هغه ورځ مې یو فلم ولید، د ازادۍ لیکوالان نومېدو. زما لپاره الهام بښونکی و. په سترګو کې مې اوښکې راټولې شوې. د فیلم کتل راته د دې لامل شول، څو غوره او لا ډېر مهربانه و اوسم، کارونه مې تر خپلې وروستۍ کچې لا ښه کړم. هغه څه چې ما له دې فلم څخه زده کړل دا وو چې مشري یانې پر ژوند باندې باور درلودل، پر نورو باور درلودل او پر ځان باور درلودل. په داسې حال کې چې نور درباندې باور نه لري. په فلم کې ماشومان ډېر ناروغ او په ستونزو کې وو. ډېر سخت ژوند یې درلود. زړونه یې سخت شوي وو، خو ښوونکو د دوی اصلي جوهر موندلی و. د ښوونځي مشرانو دوی بې ارزښته ګڼلي وو، خو ښوونکي یې دوی ته ارزښت ورکاوه او له دوی سره یې په درناوي چلن کاوه. پر دوی یې باور درلود او هماغه وو چې دوی بدلون وکړ. ما دا پېښه د نړۍ په ډېرو شرکتونو کې لیدلې ده. د خلکو د پرمختګ لامل شئ، خلکو ته درناوی وکړئ او دوی ته الهام بښونکي اوسئ. موږ ډېری وخت د ستایلو، موسکا کولو، له مهربانۍ ډکې جملې ویلو، د یوه اورېدونکي په توګه د غوږ نیولو، صادقانه ستاینې یا یو چا ته د ارزښت ورکولو ځانګړتیا بې ګټې بولو، په داسې حال کې چې دغه کوچني خواص او کړنې د یو چا ژوند بدلولای شي.