې په ټوله نړۍ کې يې بېلګې شته دي، بايد د دې لامل نه شي چې له واک څخه د محرومېدو پر مهال د ټولو افغانانو رايې او قربانۍ بې ځايه ولاړې شي. د ټاکنيزو شکايتونو د اورېدو د کمطسيون له خوا بايد هر شکايت په شفاف ډول وڅېړل شي او ټول نوماندان يې پرېکړې ته درناوی وکړي؛ ځکه له دې پرته به واک ته د رسېدو لپاره نورې لارې ښايي په اوسنيو شرايطو کې د پام وړ اغېز ونه لري.
پایله
د امریکا او طالبانو تر منځ له تېرو دوو میاشتو راهیسې رسمي خبرې بندې شوې دي، خو کله چې ټرمپ له طالبانو سره په دې بهانه خبرې بندې کړې، چې د طالبانو په یوه برید کې د دوی سرتېرو ته مرګژوبله واوښتله، خو له لږ ځنډ وروسته د طالبانو د قطر استازو پاکستان ته سفر وکړ او امریکا هم خپل استازی چې د افغان سولې لپاره یې ټاکلی و، د لیدنې لپاره پاکستان ته واستولو چې له دې لیدنې وروسته د امریکا له لوري د افغان کشالې د حل لپاره ټاکل شوي استازي زلمي خلیلزاد خپل سفر له اروپا پیل کړ. په اروپا کې یې د اروپایي ټولنې له مشر سره پر افغان سوله خبرې وکړې. له هغه وروسته مسکو ته لاړ، په مسکو کې یې د افغان سولې په اړه په جوړه شوې څلور اړخیزه ناسته کې ګډون وکړ، چې په دې څلور اړخیزه ناسته کې د افغان کشالې له ټولو دخیلو لوریو غوښتنه وشوه، چې په افغانستان کې تل پاتې سولې ته د رسېدو په پار اوربند وکړي او بین الافغاني خبرو ته د زمینه سازۍ په موخه دې دواړه لوري د ښه نیت له مخې بندیان خوشي کړي. همدارنګه د چین په نوښت د جوړېدونکې بین الافغاني غونډې هرکلی یې هم وکړ؛ خو په چین کې جوړېدونکې بین الافغاني غونډه د افغان حکومت په غوښتنه وځنډول شوه. علت یې هم د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو نامعلوموالی په ګوته شوی دی. همدارنګه خلیلزاد د مسکو له څلور اړخیزې ناستې وروسته کابل ته راغی، له حکومتي چارواکو او سیاسي شخصیتونو سره یې لیده کاته وکړل او له هغه وروسته پاکستان ته ولاړ، هلته یې هم له عمران خان او نورو چارواکو سره ولیدل، دا چې یو ځل بیا د افغان سولې په اړه دا خوځښتونه پیل شوي دي، په نېک پال نیسو او د افغانانو هیلې یو ځل بیا ورسره راټوکېدلې دي. هیله ده چې دا ځل د خبرو پیل به مثبتې پایلې هم ولري او دا چې ټاکنې په هر ډول تر سره شوې، اوس اړتیا دا ده څو ژر تر ژره پایلې اعلان او د پایلو په نتیجه کې بری لوری معلوم شي او د پنځو کلونو لپاره د حکومت واګې په خپل لاس کې واخلي. په دې سره به د افغان حکومت دریځ هم د سولې په اړه غښتلی شي او په دې سره به وکولای شو، چې په نېږدې راتلونکي وخت کې په افغانستان کې د یوه نسبي امن راتلو په پار دخیل اړخونه یوې پایلې ته سره ورسیږي.