یکشنبه, جولای 26, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    مجاهد: اسلام اباد باید خپلې ستونزې پر افغانستان ونه تپي

    شفیع جان: افغانستان سره د لارو تړل د ستونزو حل نه دی

    خواجه یوف: بامیانو کې د کرنیزو پروژو ملاتړ ته دوام ورکوو

    تېره میاشت ۱۴ زره کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه دریځ

اوربند، یو مثبت ګام او څو اندېښنې

دسمبر 30, 2019
in دریځ
0 0

وسله والو طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، د دې ډلې مشرانو منلې چې له امریکا سره له هوکړې وړاندې به اوربند کوي. ځیني سرچینې دا اوربند لس ورځنی او ځینې نور یې اووه ورځنی ګڼي. طالب ویاند هم وايي چې په دې اړه بحثونه او مشورې روانې دي او له نهايي کېد وروسته به یې رسمي اعلان کوي. د ذبیح الله مجاهد له خبرو ښکاري چې اوربند کېدونکی او اعلانېدونکی دی او ژر به عملي شي.

په افغانستان کې د جګړې ختمول او اوربند د افغانستان د خلکو اساسي هیله او غوښتنه ده، نو ځکه خلک ورته خوشاله دي او هرکلی یې کوي. دا ګام په واقعي مانا ښيي چې د جګړې ښکېل لوري مثبت ګامونه اخلي او دا د سولې په برخه کې یو ستر ګام دی. خلک په تمه ده چې اوربند ژر عملي شي او بیا ورپسې دایمې سوله وشي. د دې مثبت ګام له ملاتړ او هر کلي سره سره پکار ده چې څو اساسي اندېښنو ته جدي پام وشي.

لومړی دا چې دا اوربند باید هر اخیز وي او له ټولو اړخونو سره وي. که اوربند له یو اړخ سره کېږي او بل اړخ هېرېږي، نو بیا ښايي نوې ستونزې پیدا شي او د سولې خبرې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي.

دویم دا چې ښکېل اړخونه باید رښتیني وي. وېره ده چې ښايي امریکا له طالبانو سره اوربند د دې لپاره کوي، چې بیا په پټه د خپلو استخباراتي کړیو او ډلو پر مټ ځیني بریدونه وکړي. ښايي دا بریدونه طالبانو ته منسوب شي او یا یې هم له طالبانو سره تړلي ځینې اشخاص او کړۍ مسوولیت هم واخلي. دا اندېښنه شته چې امریکا په دې اوربند کې رښتینې نه وي او بیا هم دسیسه او توطیه کوي. که داسې څه وي، نو بیا وېره شته او پکار ده چې سره له اوسه ورته پام وشي.

درېیم دا چې ښايي ځینې نورې کړۍ د اوربند د ګډوډولو او ماتولو هڅه وکړي. د سولې روانې خبرې دواړو اړخونو ته دښمنان لري. دا هم رښتیا ده چې یو درېیم او څلورم اړخ به هم وي چې غواړي دا خبرې له خنډ او ځنډ سره مخ شي او جګړه دوام وکړي. له همدې امله دوی به هڅه وکړي چې په بریدونو او چاودنو سره دا اوربند ګډوډ کړي او د سولې په برخه کې دا ستره لاسته راوړنه خرابه کړي.

ځینې نورې اندېښنې هم شته، خو پکار ده چې سر له اوسه ورته پام وشي. لومړی باید رښتینولي وي، اوربند باید هر اړخیز وي او بل دا چې ښکېل اړخونه په ګډه کار وکړي چې د هغو کړیو مخه ونیسي، چې د اوربند د ګډوډولو هڅه کوي. له بله اړخه دا هم باید له وړاندې ومنل شي چې که کومه پېښه کېږي، چېرته برید یا چاودنه کېږي، ښکېل اړخونه باید ژوره همغږي ولري. یوه پېښه چې ښايي د سولې او اوربند دښمنانو کړې وي او یا هم تېروتنه او ناسم پوهاوی وي، باید د دې سبب نه شي چې ټول اوربند او دا ستره لاسته راوړنه خرابه کړي. له همدې امله د بریدونو شونتیا باید هېره نه شي، د مخنیوي لپاره یې همغږي وي او یوه پېښه باید هر څه ګډوډ نه کړي.

Share19Tweet7Share3

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

څو تصدیو د امریکا حکومت د تعرفې پر نوي اقدام دعوا وکړه

جولای 26, 2026

کويټ له نړيوالو ارګانونو سره د ۱۶ ميليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د انرژۍ د زيربناوو د همکارۍ تړون لاسليک کړ

جولای 26, 2026

ټرمپ امریکايي ځواکونو ته امر ورکړی چې پر ايران بریدونه وځنډوي

جولای 26, 2026

وانګ يي د روسيې د بهرنيو چارو له وزير لاوروف سره ولیدل

جولای 26, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In