له نن څخه کلونه وړاندې به د اوبو ګرمولو، پخلي کولو، اوبو ساتلو او نورو کارونو لپاره د خاورین لوښو استعمال کېده، چې د پوهانو په خبره، انسان ته روغتیایي ګټې هم رسوي. لکه څرنګه چې له خاورې څخه بې شمېره معدنیات او ویټامینونه حاصلیږي، دغه ډول انسان کولای شي له خاورو څخه له جوړو شوو لوښو څخه د ویټامینونو او منرالونو ګټه واخلي. له دې پرته په پلاستیکي او شیشهيي توکو کې داسې کیمیاوي مواد استعمالیږي، چې د انسان روغتیا ته زیان رسوي. په دې هکله ډېرو څېړنو د دې زیانونه ثابت کړي دي. دلته د خاورین لوښي د استعمال ګټې وړاندې کوو: د خاورین لوښي په اوبو کې هیڅ ډول کیمیاوي مواد نه موندل کیږي، دغه اوبه په بدن کې ټيسټوسټیرون مناسب ساتي او د هاضمې سیسټم پياوړی ساتي.
زیاتې یخې اوبه څښل د مرۍ یا ستوني غدو ته زیان رسوي، چې د ټوخي او نورو ستونزو لامل کیږي. د دې برعکس، د خاورې لوښی د اوبو تودوخه په یوه حالت ساتي، همدا لامل دی چې په خاورین لوښي کې د اوبو استعمال ستوني ته زیان نه رسوي او بل دا چې په خاورین لوښي کې اوبه په طبیعي ډول یخېږي.