شنبه, جولای 25, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د کډوالو وزارت: نږدې ۵ کلونو کې له ۸ میلیونو ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي

    په تېرو ۴ میاشتو کې؛ هیواد ته ۱۵۴۰ بهرني سېلانیان راغلي دي

    د بهرنیو چارو وزارت: په باب‌المندب کې د سعودي پر یوې تېل‌وړونکې بېړۍ برید غندلی

    د تدارکاتو کمېسیون؛ د ۱.۳ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۳ پروژې منظورې کړې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د کډوالو وزارت: نږدې ۵ کلونو کې له ۸ میلیونو ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي

    په تېرو ۴ میاشتو کې؛ هیواد ته ۱۵۴۰ بهرني سېلانیان راغلي دي

    د بهرنیو چارو وزارت: په باب‌المندب کې د سعودي پر یوې تېل‌وړونکې بېړۍ برید غندلی

    د تدارکاتو کمېسیون؛ د ۱.۳ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۳ پروژې منظورې کړې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

پولي سیاستونه

لیکنه: ګلاب بهار

نوومبر 27, 2019
in لیکنې
0 0

پولي سياست هغه سياست دى، چې د مركزي بانك له خوا د پيسو د وړاندې كولو د كنټرول او د اقتصادي عمومي سياست د اصلي موخو د تر لاسه كولو لپاره كارول كېږي. یا په بله وينا، پولي سياست د هغو تدبيرونو او تصميمونو له ټولگې څخه عبارت دى، چې د ټاكلو اقتصادي موخو، په ځانگړې توگه د ثبات د ټينگښت، استقرار او پولي ارزښت په موخه نيول کېږي او یا هم پولي سیاست له هغو مالي فعالیتونو څخه عبارت دی کوم چه د یو هېواد د مرکزي بانک له خوا اداره او کنټرول کېږي، لکه: د پیسو برابرول، د پیسو رامنځ ته کول، د اسعارو د تبادلې نرخ یا ارزښت ټاکل، د پیسو ګټه او داسې نورې اړوندې دندې، څو مرکزي بانک وکولای شي چې اقتصادي پرمختګ وکړي، د اسعارو د تبادلې نرخ ثابت وساتي، خلکو ته د کار زمینه برابره کړي، د توکو نرخونه ثابت یا ځای پر ځای وساتي او د یو هېواد مروجې پیسې په ثابته توګه وکاروي. په ورته توګه اسلامي پولي سیاست هم د دې لپاره پکار وړل کېږي، څو اقتصادي اهداف لکه د نرخونو ثبات، د عاید منصفانه وېش، د بېکارۍ له منځه وړل او داسې نور لاسته راوړل شي.

په لنډ ډول داسې ویلای شو چې پولي سياست هغه سياست دى، چې د مركزي بانك له خوا د پيسو د وړاندې كولو د كنټرول او د اقتصادي عمومي سياست د اصلي موخو د تر لاسه كولو لپاره كارول كېږي.

د پولي سياست عاملین

د پولي سیاست عاملین په لاندې ډول دي:

الف- مركزي بانك: په اوس وخت كې مركزي بانك د هر خپلواك او مقتدر هېواد لپاره د يوې مهمې مالي موسسې رول لري، ځكه دا موسسه د دولت د اقتصادي سياستونو په بشپړتيا، په ځانگړې توگه د پولي او مالي سياستونو په چوكاټ كې مهم رول لوبوي او كړنې يې د دولت د سمو اقتصادي او مالي فعاليتونو لپاره اړينې دي او د هېواد د پولي چارو مديريت پر غاړه لري. مركزي بانك د بانكونو د بانك په نامه هم يادېږي. مركزي بانك په ځينو هېوادونو په ځانگړې توگه مخ پر وده هېوادونو كې د حكومت تر مستقيمې ادارې لاندې خپلې دندې تر سره كوي، خو د هر هېواد مركزي بانك له نورو هېوادونو سره د دندو په برخه كې توپيرونه لري. پر دې بنسټ د وخت په اوږدو كې د مركزي بانك د دندو د زياتوالي په پام كې نيولو سره يو لنډ او نه بدلېدونكى تعريف ستونزمن دى. سره له دې مركزي بانك ښيي چې د مركزي پولي موسسې په توگه چې د سوداگريزو بانكونو د دندو ټاكل، د دولت مالي استازيتوب او د هېواد د پولي سيسټم رهبري كول پر غاړه لري، هم یې باید يادونه وشي.

اقتصادپوهانو هم مركزي بانك په بېلابېلو ډولونو تعريف كړى دی. د بېلگې په توگه، شو (Shw) مركزي بانك د اعتبارونو د كنټرولوونكي په توگه تعريف كړى دى. همداشان (How Trey) مركزي بانك د پور لپاره د وروستۍ سرچينې په توگه تعريف كړى دی. ځینې پوهان د مركزي بانك عمده دندې د پولي بنسټ ساتنه او ثبات بولي او ځینې نور بيا د مركزي بانك له خوا د پيسو د نشريدو پر دنده ټينگار كوي. په هر حال كې سوداگريز بانكونه له خلكو څخه امانتونه نه قبلوي، ډېرى كارونه چې سوداگريز بانكونه يې د خلكو پر وړاندې بايد تر سره كړي، نه يې تر سره كوي.

مركزي بانك په مخ پر وده هېوادونو كې مستقل طبيعت نه لري، په ځينو هېوادونو كې نيمه مستقل طبيعت لري، لكه په كاناډا او انگليستان كې.

په ځینو هېوادونو كې مركزي بانك بشپړ واك لري، لكه د امريكا په متحده ايالتونو كې چې ریيس يې د ولسمشر او مشرانو جرگې په وړانديز ټاكل كېږي او د بانك ریيس يوازې د مشرانو جرگې (سنا) پر وړاندې مسووليت لري.

د مركزي بانك موخه د نورو مالي موسسو په څېر د گټې تر لاسه كول نه دي، بلكې موخه يې د كنټرول له لارې د پيسو د ثبات او ارزښت ساتل او د حجم مراقبت او همداشان د نورو بانكونو او مالي موسسو د ناكامۍ مخنيوى دى او په ځينو هېوادونو كې د مركزي بانك پانگه په خصوصي ملكيت پورې تړلې، خو د عامه موسسو په رديف كې راځي.

ب- سوداگريز بانكونه: سوداگريز بانكونه د سوداگريزو چارو د آسانتيا، د سوداگريزو فعاليتونو د پراختيا او د لنډمهاله امانتونو د وركړې دنده لري. دا بانكونه د خلكو د غوښتنو پر بنسټ ميعادي امانتونه قبلوي او د دغو بانكونو يووالی د عامه زيان لامل گرځي، له همدې امله تل د مركزي بانك تر څارنې او كنټرول لاندې وي.

دغه بانكونه په ځينو هېوادونو كې د بيمې په موسسو كې په ځانگړي ډول بيمه كېږي، څو د غريبو او منځنيو خلكو د امانتونو د زيانمنېدو مخه ونيول شي. د بېلگې په توگه، په امريكا كې دا دنده د امانتونو د بيمې فډرال موسسه (Deposit) پر غاړه لري.

د جاري حساب يا عندالمطالبه امانتونه د دې بانكونو تر ټولو عمده امانتونه دي، چې د دې ډول طلباتو څښتن كولاى شي د خپلو امانتونو په مقابل كې چك وليكي. په ځينو هېوادونو كې د عندالمطالبه او ميعادي حسابونو تر منځ بیخي زیات توپير ليدل كېږي. د بېلگې په توگه، په افغانستان كې د سپما امانتونو لپاره له ۵ تر ۶ سلنو پورې گټه وركول كېږي، حال دا چې د عندالمطالبه امانتونو لپاره هېڅ گټه نشته، خو په ځينو هېوادونو كې دا توپير له منځه تللى دی. د جاري امانتونو لپاره گټه وركول كېږي، خو دا سلنه په مراتبو د سپما امانتونو له گټې څخه كمه ده. ټول سوداگريز بانكونه مكلف دي، چې د قانون مطابق د خپلو امانتونو يوه ټاكلې سلنه د قانوني زېرمو په توگه په مركزي بانك كې كېږدي. د امانتونو (سپارنو) بله برخه اضافي زېرمې بلل كېږي، چې د بانكي صندوقونو له موجودۍ سره يو ځاى، د دې لپاره له نغدوالي څخه نسبت شتمنۍ ته ډېره برخمنه ده، كولاى شي د چكونو د نغدولو په موخه چې په مستقيم يا نامستقيم ډول د بانكي حسابونو د يوه حساب لپاره ايستل كېږي، وساتل شي. اصولاً بانكونه خپلې مهمې گټې د اعتبار د وركړې له لارې تر لاسه كوي، چې دا دولتي او نادولتي برخې ته د پور په ډول د سوداگريزو بانكونو د شتمنيو يوه فيصدي گڼل كېږي.

نن ورځ د بانكوالۍ سيسټم پرمختللی دى او د بانكونو تر منځ اړيكې د كمپيوټر او برېښنايي سيسټم له لارې ټينگېږي. په ځانگړې توگه، زموږ په هېواد افغانستان كې سوداگريز بانكونه په بشپړه توگه پرمختللي او انترنېټي شبكې په واك كې لري. لكه د Core Banking Sestem سويفټ، د گرځنده ټلېفون له لارې بانكوالي او نور پرمختللي وسايل، چې په لنډ وخت كې ډېر خدمتونه تر سره كولاى شي.

سوداګريز بانکونه د يو هېواد په اقتصادي پرمختګ کې مهمه ونډه لري. که په يو هېواد کې سوداګريز بانکونه نه وي، نو د هغو هېوادونو اقتصادي پرمختګ له خنډ سره مخامخېږي او په اسانۍ سره نه شي کولای چې خپل اقتصادي پرمختګ ته ادامه ورکړي.

دا چې سوداګريز بانک د پرمختګ يو عامل دی، نو په اکثره پرمختیايي هېوادونو کې عام خلک پیسې سپموي، چې دغه سپماوې په دوه ډوله دي:

الف) تولیدي سپما: عبارت له هغې سپما څخه ده، چې د بېلابېلو اقتصادي کړنو په تمويل کې ترې استفاده کېږي او په اقتصادي پرمختګ کې ونډه لري.

ب) غیر تولیدي سپما: په دې ډول سپماوو کې پیسې له اقتصادي جريان څخه وځي. په پیسو کې عدم تعادل رامنځ ته کېږي، بانکونه له تادياتي ستونزو سره مخامخېږي او د پیسو د کمبود سبب ګرځي. په دغه ډول سپماوو کې عام خلک پیسې په کورونو کې زېرمه کوي.

له بل طرفه ״کېنز״ د غیر تولیدي سپما په هکله وايي: ((همدا غیر تولیدي سپما ده، چې په اقتصاد کې د پیسو د عدم تعادل سبب ګرځي.)) همدارنګه د اقتصاد د علم له نظره، پانګه د تولید يو عامل دی چې د سپما په اساس رامنځ ته کېږي، چې په دې نقطه کې بانکونه اساسي نقش لري، ځکه بانکونه دي چې عام خلک د رسنیو له لارې هڅوي څو په کورونو کې زېرمه شوې پیسې بانکونو ته په بېلابېلو حسابونو (جاري حساب، معیادي حساب، مضاربت) ورکړي او دغه غیر تولیدي سپما پر تولیدي سپما بدله کړي، چې دغه تبادله د سوداګريزو بانکونو په واسطه صورت نیسي، ورسره پیسې په اقتصادي جريان کې لوېږي او د اقتصاد په بېلابېلو څانګو کې لګول کېږي چې له يو طرفه عامو خلکو ته ګټه رسوي او له بل طرفه د پیسو د عدم تعادل مخه نیول کېږي.

سوداګريز بانکونه هغه بانکونه دي، چې په مخامخ ډول د موسساتو، سازمانونو او عامو خلکو په چوپړ کې دي او د بانکي سیسټم مهمه حلقه تشکېلوي. سوداګريز بانکونه له مشتريانو سره سوداګريزې اړیکې لري او د کړنو اصلي موخه يې د ګټې لاسته راوړل دي. د بانکي قوانینو پر اساس، سوداګريز بانکونه د پیسو کاروبار کوي، د عامو خلکو سپما شوې پیسې د امانت په ډول اخلي، اړمنو خلکو ته يې د پور په ډول ورکوي، په کم سود امانتونه حاصلوي او په زيات سود يې ورکوي، چې د دواړو سودونو تر منځ تفاوت د بانک ګټه تشکېلوي.

سوداګريز بانکونه په اکثره پرمختللو هېوادونو کې مشتريانوته مالي اړتیاوې برابروي، چې د ګټې په منظور د بانک دندې سرته رسوي. عام خلک خپلې اضافه پیسې بانک ته د امانت په ډول ورکوي او په عوض کې يې سود اخلي، بانک هم اړمنو خلکو ته (صنعت کارانو، سوداګرو، کروندګرو) ته پیسې د پور په ډول ورکوي. دوی هم په بدله کې سود اخلي چې د دواړو سودونو تر منځ تفاوت د بانک گټه تشکېلوي او له همدې ګټې بانک خپل لګښتونه پوره کوي. سوداګريز بانکونه له هغو خلکو څخه چې پانګه ولري او د کاروبار جوګه نه وي، پانګه اخلي او کاروباري خلکو ته يې ورکوي.

ج- خصوصي بانكونه: له هغو بانكونو څخه عبارت دي، چې خپلې بانكي كړنې په يوه ټاكلې او مشخصه ساحه پورې تړي. د اصولو له مخې، اختصاصي بانك او بانكوالي داسې تعريفېږي: ((اختصاصي بانك له هغې موسسې څخه عبارت دى، چې د يوې ټاكلې او مشخصې ساحې د پولي او كرېډېټي معاملو د تر سره كولو په موخه منځ ته راځي او د هغو اسنادو او مالونو په خرڅلاو او پېرودلو او همداشان هغو خدمتونو او تخنيكي مشورو چې د اړوندې ساحې له پراختيا او ودې سره تړاو لري، سروكار لري)). دا ډول بانكونه د خپلو فعاليتونو په ساحه كې جاري حسابونه او ميعادي امانتونه منلى شي او همداشان د قانون له مخې په خپله ټاكلې او مشخصه ساحه كې د منقولو او نامنقولو مالونو د اخيستلو او خرڅولو واك هم لري.

Share20Tweet5Share2

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د کډوالو وزارت: نږدې ۵ کلونو کې له ۸ میلیونو ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي

جولای 24, 2026

په تېرو ۴ میاشتو کې؛ هیواد ته ۱۵۴۰ بهرني سېلانیان راغلي دي

جولای 24, 2026

انټونیو ګوټرېش: ډیپلوماسي په منځني ختیځ کې د کړکېچ د پای یوازینۍ لار ده

جولای 24, 2026

پاکستان کې؛ د موسمي بارانونو له امله لږ تر لږه ۴۱ کسان مړه شوي

جولای 24, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In