وسله والو طالبانو لا هم په رسمي ډول نه ده منلې چې اوربند کوي، خو وايي، په دې اړه یې خپلمنځي مشورې او بحثونه روان دي. څه چې د طالب ویندویانو له څرګندونو او طالبانو ته له نږدې سرچینو اخیستل کېدلی شي، هغه دا دي چې طالبان زړه نا زړه اوربند ته ورځي، خو ورسره ځینې شرطونه تړي چې د ممکنه ستونزو مخنیوی وکړي.
د طالبانو له اړخه د څو شرطونو شونتیا شته او ویل کېږي چې ځینو طالب مشرانو دا شرطونه وړاندې کړې دي: لومړی دا چې اوربند به یوازې د جګړې بندول وي، طالبان به د حکومت سیمو ته نه ورځي او حکومت به د طالبانو سیمې ته نه ورځي. دویم دا چې امریکا به د اوربند په پای کې حتمي د سولې وروستۍ شوې هوکړه لاسلیک کوي او هېڅ شی به د دې هوکړې د لاسلیک مخه نه نیسي. امریکا به په نهايي شوې هوکړه کې د هېڅ ډول بدلون غوښتنه نه کوي او وروستۍ شوې هوکړه به همغسې لاسلیک کوي. درېیم دا چې که په اوربند کې کومه سرغړونه کېږي، نو ښکېل اړخونه به څېړنه کوي، عاملینو ته به یې جزا ورکوي او دا چاره به د ټول اوربند د ماتې سبب نه کېږي. یانې مقابل اړخ به اوربند نه نقض کوي او تر پایه به ورته ژمن پاتې کېږي. طالبان وېره لري چې ښايي امریکا د خپلو استخباراتي کړیو په مرسته ځینې بریدونه وکړي او پړه یې پر طالبانو واچوي. په دې سره به له یوه اړخه طالبان وېشل شوي ښکاره شي او له بله اړخه به امریکا د سولې د هوکړې له لاسلیکه مخ وګرځوي او همدا چاره به پلمه کړي. څلورم دا چې اوربند به له طالبانو د امریکا وروستۍ غوښتنه وي او له دې وروسته به له طالبانو کومه بله غوښتنه نه کوي او طالبان به یوازې پر هغه څه عمل کوي، چې د سولې په هوکړه کې یې منلي دي. پنځم دا چې دې چارې ته به د اوربند نوم نه ورکول کېږي. طالبان غواړي دې چارې ته بل نوم ورکړل شي چې مطلب یې همغه د تاوتریخوالي کمول او یا اوربند وي. د اوس لپاره طالبان غواړي چې دې چارې ته (د سولې لپاره د مناسبې فضا برابرول) نوم ورکړي. طالبان غواړي په دې سره له یوه اړخه خپل جنګیالي وساتي او له بله اړخه د ممکنه پېښو د توجیه کولو لاره ځان ته پرانیستې پرېږدي، ځکه چې دوی به رسمي اوربند نه وي کړی. دوی ته دا چاره د امریکا د ممکنه دسیسې د مخنیوي لاره هم ښکاري.
داسې ښکاري چې طالبان له یوه اړخه له سخت فشار سره مخ دي، خو له بله اړخه غواړي د امریکا له خوا د ممکنه دسیسې مخه ونیسي. له همدې امله د دغه ډول شرطونو یادونه کوي. ښایي دا شرطونه رسنیز شي او یا هم نه شي، خو طالبان دا هم غواړي چې دا هر څه په یوه هوکړه کې را ټول شي او له اوربند (د سولې لپاره د مناسبې فضا له برابرولو) وړاندې په دې اړه له امریکا سره رسمي هوکړه او لاسلیک وکړي. معلومه نه ده چې دغو شرطونو ته د امریکا ځواب څه دی، خو دا چاره د طالبانو له اړخه پر امریکا ژوره بې باوري ښيي.