ایا د دندې تر څنګ د یوه بل داسې کاروبار په لټه کې یاست چې شتمن مو کړي؟ که مو جېب تش وي، پر روغتیا یي حالت مو اغېز کوي؟ امریکایي څېړونکو په یوه څېړنه کې ثابته کړې ده چې د امریکا په ګوټ ګوټ کې د پیسو سټرېس د انسان پر روغتیایي حالت د پام وړ اغېز کوي. څېړنو دغه راز ثابته کړې ده چې شتمن کسان هم له یو ډول سټرېس سره مخ وي. په دې مانا چې له دې ستونزې سره یوازې بې پیسو خلک نه دي مخ.
په اوسني وضعیت او ډېرو لګښتونو کې د دوو یا دریو دندو درلودل یوه عادي خبره ده. د زده کړو لګښت پوره کول، د کور لګښت پوره کول، د راتلونکې په اړه فکر کول او ډېر نور لګښتونه د دې لامل کېږي، چې د دوو یا دریو دندو درلودلو خبره له حیرانۍ ووځي. اوس موږ له خپل چاپېریال سره اموخته شوی یو. هر ډول شرایط چې راځي، لا مو قوي کوي، څو تر خپلې وسې پورې مخ ته لاړ شو.
د پیسو ګټل زموږ لومړنۍ ورځنۍ موخه ده، څو خپلې اړتیاوې پرې پوره کړو. د پیسو ګټل هغه هنر دی، چې د هر چا د وس خبره هم نه ده. خو لارې چارې لري، یوازې دومره کار غواړي چې دغه لارې چارې زده کړل شي.
د شتمن کېدو لپاره اړتیا نشته چې تاسو باید له شتمنې کورنۍ څخه وی؛ بلکې کفایت کوي چې یوازې د ګټلو لارې چارې یې زده کړی. دلته مو له ځینو هغه لارو چارو سره بلدوو، چې په وسیله یې تاسو کولای شی پیسې وګټی.
۱- د لاسي صنایعو لپاره وسایل جوړول
د پیسو ګټلو او پیسو تر لاسه کولو لپاره لازمه نه ده چې تاسو یوه فابریکه ولری او یا هم لوی سوداګر وی. د ساده شیانو اوبدل، د نانځکو جوړول او د ځینو شیانو طراحي کول ډېر ساده او اسانه، خو ګټور کار دی.
د دې کار لپاره اړتیا ده چې لومړی خپله لېوالتیا ثابته کړی. وروسته د څېړنو، زده کړو او له خپلو وړتیاو څخه په ګټې اخیستو له دې درکه ښې پیسې ګټلی شی.
۲- دویم لاس توکي اخیستل
د دویم لاس توکو اخیستل ډېر ښه کاروبار دی، خو په دې شرط چې که تېزې او ځیرکې سترګې ولری او کولای شی په یو ځل کتلو د توکو بیه او ارزښت معلوم کړی. ځینې وخت ان د دې اړتیا هم نه پېښېږي چې پر دې توکو باندې پیسې هم ورکړی. خلک د دې لپاره چې له دې توکو ځان خلاص کړي، تاسو ته پیسې درکوي!
۳- د معلوماتو پلورل
نن سبا قدرت او وړتیا له هغه چا سره ده چې معلومات ولري. ډېری معلومات په ډېره لوړه بیه اخلي. دوی غواړي په دې سره مخکې لاړ شي.
۴- ډیزاين زده کړئ
د ګرافیک ډیزان زده کول مو په هر ځای کې په درد خوري. په یوازې ځان یې هم زده کول څه سخت نه دي او بل دا چې په بازار کې نن سبا د هر ډول پروګرام د زده کړې لپاره ویډیویي درسونه شته چې کار یې بېخي اسانه کړی دی. هر څه یوازې ستاسو په مینې پورې اړه لري، که غواړی همدا اوس یې پیل کړی. ان که اوس له دې کاره پیسې تر لاسه نه شی کړای، خو ډاډه اوسئ چې په ورځنیو چارو کې در سره ډېره مرسته کولای شي. که ټولنیزو شبکو ته مو پام وي، ډېری برخه یې په انځورونو او ویډیوګانو نیولې ده. د شرکتونو د مارکېټېنګ برخه هڅه کوي، څو خپل توکي او محصولات په ښکلي ډیزاین بازار ته وړاندې کړي، څو پېرودونکي جذب کړي. پوهېږی! همدا د ډیزاينر کمال دی چې پېرودونکي په خپل جال کې راګیر کړي او د یوه داسې شي اخیستو ته یې وهڅوي چې هېڅ ورته اړتیا نه لري. د مارکېټېنګ اصلي تعریف همدا دی چې خلک د داسې شیانو اخیستو ته قانع کړي، چې هېڅ اړتیا نه ورته لري، خو نن سبا ډیزاین د مارکېټېنګ یوه اړینه برخه ګرځېدلې ده. ډېری کسان اوس له دې درکه په میلیونونو پیسې ګټي. په نوک باندې له طراحۍ او نقاشۍ نیولې ان تر خوړو پورې. که فکر کوی، هنرمند یاستی او دغه کار کولای شی، نو همدا اوس ډېرې پیسې ستاسو په تمه دي.
۵- ښوونه
کېدای شي تاسو ډېرې داسې وړتیاوې او یا پوهه ولری، چې نور ورته اړتیا لري او ور زده یې کړی. نن سبا ښوونه د میلیونونو افغانیو د ګټلو یوه لار ده.
۶- خدمتونه
دا چې اوس هر څوک انټرنېټ ته لاسرسی لري او ور سره ډېر بوخت هم دي، نو دوی غواړي هر څه له دې لارې تامین کړي. تاسو کولای شی د خلکو د اړتیا وړ توکي په چټکۍ د دې کسانو تر کور او کارځایه د خپلو کار کوونکو په مټ ورسوی او ښې پیسې تر لاسه کړی. تاسو به لیدلي وي، چې نن سبا په نړۍ کې بې شمېره انلاین پلورنځي دي او د خپلو مشتریانو د اړتیا وړ توکي د هغوی تر کار او کارځایه پورې رسوي. تاسو هم کولای شی د یوه ځانګړي سیسټم له لارې په خپله شاوخوا کې د خلکو دغه ډول اړتیاوې پوره کړی.
۷- انلاین درس ورکول
که تاسو داسې کومه وړتیا لري، چې کولای شی نورو ته یې هم ور زده کړی، نو انلاین کورس جوړ کړئ او دغه کار پیل کړئ. په دې برخه کې تر ټولو ښه کار دا دی چې وخت به مو تر کنټرول لاندې وي او کولای شی پر ډېرو ساده وسایلو باندې درس ورکړی او د پیسو په بدل کې خلک وروزی.
۸- انلاین لیکوالي
د بلې رسمي دندې تر څنګ له وخت وروسته کولای شی، له یوې بلې ادارې یا خپرندویه ټولنې سره د انلاین لیکوال په توګه کار وکړی. که څه هم د انلاین درس ورکولو په پرتله دغه کار یو څه پېچلی دی، خو ښېګڼه یې دا ده چې د پیسو تر څنګ مو خپله پوهه هم زیاتېږي.
۹- په یوټیوب کې د ګټورو وډیوګانو خپرول
تاسو ته به معلومه وي چې په یوټیوب کې د وډیوګانو خپرول او اړوند شرایط پوره کول تر ټولو ښه عواید لري. تاسو کولای شی له معلومات ډکې ویډیوګانې، داسې څه چې خلک ترې یو شی زده کړي، پر یوټیوب خپرې کړئ او له دې درکه پرته له کوم لګښت د یوه ځانګړی سیسټم له لارې پیسې وګټئ.
۱۰- مشاور شئ
که په کومه ځانګړې برخه کې تخصص او معلومات لری، نو کولای شی له دې درکه ښې پیسې پیدا کړی. نن سبا خلک په بېلابېلو برخو کې لکه د ښه ژوند، دندې پیدا کولو او کاروبار پیلولو په برخه کې مشورې ته اړتیا لري، نو تاسو کولای شی د خپل مسلک اړوند هغو کسانو ته چې په دې برخه کې نوی ګام ږدي، د مناسبو پیسو په بدل کې مشوره ورکړی.
۱۱- انلاین ټایپ کول
ایا له خپل ټایپېنګ راضي یاست؟ نو پرېږدی، هغه کسان چې د خپلو پروژو د پر مخ بېلو لپاره داسې یوه کس ته اړتیا لري تاسو وپېژني. دغه کارونه معمولاً د پای ته رسولو معلوم وخت لري. نو له دې درکه ځان ډاډه کړی چې کار یې په خپل وختت پای ته ورسوی.
۱۲- د شپې له خوا کار کول
که مو د شپې له خوا له کار کولو سره جوړه وي، نو ښه ده چې له وخت وروسته د ماښام له شپږو بجو وروسته د ځان لپاره بله دنده پیدا کړی. د بېلګې په توګه، په یوه رسټورانټ کې دنده واخلئ.
۱۳- د کېک او کولچو پلورل
که د کولچو او کېک پخولو داش لری، نو ښه ده چې له وخت وروسته دغه کار پیل کړی. تاسو کولای شی د خپلو ګاونډیانو د سهار چای لپاره تازه او ګرم کېک او کولچې پاخه کړی او پر دوی باندې یې وپلوری.
۱۴- موټرواني وکړئ
کولای شی له هغو شرکتونو سره کار وکړی، چې د خپلو مشتریانو لپاره په انلاین بڼه ترانسپورټي خدامات وړاندې کوي. که تاسو د ورځې بله دنده لری، کولای شی له وخت وروسته له دې شرکتونو سره د څو ساعتونو لپاره کار وکړی او پیسې وګټی.
۱۵- لیکنې او ژباړې وکړئ
لیکنې او ژباړې کول د پیسو د لاسته راوړلو لپاره تر ټولو ښه لاره ده. زرګونه لیکوالان او ژباړونکي د ورځې د سفر، اشپزۍ، د ماشوم روزلو، هنر، د ژوند لارو چارو او نورو په اړه لیکنې او ژباړې کوي. دا هم ډېر سخت کار نه دی. تاسو په هر ځای او هر وخت کې دغه کار کولای شی. له خدمت او شهرت سره سره به مو یو څه پیسې هم ګټلې وي. که د ژباړې په برخه کې پوره وړتیا لری، د هېواد له مشهورو کتابتونونو او خپرندویه ټولنو سره په اړیکه کې شی، د خپل کار نمونې مو ورته وښایاست او د ژباړې یا اېډېټ لپاره ترې کتابونه او نور معلومات واخلئ. دغه راز د ژباړې ځینې رسمي مرکزونه هم شته چې په دې برخه کې کار کوونکو ته اړتیا لري. سر ور ښکاره کړئ او په دې برخه کې د خپلې وړتیا ورته ووایاست او خپلې کاري نمونې ور ښکاره کړئ. دا کار دوې ښېګڼې لري: یو دا چې له مالي اړخه به پر ځان بسیا شی او بل دا چې په اړونده برخه کې به مو وړتیا او تجربه زیاته شي.
۱۶- د ټولنیزو شبکو مدیریت پر غاړه واخلئ
په ډېر احتمال سره اوس به هم په کور کې ډېر وخت په ټولنیزو شبکو کې تېروی، نو چې هلته یاست ولې بیا له دې تخصص څخه ګټه نه پورته کوی او پسې نه ګټی؟ ډېری شرکتونه غواړي په ټولنیزو شبکو کې پراخ حضور ولري او د دغه کار لپاره خلکو ته اړتیا لري. د دغه کار لپاره ښه خبره دا ده چې له ځینو پلټفارمونو لکه (هوت سوت) څخه کار واخلی. دا پلټفارم اجازه درکوي چې پر یوه وخت څو اکونټونه مدیریت کړی او د پوسټونو خپرېدو لپاره مهالوېش پکې جوړ کړی. زما یو ملګری د خپل شخصي کار او د ماسټرۍ د درسونو تر څنګ، د شپې له خوا څو ساعته د ښکلا او جلدي برخې د یوه کلینیک ټولنیزې پاڼې منېج کوي. نوي پوسټونه کوي او د مشتریانو کومنټونو او مسېجونو ته ځوابونه وایي. دی له دې لارې هم د خپلې ماسټرۍ فیس برابروي او هم له خپلې کورنۍ سره په مالي برخه کې مرسته کوي. تاسو هم خپلې وړتیا ته په کتو سره له رسمي کار وروسته داسې یوه دنده پیدا کړئ، چې له خپل کور څخه ورته رسیده ګي وکولای شی.
۱۷- دیوه کار جواز واخلئ
که کومه ځانګړې نظریه لری، خو په یوازې ځان یې نه شی عملی کولای، نو له داسې چا مرسته وغواړئ چې پیسې لري. کولای شی په ښار کې یو چکر ووهی او ټول رسټورانټونه تر سترګو تېر کړی. ترکي او عربي رسټورانټونه دومره لګښت نه غواړي. کولای شی له دې درکه ښې پیسې وګټی.
۱۸- خپله یو محصول بازار ته وړاندې کړئ
د ځینو کسانو پانګه چې له اړتیا ډېره شي، بیا پر دې فکر کوي چې د ځان لپاره خپل کاروبار پیل کړي. هغه د چا خبره غواړي رییس شي. دا ډېر ښه کار دی، په دې سره کولای شی هم د ځان لپاره ګټه ورسوی او هم ډېر نور کسان در سره په کار کړی. دا سمه ده چې کاروبار ګټه او تاوان دواړه له ځان سره لري، خو هڅه وکړئ د مالي پوهې له مخې مسلکي مخ ته لاړ شی.
۱۹- د غذایي موادو پلور ډېره ګټه کوي
دا چې غذایي مواد د ټولو انسانانو اړتیا ده او په هر ډول شرایطو کې د انسان د ژوندي پاتې کېدو لپاره ضروري دي، نو کولای شی تاسو د غذایي موادو کاروبار پیل کړی. که په دې برخه کې په نوې بڼه باندې خپل محصولات بازار ته وړاندې کړی، لا به مو ګټه کړې وي. اوس تاسې د پیسو ګټلو ځینې لارې چارې زده کړې دي، ګټه ترې واخلئ او خپل کاروبار ته پرمختګ ورکړئ. تاسو به وګوری چې یو وخت به د خپل لوی کاروبار څښتنان یاست. داسې چې هېڅ باور به مو یې نه کاوه.
۲۰- کوچنی ګټور کاروبار پیل کړئ
تاسو چې اوس دا کوم شتمن کسان وینی، دا ټول په یو وار نه دي شتمن شوي او نه هم دا هر څه له خپل پلار څخه په میراث ورته پاتې دي. دوی له همداسې کوچني کارو بار څخه پیل کړی دی او نن یې دا دي تاسو هم ګوری چې ځانونه یې تر کوم ځای پورې رسولي دي. بازار او مارکېټ ته په کتو کوچنی کاروبار پیل کړئ او ورو ورو پراختیا ورکړئ.