په ننني عصر کې د ټکنالوژۍ له کارولو پرته د بشر په ژوند کې پرمختګ ستونزمن دی. ښکاره خبره ده چې اوس ډېری کسان ټکنالوژۍ ته لاسرسی لري او په ورځني ژوند کې ترې ګټه اخلي. پر لویانو سربېره، کوچنیان هم دې ټکنالوژۍ په تېره موبایل او کمپیوټر ته لاسرسی لري، پکې د ساعتېرۍ اپلېکشنونه کاروي او خپلې لوبې پکې کوي، نو ایا کله مو د دې په اړه فکر کړی دی چې د ټکنالوژۍ زیات استعمال د لویانو لپاره او همدارنګه د کوچنیانو لپاره څه زیانونه لري؟ ټکنالوژي د ماشومانو په ذکاوت، ځیرکتیا او هوښیارۍ کې پوره مرسته کولای شي. داسې اپلېکشنونه هم شته چې ماشومان ترې زده کړه کوي او خوشاله یې ساتي. خو که یې له کچې زیات وکاروي، هغه ده چې بیا د ګټې پر ځای ورته زیان رسوي. که چېرې یو ماشوم یا لوی کس په پر له پسې ډول هر ورځ له ۱۰ ساعتونو څخه ډېر برېښنایي یا ټکنالوژیکي الاتو ته وګوري، نو معلومه خبره ده چې د دوی پر روح او جسم باندې منفي اغېز کوي. د سر درد، زړه تنګون او ژور خپګان لامل یې کېږي او د سترګو دید له کمېدو سره یې مخ کوي. نو اړینه ده چې ماشومانو ته له ټکنالوژۍ سره د بلدتیا تر څنګ، هغوی ته د دې ډول توکو د کارولو لپاره معلوم وخت هم ځانګړی شي.