د روان میلادي کال اکټوبر میاشتې په ۲۷مه د جمعیت علماء اسلام (ف) ګوند په مشرۍ پراخ لاریونونه د واکمن (پاکستان تحریک انصاف) ګوند پر ضد له کراچۍ پیل شول. د اکټوبر په ۳۱مه له نورو ځایونو لکه خیبر پښتونخوا او بلوچستان څخه هم ډلې ډلې خلک د لاریونو په موخه اسلام آباد ته ورسېدل او د اوسني واکمن ګوند له مشر څخه یې وغوښتل چې استعفا ور کړي او له واکه لاس په سر شي. دا چې د دې لاریونونو او استعفا غوښتلو لاملونه او د لاريون کوونکو نورې غوښتنې څه دي؟ د اوسني حکومت او په ټوله کې د پاکستان لپاره کومې ننګونې او پایلې له ځان سره لري؟ په دې تحلیل کې پرې هر اړخیزه شننه شوې ده.
په پاکستان کې روان لاریونونه
د پاکستان جمعیت علماء اسلام (ف) ګوند چې مشري یې مولانا فضل الرحمن کوي، له ډېرې مودې راهیسې پلان درلود چې د اوسني واکمن ګوند پر ضد پراخ لاریونونه تر سره کړي، چې بالاخره د یادو لاریونونو پراخې څپې پلازمېنې (اسلام آباد) ته د اکټوبر په ۳۱مه ورسېدې. که څه هم د لاریون کوونکو پراخه کچه د جمعیت علماء اسلام فضل الرحمن ډله او عوامي نیشنل ګوند جوړوي، چې مشري یې اسفندیار ولي خان کوي؛ مګر د واکمن ګوند نور مخالف ګوندونه لکه پاکستان مسلم لیګ نواز شریف ډله، پاکستان پیپلز پارټي او پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشران او پلویان هم تر یوې کچې په لاریون کې ګډون درلود.
د خیبر پښتونخوا حکومت د لاریون تر پیلېدو وړاندې ویلي وو، چې لاریون کوونکي به پرې نږدې چې اسلام آباد ته د لاریون لپاره ولاړ شي، خو وروسته ولایتي حکومت له خپلې پرېکړې په شا شو او لاریون کوونکي بې له کوم خنډ او ځنډ پرته پلازمېنې ته ورسېدل. بلخوا د کورنیو چارو وزیر اعجاز شاه د لاریون تر پیلېدو مخکې ویلي وو، چې د لاریون کوونکو مخه به نه ډب کوي او د هغوی د آسانۍ په خاطر به له هغوی سره هر راز قانوني مرسته کوي.
د پاکستان جمعیت علماء اسلام ګوند لنډه پېژندنه
په ۱۹۱۹ ز کال کې د انګریزانو د استعمار پر ضد او د هند ملي کانګرېس په ملاتړ د جمعیت علماء هند په نوم ګوند جوړ شو او په بر صغیر کې د مسلمانانو لپاره د یو ځانګړي هېواد (پاکستان) جوړېدو او ملاتړ په پار له یاد ګوند څخه د جمعیت علماء اسلام په نوم ګوند د نوي ګوند په توګه راوټوکېد. په ۱۹۶۰ ز کال کې د ایوب خان ریژیم پر خلاف یاد ګوند چې مشري یې د مفتي محمود پر غاړه وه، خپل فعالیتونه پیل کړل. په ۱۹۸۰ ز کال کې تر مفتي محمود وروسته د هغه زوی مولانا فضل الرحمن د جمعیت علماء اسلام (ف) مشري پر غاړه واخیسته، چې تر اوسه د یاد ګوند مشري کوي. جمعیت علماء اسلام (ف) ګوند دیوبندي فکر لري او په خیبر پښتونخوا او بلوجستان کې زیات شمېر پلویان لري. له ۱۹۸۰ ز کال راهیسې یې د جمعیت اسلامي، عوامي نیشنل ګوند او پاکستان پیپلز ګوند سره په ائتلافي او ګډو حکومتونو کې برخه اخیسته او ویل کېږي چې له افغان طالبانو سره نږدې اړیکې لري او هر وخت د هغوی په ملاتړ څرګندونې هم کوي او اوس یې د پاکستان تحریک انصاف ګوند پر ضد پراخ لاریونونه پیل کړي دي.
د اوسنیو او پخوانیو لاریونونو پرتله
د پاکستان مسلم لیګ ګوند پر ضد؛ اوسني واکمن ګوند له ۲۰۱۴ ز کاله پراخ لاریونونه پيل کړل چې شاوخوا ۱۲۶ ورځې یې دوام وکړ او په ترڅ کې یې د وخت واکمن ګوند مشر او لومړی وزیر (نواز شریف) له دندې لرې کړل. د پاکستان پر ملي ټلوېزیون حمله وشوه او د هېواد اقتصاد ته په پراخه کچه زیان واوښت؛ خو د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ روان لاریون چې د ګډونوالو کچه پکې د ۲۰۱۴ ز کال له لاریون څخه څو چنده زیاته ښکاري، تر اوسه د نظم له اړخه د زیاتو خلکو پاملرنه جلب کړې ده. د بېلګې په توګه، لاریون کوونکي هغه پلې لارې او سړکونه پاکوي، چې د لاریون پر مهال ورڅخه ګټه اخلي. که څه هم په لاریون کې ښځې نشته؛ خو د رسنیو له ښځینه کار کوونکو سره د لاریون کوونکو ښې رویې د رسنیو او ټولنیزو رسنیو کار کوونکو توجه هم ځان ته جلب کړې ده. خو یو شی چې د ۲۰۱۴ ز کال د لاریون کوونکو په پرتله دلته کمزوری ښکاري، هغه په لاریون کې د ګډون لاملونه دي. دلته لومړی ګډونوال له دې نه وو خبر چې ولې لاریون ته راغلي او د خپلو مشرانو څرګندونو پر خلاف یې غوښتنې مطرح کولې او یا یې ګډون د اسلام په خاطر ګاڼه. وروسته ولیدل شول چې له رسنیو سره له خبرو هم ګوښه کېدو ته اړ کړای شول، خو د تحریک انصاف ګوند د ۲۰۱۴ ز کال په لاریون کې تقریباً هر ګډونوال پر دې ښه پوهېده چې ولې یې لاریون کې ګډون کړی او لامل یې د چارواکو له لوري فساد، اقتصادي ځوړتیا او نورې اړینې ستونزې یادولې.
د لاريون لاملونه
په لومړي ځل د ۲۰۱۸ ز کال جون میاشتې په ۲۵مه په ټولټاکنو کې د تحریک انصاف ګوند د هېواد په سطحه ډېر شمېر رایې خپلې کړې او د پاکستان په تاریخ کې یې بانفوذه ګوندونو لکه (پاکستان مسلم لیګ (ن) او پاکستان پیپلز پارټي) ته لویه ماتې ورکړه. له هغې ډلې د جمعیت علماء اسلام (ف) ګوند هم و، چې په اوسني پارلمان کې هېڅ څوکۍ نه لري او یوازې په مشرانو جرګه کې څلور څوکۍ ورپاتې دي. هغوی تور پورې کوي چې ځینو ادارو چې ښایي مراد یې د فوځ او استخباراتو ادارې وي، د اوسني واکمن ګوند د بریا تر شاه لاس درلود، چې دې خبرو د فوځ خاموشي هم ماته کړه او له مولانا څخه یې د ادارو په اړه د وضاحت غوښتنه وکړه؛ خو مولانا یې په سیاست کې د فوځ په نه ګډون لنډ او ډیپلوماټیک ځواب ور کړ.
له دې پرته د پاکستان اقتصادي ځوړتیا، بې کاري، د حساب ورکولو په پلمه د پخوانیو سیاسي چارواکو نیول او د کشمیر قضیه هغه ستونزې دي چې یاد ګوند ته یې د لاریون کولو پلمه برابره کړه. خو د واکمن ګوند مشر عمران خان بیا تور پورې کوي چې مولانا د بهرنیو او په ځانګړې توګه د هندوستان په اشارو کار کوي او اقتصادي ځوړتیا د پخوانیو حکومتونو میراث ګڼي او تمه ښيي چې د هېواد د اقتصادي پیاوړتیا لپاره به کار کوي.
په ورته وخت کې عمران له لاریون کوونکو سره د خبرو اترو لپاره د دفاع وزیر پرویز خټک په مشرۍ کمېټه جوړه کړې، چې تېره دوشنبه یې د مخالفو ګوندونو کمېټې مشر اکرم خان دراني سره لومړۍ کامیابه ناسته لرله، د سکهانو (لږکیو) لپاره د کارتاپور پرانیستې تر څنګ، د احساس انډر کریجویټ تر پروژې لاندې په راتلونکو څلورو کلونو کې د بې وزله کسانو لپاره د دوو لکو سکالرشيپونو (بورسونو) پروژه اعلان کړې او ښايي دا به هغه څه وي چې د لاریون کوونکي ګوند ادعاوې به تتې او له واکمن ګوند سره به مرسته وکړي.
خو لاریون کوونکی ګوند بیا غوښتنه کوي چې لومړی وزیر عمران خان دې استعفا ور کړي او نوې ټولټاکنې دې په داسې ډول تر سره شي، چې د ټاکنو په مرکزونو کې فوځ هېڅ کوم اغېز ونه لري او که نه؛ خپل لاریون ته به دوام ورکړي او په راتلونکې کې به د هېواد ټولې لویې لارې وتړي. خو لیدل کېږي چې له لاریون کوونکي ګوند سره د حکومت د نورو مخالفو ګوندونو ملاتړ د هغوی په ګوندیزو ګټو پورې تړلی ښکاري. په لاریون کې د هغوی د پلویانو ګډون تت ښکاري. که څه هم دغه کار د لاریون کوونکي ګوند لپاره د بریا پر وخت ښه نقطه ثابتېدای شي؛ خو په اوس کې د حکومت مخالفو ډلو لږ ګډون اوسني حکومت ته د لاریون کوونکو پر ضد د تبلیغاتو ښه زمینه برابروي او د هغوی د لا وېشلو لپاره تبلیغات قوي کولای شي.
په اوسنيو لاریونونو کې د حکومت مخالفو ګوندونو کم رنګه ګډون دوه لاملونه کېدای شي، یو دا چې هغوی په ولایتي اسمبلیو او پارلمان کې تر یوې اندازې څوکۍ لري او نه غواړي د تاوتریخوالي را پیدا کېدو په وخت کې حکومت د هغوی پر ضد تبلیغات وکړي او په دې توګه شته ولسي نفوذ هم له لاسه ور کړي او بل دا چې د یادو ګوندونو مشران د اوسني حکومت له لوري د احتساب ورکولو په ترڅ کې بندیان شوي. دوی غواړي پر اوسني حکومت د فشار له راوړلو سره خپل مشران (نواز شریف، مریم نواز، آصف زرداري او نور…) له زندانونو خوشې کړي، چې تر اوسه د (ن) لیګ پلویانو لپاره د هغوی د مشرانو نواز شریف او مریم نواز شریف په ضمانت خوشې کېدو په اړه شنه څراغونه په لاس ورغلي.
بلخوا په دې وخت کې د مولانا فضل الرحمن له لوري د لاریون پیلول هم په دې هیله وو، چې د حکومت مخالف ګوندونو (پاکستان مسلم لیګ او پاکستان پیپلز پارټۍ) ملاتړ به ځکه جلب کړي، چې د هغوی مشران په جیلونو کې پراته دي او له دې پرته نور ګوندونه لکه عوامي نیشنل پارټي او پښتونخوا ملي عوامي پارټي غواړي پر اوسني حکومت د فشار له راوړلو سره په ولایتي کچه د خپل نفوذ زیاتولو لپاره کمپاین وکړي.
د لاریون کوونکو او واکمن ګوند لپاره ننګونې
له اوسني واکمن ګوند سره د فوځ ملاتړ، د نویو اقتصادي پروژو پیلول، د مولانا فضل الرحمن له لوري د فوځي ادارو پر ضد هغه څرګندونې چې تور پورې کوي چې په تېرو ټولټاکنو کې د ادارو (فوځ) په مرسته پراخه درغلي شوې، په لاریون کې د حکومت نورو مخالفو ګوندونو لږ ګډون او د تاوتریخوالي پیلول ښايي د اوسني حکومت لپاره هغه مثبت اړخونه واوسي، چې د لاریون کوونکو مخه پرې نوره هم ښه ډب کړای شي او په دې توګه د فوځ ملاتړ نور هم خپل کړي؛ خو بلخوا د هېواد په کچه بې کاري، د لومړنیو توکو د بیو او مالیې لوړوالی، د پخوانیو حکومتي چارواکو لکه پخواني لومړي وزیر نواز شریف، پخواني صدر آصف علی زرداري، پخواني لومړي وزیر شاهد خان قان عباسي، مریم نواز او ځینو نورو مخالفینو په جیلونو کې ساتل، پر رسنیو ځینې بندیزونه لګول لکه د یوې رسنۍ پروګرام چلوونکي نه شي کولی په بله رسنۍ یا ټلوېزیون کې د مېلمه په حیث ګډون وکړي او د مولانا فضل الرحمن پر ضد ناسم الفاظ کارول هغه ننګونې دي چې کېدای شي د اوسني حکومت د بدنامۍ او ختمېدو سبب وګرځي.
د کړکېچ پایله
په پاکستان کې د واکمن حکومت پر ضد لاریون راویستل څه نوې خبره نه ده او دا لړۍ د پاکستان له جوړېدو را وروسته تقریباً د هر حکومت پر وړاندې را روانه ښکاري. خو اوسنی لاریون د هغه چا په مشرۍ پیل شوی چې له یوې خوا د پاکستان په تاریخ کې ځانګړی حیثیت او تجربه لري او له بلې خوا د پاکستان له فوځ او استخباراتو سره یې اړیکې تل ښې پاتې شوې دي. دغه لاریون د هېواد اقتصاد ته هم زیان اړولی، اسلام آباد کې یې د عامو خلکو اقتصادي چارې هم ټکنۍ کړې دي. که چېرته لاریون دوام پیدا کړي او حکومت یې د پراخېدو مخه ونیسي، لرې نه ده چې لاریون به د تاوتریخوالي لوري ته ولاړ شي او کېدای شي د اوسني حکومت ټغر هم ورټول شي. خو که اوسنی حکومت د لاریون کوونکو غوښتنو ته پر وخت د ځواب لارې ولټوي، ښایي لاریون پای ومومي؛ خو د لاریون کوونکو لومړنۍ غوښتنه چې د لومړي وزیر استعفا ده او دا کار بیا ډېر ناشونی ښکاري، ځکه په پارلمان کې مخالف ګوندونه ۱۵۶ څوکۍ لري او که وغواړي چې له لومړي وزیر څخه د اعتماد رایې واخلي، هغوی ۱۷۲ رایو ته اړتیا لري.
یوازینۍ لار چې ښايي د اوسني حکومت ټغر ورټول کړي او لومړی وزیر استعفا ته اړ کړي، هغه د لاریونونو د لړۍ پراخول دي، چې تر اوسه یې په پاکستان کې مثبته نتیجه ورکړې ده؛ خو دا کار بیا د فوځ ملاتړ ته اړتیا لري، ځکه د فوځ مشرانو د خپلو ادارو په اړه د مولانا تر څرګندونو وروسته غونډه هم کړې او د ادارو پر ځواکمنتیا یې تاکید کړی چې دا بیا له اوسني حکومت څخه د ملاتړ څرګندې نښې ګڼل کېدای شي.