۱- هره ورځ په کاپي اندازه اوبه وڅښئ. اوب د انسان بدن ته ډېرې زیاتې ګټې لري.
۲- سهارنۍ مه قضا کوئ، ښه او صحي خواړه په کې وخورئ. د ورځې په اوږدو کې هغه خواړه وخورئ چې ښه غذايي مواد لري، لکه رومیان، لیمو، مڼه، چارمغز، مکروني او نور ټول هغه خواړه چې په طبیعي ډول پکې وېټامینونه او معدني مواد موجود وي.
۳- ورزش کول د انسان د روغتیا ضمانت کوي. لږ تر لږه په اونۍ کې پنځه ورځې له ۲۰ تر ۳۰ دقیقو پورې تمرین او ورزش وکړئ. ورزش مو له ناروغیو ژغوري او د ناروغیو پر وړاندې مو د بدن مقاومت لوړوي.
۴- په کاپي اندازه خوب وکړئ. له اتو تر نهو ساعتونو خوب د لویانو لپاره مهم دی. کله چې انسان ټوله ورځ فزیکي یا فکري فعالیت کوي، دماغ او د بدن نور غړي یې ستړي کېږي. د خوب پر مهال د انسان بدن بېرته خپله بایللې انرژي پیدا کوي او له منځه تللې حجرې بېرته جوړېږي.
۵- هغه خواړه وخورئ چې ډېر مو چاغ نه کړي، سبزۍ او تازه میوه وخورئ، تر څنګ یې له لبنیاتو لکه شیدو، کوچو او مستو او نورو غلو دانو څخه په خوړو کې ګټه واخلئ.