شنبه, جولای 25, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د کډوالو وزارت: نږدې ۵ کلونو کې له ۸ میلیونو ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي

    په تېرو ۴ میاشتو کې؛ هیواد ته ۱۵۴۰ بهرني سېلانیان راغلي دي

    د بهرنیو چارو وزارت: په باب‌المندب کې د سعودي پر یوې تېل‌وړونکې بېړۍ برید غندلی

    د تدارکاتو کمېسیون؛ د ۱.۳ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۳ پروژې منظورې کړې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د کډوالو وزارت: نږدې ۵ کلونو کې له ۸ میلیونو ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي

    په تېرو ۴ میاشتو کې؛ هیواد ته ۱۵۴۰ بهرني سېلانیان راغلي دي

    د بهرنیو چارو وزارت: په باب‌المندب کې د سعودي پر یوې تېل‌وړونکې بېړۍ برید غندلی

    د تدارکاتو کمېسیون؛ د ۱.۳ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۳ پروژې منظورې کړې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

په امریکا کې ۳۸ میلیونه کسان له بېوزلۍ ځورېږي

لیکنه: الجزیره -ژباړه : احمد الهام

نوومبر 10, 2019
in لیکنې
0 0

په امریکا کې میلیونونه کسان له فقر څخه ځورېږي. د الجزیرې د راپور له مخې، په داسې حال کې چې امریکا په نړۍ کې د شتمنۍ او په یوه زیاته پیمانه د ناخالص تولید د درلودلو له کبله لاپې وهي، خو لا هم په دغه هېواد کې میلیونونه کسان له غریبۍ او وزګارتیا څخه ځورېږي.

د الجزیرې خبري شبکې انټرنېټي برخې «۳۸میلیونه غریب خلک» په نوم یو مطلب خپور کړی دی. په مطلب کې راځي، نن سبا د نړۍ په کچه امریکا د علم، پرمختګ، شتمنۍ او تولیداتو  په برخه کې په لومړي مقام کې ځای لري. سږ کال د دغه هېواد تولیدات له ۲۱ میلیاردو ډالرو واوښتل. د امریکا د هر وزارت کلنۍ بودیجه د منځنۍ کچې د هېوادونو له بودیجې څخه زیاته ده. د بېلګې په توګه، سږ کال د امریکا د دفاع وزارت لپاره اته سوه میلیارده ډالره بودجه ټاکل شوې وه. په دې مانا چې یوازې د امریکا د دفاع وزارت کلنۍ بودجه د لسو هېوادونو لکه روسیې، چین، هند، جاپان، انګلستان، فرانسې او نورو هېوادونو د کلنۍ دفاعي بودجې څخه ډېره ده. په امریکا کې د سړي سرکلني عاید کچه ۵۵ زره امریکایي ډالره ده، نو له همدې کبله امریکا د هغو هېوادونو په کتار کې راځي، چې وګړي یې د نورو هېوادونو په پرتله د سړي سر ډېر کلنی عاید لري. خو له دې سره سره بیا هم میلیونونه امریکایي وګړي په غربت کې ژوند کوي.

دکرېډېسټ سوېس بانک په وروستي راپور کې د نړۍ د میلیونرانو شمېر او د شتمنۍ وېش ارزولی دی. په دې بانک پورې تړلې څېړنیزه موسسه خپل کلنی راپور له نږدې لسو کلونو راهیسې خپروي، چې نړۍ کې د مختلفو هېوادونو د شتمنۍ د وېش او ودې ارزوونکې مرجع ده. په سږني راپور کې وايي چې امریکا د ۱۸ میلیون میلیونرانو په لرلو سره بیا هم د میلیونرانو له پلوه په نړۍ کې لومړی ځای لري. د نړۍ نږدې ۴۰ سلنه میلیونران او څلوېښت سلنه هغه کسان چې د نړۍ تر ۹۹ سلنه خلکو ډېر شتمن دي، په امریکا کې اوسېږي. د دې رپوټ له مخې، په وروستیو کلونو کې په چین کې شتمني او د شتمنو شمېر ډېر شوی دی؛ په ۲۰۱۰ ز کال کې د چینايي میلیونرانو شمېر ۳۸ زره و، خو اوس نږدې څلور نیم میلیون کسانو ته رسېدلی دی. چین سږ کال د هغو کسانو له پلوه چې له تېر کال راهیسې میلیونران شوي، له امریکا مخکې شوی دی. د هغو چینایانو شمېر چې د نړۍ لس سلنه تر ټولو شتمنو کسانو کې راځي، اوس نږدې سل میلیونو کسانو ته رسېږي؛ خو په امریکا کې دا شمېر ۹۹ میلیون کسان دي.  کرېډېټ سوېس زیاتوي، نړۍ کې ټوله شتمني له تېر کال تر سږ کال ۹۱۰۰ میلیارد ډالره زیاته شوې ده او اوس ټوله ۳۶۰ زره او شپږ سوو میلیاردو ډالرو ته رسېدلې ده.

د امریکا د معیارونو له مخې، فقیر داسې تعریفېږي: که د یوې څلور کسیزې کورنۍ کلنۍ عاید له ۲۵ زرو او اوو سوو ډالرو لږ وي، د دری کسیزې کورنۍ کلنی عاید شل زره ډالره او د دوه کسیزې کورنۍ کلنی عاید له ۱۶ زرو دوو سوو څلوېښتو امریکایي ډالرو څخه لږ وي، نو دوی فقیر ګڼل کېږي. دغه راز که د یوه تن کلنی عاید له ۱۲ زرو او اووه اتیا ډالرو څه کم وي، ده ته هم فقیر ویل کېږي.

همدا اوس ۳۸ میلیونه امریکایي وګړي فقیر دي. څه کم ۱۲میلیونه امریکایي ماشومان یانې له شپږو څخه یو تن امریکایي ماشوم د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي. ۱۴ میلیونو او دریو سوو زرو کسانو ته دولتي کوپن ورکول کېږي.

تېر کال په امریکا کې پنځو لکه ۵۳ زرو کسانو سرپناه نه درلوده، د بې سرپرسته نارینه‌وو شمېر اویا سلنې ته لوړ شو چې ۴۹ سلنه یې سپین پوستي وو.

په ۲۰۱۸ ز کال کې ۳۰ میلیونو او څلورو لکو امریکایي وګړو روغتیایي بیمه نه درلوده. هېڅ امریکایي وګړی د پور د نه ورکولو له امله نه شي بندي کېدای. د فدرال قوانینو له مخې، بانک، روغتون او یا کس له دې کبله چې پوروړي پر خپل وخت پور نه دی پرې کړی، نه شي کولی چې بندي یې کړي او یا کومه بله سزا ورکړي، خو د مجازاتو بڼه یې داسې ده:

– که پوروړی دې دندې څښتن وي، نو په مستقیم ډول ترې پیسې کسر کېدای شي.

– تر هغه وخت پورې چې پخوانی پور یې نه دی پرېکړی، نه شي کولای له کوم بانک یا کس څخه پور واخلي او یا هم د توکو د پېرلو لپاره له کرېډېټ کارت څخه ګټه واخلي.

– هېڅ امریکایي وګړی عامو خلکو ته د پور د نه ورکولو له کبله نه شي زنداني کېدای، خو په دې برخه کې د فدرالي دولت مالیات مستثنی دي هغه هم په ډېرو لږ مواردو کې.

یوازې ۲۳ زره ۱۰۳ شرکتونه تېر کال په امریکا کې له ماتې سره مخ شوي دي. له دې سره په څنګ کې ۷۵۵۰۰۰ هغو کسانو چې خپل کاروبارونه یې درلودل، خپلې ماتې عملاً اعلان کړې دي. دغه ماتې په دې مانا دي چې دغو کسانو ته نورې قرضې نه ورکول کېږي او د اوسېدو له کور څخه پرته له شخص څخه د هغه ټولې شتمنۍ او جایدادونه اخیستل کېږي.

لوېدیځه ویرجینیا د امریکا تر ټولو غریب ایالت دی. په دغه ایالت کې په اوسط ډول د سړي سرکلنی عاید۴۳ زرو ۴۶۹ ډالرو ته رسېږي. په دغه ایالت کې لږ تر لږه یو میلیون او نهه سوه زره کسان ژوند کوي.

مي سي سي پي د امریکا دویم فقیر ایالت دی. په دغه ایالت کې د سړي سرکلنی عاید ۴۳ زره ۵۲۰ ډالره دی. ارکانزاس د امریکا درېیم فقیر ایالت دی. په دغه ایالت کې د سړي سر کلنی عاید ۴۵ زره ۸۶۰ امریکایي ډالره دی. په دغه ایالت کې دری میلیون کسان ژوند کوي.

Share53Tweet5Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د کډوالو وزارت: نږدې ۵ کلونو کې له ۸ میلیونو ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي

جولای 24, 2026

په تېرو ۴ میاشتو کې؛ هیواد ته ۱۵۴۰ بهرني سېلانیان راغلي دي

جولای 24, 2026

انټونیو ګوټرېش: ډیپلوماسي په منځني ختیځ کې د کړکېچ د پای یوازینۍ لار ده

جولای 24, 2026

پاکستان کې؛ د موسمي بارانونو له امله لږ تر لږه ۴۱ کسان مړه شوي

جولای 24, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In