پنجشنبه, مارچ 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کډوالو وزارت: د پاکستان له زندانونو ۲۱ افغان کډوال را خوشې شوي

    پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

    سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

    ډبلیو ایچ او: د سیمې جګړو افغانستان ته د طبي مرستو بهیر ځنډولی دی

  • نړۍ

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    کډوالو وزارت: د پاکستان له زندانونو ۲۱ افغان کډوال را خوشې شوي

    پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

    سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

    ډبلیو ایچ او: د سیمې جګړو افغانستان ته د طبي مرستو بهیر ځنډولی دی

  • نړۍ

    رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

    بقایي: پر ایران د اروپايي ټولنې نوي بندیزونه غیرمنطقي او غیرقانوني دي

    عراق کې د امریکا پر ډيپلوماټيک مرکز ډرون برید شوی

    فردریش مرتز: امریکا او اسراییل د ایران د جګړې پایته رسولو پلان نه لري

    سپاه پاسداران: د جګړې پای به موږ ټاکو، نه امریکا

    ټاس خبري آژانس: ټرمپ د ایران جګړه بایللې او ژر به یې پای اعلان کړي

    عراقچي: له امریکا سره نور زموږ خبرې اترې په اجنډا کې نشته

    ایران ټایمز: ټرمپ نیویارک ته ښاروال نه شوی ټاکلی؛ نو ایران ته به مشر څنګه وټاکي؟

    قطر د منځني ختیځ د کړکېچ کمېدو غوښتنه کړې ده

  • دریځ

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

    کله چې نقابونه ولوېږي؛ د لوېدیځ د اخلاقو ادعا تر پوښتنې لاندې

    د افغانستان او چین اووه لسیزې رسمي دوستي او باوري ګاونډیتوب

    نړۍ د امریکا له سیوري وځي؛ د ملتونو د بیدارۍ شېبه

    افغانستان پاکستان سره د لارو پرانیستو ته هېڅ بیړه نه لري؛ دا ځل زموږ شرایط عادي نه دي

    له بندیزه تر فرصت پورې؛ د کورنیو پانګونو نوی پړاو

    د سیمې د نښلولو نوې هیله؛ افغانستان د ایران، چین او مرکزي اسیا ترمنځ د ستراتیژیک دهلېز پر لور

  • نړیوال خبرونه
  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

د اوبو د تنظیم د نوي قانون ارزونه

لیکنه: برکت الله آریوبي

نوومبر 11, 2019
in لیکنې
0 0

د اوبو د تنظیم د قانون مسوده د روان کال د لړم میاشتې په اتمه نېټه ولسي جرګې تصویب کړه او تمه ده چې د مشرانو جرګې تر تصویب او د ولسمشر له توشیح وروسته نافذ شي.

کابو هر هېواد د خپلو اوبو تنظیم او مدیریت ته په ملي کچه قانون یا د اوبو کوډ لري چې د اوبو تنظیم او مدیریت پکې په حقوقي چوکاټ کې توصیف او تعریف شوی وي.

په افغانستان کې په لومړي ځل د طالبانو له اسلامي امارته مخکې په ۱۹۹۱ ز کال کې د اوبو قانون تصویب شو. له دې مخکې په هېواد کې د اوبو مسایل په جدي توګه نه وو مطرح شوي او دا په داسې حال کې ده چې زموږ ګاونډیو، په ځانګړي ډول ایران، ډېر پخوا د خپلو اوبو د منابعو مدیریت ته حقوقي چوکاټ جوړ کړی و. پاکستان چې په ۱۹۴۷ ز کال کې رامنځته شو، له ۱۹۶۰ ز کال مخکې یې د اوبو په اړه قانون او پالیسي رامنځته کړه چې د همدې حقوقي چوکاټ په رڼا کې یې له هند سره پر اباسین (اندوس سیند) هوکړه لاسلیک کړه. د منځنۍ آسیا جمهوریتونو، چې له ۱۹۹۰ ز کال وروسته رامنځته شول، د اوبو په اړه حقوقي اډانه وروسته ایجاد کړه. په هېواد کې د اوبو لومړني قانون ۵۴ مادې او اووه څپرکي درلودل. په لومړۍ برخه کې یې د اوبو څښتنان خلک بلل شوي وو او دولت یې ترمخه مکلف و چې د اوبو د منابعو حفاظت او ساتنه وکړي. همداراز د دې موادو له مخې ټول ارګانونه ( دولتي او خصوصي)، سیاسي او اداري، مکلف وو چې اوبه د همدې قانون او رایج عرف له مخې مدیریت او تنظیم کړي.

په دویم څپرکي کې د اوبو د منابعو مدیریت د حکومت دنده بلل شوې وه او د کرنې سکټور ته د ځانګړې کچې اوبو بېلولو پکې ویل شوي وو. د دې فصل د موادو له مخې، دولت باید د زراعتي سیسټم د پیاوړتیا لپاره کافي اوبه ځانګړې کړې وای او د اوبو په برخه کې بنسټیزې پروژې یوازې د دولت له تایید وروسته تطبیق کېدای شوې. په درېیمه برخه کې یې د حقابې مشخص میکانېزم توصیف او تعریف شوی و، چې پکې د زراعت، ځمکې خاوندانو او په محلي کچه د اوبو د کاروونکو لورو حقابې تعریف شوې وې.

د دې قانون په څلورمه برخه کې د غیر زراعتي موخو لپاره د اوبو ځانګړي کول راغلي وو چې له مخې یې اوبه څنګه د څښاک، صنعت، بنسټیزو پروژو او نورو لپاره وکارېږي. پنځمه برخه یې د اوبو منابعو حمایت او حفاظت ته ځانګړې شوې وه؛ په ځانګړې توګه دې ته چې دولت به د اوبو د منابعو د ککړېدو مخنیوي ته لازم چمتووالی نیسي. شپږمه برخه یې د اوبو له منابعو  راپورته کېدونکو شخړو ته ځانګړې شوې وه او د هواري میکانېزم یې تعریف کړی. همداراز د هغو اشخاصو مجازات پکې پیشبیني شوي وو چې د نورو وګړو د اوبو حق ته صدمه رسوي. وروستني فصل یې دوې مادې درلودې چې نهایي احکام پکې ذکر شوي وو.

د اوبو اوسنی (نافذ قانون) په ۲۰۰۹ ز کال کې د ملي شورا تر تصویب وروسته عملي شو. دغه قانون شپږ څپرکي او ۴۰ مادې لري چې په لومړي فصل کې يې عمومي حکمونه راغلي، په دویم فصل کې د اوبو د سرچینو د کارولو تنظیم او اداره، درېیم څپرکی یې د سیندي حوزو، ادارو او شوراګانو ته ځانګړی شوی، څلورم هغه یې د اوبو کارولو ته ګوښی شوی، پنځم یې د اوبو سرچینو ساتنې او شپږم څپرکی یې د اختلافاتو د حل څرنګوالي ته ځانګړی شوی دی.

ولې نوی قانون؟

له لسو کالو تنفیذ وروسته د دغه قانون د تعدیل ډېره اړتیا لیدل کېده. د اوبو نافذ قانون لږ تر لږه لاندې نیمګړتیاوې لري: د اوبو مالکیت د څو ادارو په لاس کې دی، د اوبو د منابعو په مدیریت کې وظیفوي تداخل، تشکیلاتي پړسوب او تيت‌پرک‌والی، د وخت او بودجې ضایع کېدل، د قانون تطبیق ته د میکانېزمونو نشتون، د اوبو اقتصادي ارزښت ته نه پام، د اوبو په تخصیص کې د لومړیتوبونو نه مشخص‌والی، د اوبو د منابعو په مدیریت کې د خصوصي سکټور ونډې ته نه پام، د قانون د متن ګونګ‌والی او پېچلتوب، د قانون په مادو کې د تسلسل او انسجام نشتون، د اوبو منابعو په مدیریت کې د محلي نهادونو کثرت او داسې نورې ستونزې وې چې بالاخره حکومت په ځانګړې توګه د اوبو او انرژۍ وزارت اړ شو چې د دغه قانون د تعدیل طرحه چمتو او ملي شورا ته یې د تصویب لپاره ولیږي.

د تعدیل طرحه یې د اوبو او انرژۍ وزارت په ځانګړې توګه د اوبو د حقوقو ریاست طرحه او مسوده یې له تدقیق وروسته ملي شورا ته استول شوې ده.

که د اوبو نافذ (۲۰۰۹) قانون او د اوبو چارو د تنظیم اوسنی قانون سره پرتله کړو، نو په لنډو ویلای شو چې لاندې موارد یې د توپیر ټکي دي.

د نوي قانون په طرحه کې لاندې بدلونونه راغلي:

د (انرژۍ او اوبو وزارت) نوم یې پر (اوبو او انرژۍ وزارت) بدل کړی؛

د(اراضۍ، اوبو او چاپېریال ساتنې عالي شورا) یې پر (اوبو، اراضۍ او چاپېریال ساتنې شورا) اړولې؛

د یوه قوي اداري ارګان رامنځته کول چې (د اوبو د چارو تنظیموونکې اداره) نومول شوې ده؛

د اوبو لګولو، اوبو رسولو، میرآب سیسټم، د اوبو په نوې بڼه کارول، په واحده اډانه کې د اوبو د منابعو د مدیریت په موخه د اوبو د کارکوونکو انجمنونو مدغمول؛

د شاوخوا ۲۰ نویو مقرراتو وضع کولو تجویز ورکړل شوی، څو د اوبو د منابعو تنظیم په ښه ډول وشي؛

د اوبو چارو ښه تنظیم په موخه یې د اوبو د قواعدو او مقرراتو مجموعه د (اوبو کوډ) پیشبیني کړی؛

د اوبو د خدماتو قیمت اېښودل؛

د اوبو د منابعو د تخصیص لومړیتوبونه په ګوته کول؛

په افغانستان کې د اوبو تنظیم او مدیریت عنعنوي سیسټم پر معیاري هغه بدل شوی؛

د رسمي او خصوصي سکټور له لوري له اوبو څخه د ګټې اخیستلو په اړه د موافقې او اجازې اخیستنه یې تجویز کړې؛

د اوبو د منابعو د تنظیم په موخه یې خصوصي سکټور ته د پانګه اچونې زمینه برابره کړې ده.

د نوي قانون مسوده شپږ برخې لري چي لومړۍ برخه یې عمومي احکام، دویمه برخه یې ښه حکومتولي، درېیمه هغه یې د اوبو د منابعو تنظیم، څلورمه یې د اوبو د تنظیم او توضیع میکانېزم؛ پنځمه برخه یې د اړوند او ذیدخلو ادراتو همغږۍ ته ځانګړې شوې او آخرنۍ برخه یې متفرقه احکامو ته بېله شوې چې منازعات، د سیند حریم، جرایم او مجازات او د مقرراتو وضع کولو تجویز یې مهمې برخې دي.

لومړی فصل یې عمومي حکمونو ته ځانګړی شوی چې د قانون طرح کولو اهداف پکې بیان شوي، تخنیکي اصطلاحات پکې تعریف شوي او له اوبو د ګټې اخیستلو قانوني اصول یې په لاندې توګه بیان کړي:

الف) پاکو او صحي اوبو ته د لاسرسي حق؛

ب) د اوبو د منابعو هر اړخیز مدیریت( IWRM)

ج)له اوبو د ګټې اخیستنې لومړیتوبونه؛

همدا راز د دې قانون پلي کولو اصلي مرجع یې د اوبو او انرژۍ وزارت ښودلی دی.

دویمه برخه یې د اوبو ښې حکومتولۍ ته ځانګړې شوې چې لاندې نهادونه پکې شامل دي:

الف) د اوبو، اراضۍ او چاپېریال ساتنې شورا؛

ب) د اوبو او انرژۍ وزارت؛

ج) د سیندي حوزې عمومي شورا؛

د) د سیندي حوزې فرعي شورا؛

هه) د اوبو ګټه اخیستونکو اتحادیه؛

ک) میراب سیسټم.

درېیمه برخه یې د اوبو د منابعو تنظیم ته ګوښې شوې چې پر لاندې موارد یې بحث کړی:

الف) د اوبو د منابعو پلان جوړونه؛

ب) د اوبو له منابعو مؤثره او اقتصادي ګټه اخیستنه؛

ج) د اوبو د خدماتو عرضه چې په زراعتي، سیاحتي، چاپېریال ساتنې، انرژۍ تولید، کښتۍ چلولو او نورو برخو کې پرې بحث شوی.

څلورم څپرکی یې د اوبو د توضیع او تنظیم میکانېزم ته ځانګړی شوی:

د څښاک اوبو د استفاده کولو میکانېزم؛

د زراعتي اوبو د استفادې میکانېزم؛

د صنعت، معدن او کب روزلو په موخه د اوبو د استفادې میکانېزم؛

د چاپېریال ساتنې په موخه له اوبو د استفادې میکانېزم؛

د اطلاعاتو او کلتور وزارت په مرسته د سیاحت لپاره د اوبو د استفاده کولو میکانېزم؛

هغه پوله تېرېدونکې اوبه چې په معاهداتو کې نشته، په جلا مقرره کې تنظیمېږي؛

د څو اړخیزې استفادې لپاره د اوبو میکانېزم؛

د فاضله اوبو د تخلیې میکانېزم؛

پنځمه برخه یې د اداراتو او نهادونو ترمنځ همغږۍ ته ځانګړې شوې چې د اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، معادن او پترولیم وزارت، صنعت او تجارت وزارت، ښارجوړونې وزارت، ښاروالۍ او نورې اړوند ادارې مکلفې دي چې د اوبو د اړوندو فعالیتونو چارې له اوبو او انرژۍ وزارت سره په همغږۍ تنظیم کړي.

شپږم څپرکی یې متفرقه احکامو ته ځانګړی شوی چې پکې لاندې مسایل ارزول شوي دي:

الف) له اوبو څخه د رامنځته کېدونکو منازعاتو حل؛

ب) د اوبو د منابعو د بستر او حریم خونديتوب؛

ج) د اوبو د منابعو کود یا قانون؛

د) د اوبو د منابعو د تنظیم په موخه د مقرراتو او طرزالعملونو وضع کول.

سره له دې چې د اوبو د تنظیم قانون تر اوسه نافذ نه دی، خو تمه ده چې د مشرانو جرګې تر تصویب وروسته یې ولسمشر ژر توشیح او په دې توګه په رسمي جریده کې له خپرېدو وروسته نافذ شي. دا قانون به د اوبو د مدیریت په برخه کې واضح او روښانه لیدلوری رامنځته کړي او په واحده اډانه کې به اوبه مدیریت شي؛ د اړوندو ارګانونو ترمنځ همغږي به لا زیاته او په پای کې به د اوبو د منابعو مدیریت په سازماني بڼه اداره شي(چې پکې واک او صلاحیتونه غیرمتمرکز کیږي او د ټولنې ټول وګړي او قشرونه د اوبو د منابعو په مدیریت کې ونډله لرلی شي).

له ډېرو ښېګنو سره سره دا قانون ځینې نیمګړتیاو‎ې هم لري چې مهمې هغه یې دا دي: د اوبو د استعمال لپاره د محدودیت نشتوالی؛ هغه څه چې په نافذ قانون کې ورته واضحه اشاره شوېده؛ د اجرایوي ضمانت نشتوالی او د ځینو کلماتو ګنګوالی، د ډېرو مقررو پیشبیني چې په پایله کې یې د قانون ماهیت تر پوښتنې لاندې راوستی او داسې نور یې مهم هغه دي. همداراز د دې قانون د تطبیق په مخ کې جدي خنډونه هم شته چې عبارت دي له: د کافي سازماني ظرفیت نشتون، د عیني شرایطو نه مساعدتیا، روانه ناامني اوبې‌ثباتي، د عامه پوهاوي نشتوالی، د منسجمو اداري نهادونو رامنځته کولو پر وړاندې خنډونه، بې ځایه اداري پیچلتیاوې، د افغانستان په پرمختایي ستراتیژۍ کې د اوبو سکټور ته ډېر اهمیت نه ورکول او داسې نور.

په ټوله کې د افغانستان اوبو د منابعو د منسجم او واحد مدیریت لپاره د دې قانون تصویب ښه زیری دی، خو دا د کار پای نه دی؛ حکومت ته پکار ده چې د هغو خنډونه د لرې کولو په موخه کوټلي ګامونه واخلي، چې د دغه قانون د تطبیق پر وړاندې شته او په دې توګه د قوانینو او پالیسیو عملي تطبیقي اړخ ته اړین پام وکړي.

Share6Tweet3Share1

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

کډوالو وزارت: د پاکستان له زندانونو ۲۱ افغان کډوال را خوشې شوي

مارچ 12, 2026

رويټرز: ايران خبرداری ورکړی چې د یوه بیرل تېلو بيه ښايي تر ۲۰۰ ډالرو لوړه شي

مارچ 12, 2026

پکتیا کې د نیالګيو کینولو ملي کمپاین پیل شوی دی

مارچ 12, 2026

سره صلیب؛ ننګرهار کې له ۲زرو راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرستې کړې

مارچ 12, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In